طبیعي سرچینې او په اقتصاد کې د هغې ارزښت ته کتنه

لیکوال: پوهیالې نیاز محمد خان اتل

 

سریزه                        

الله تعالی د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، په ځمکه کې بېلا بېل ډول طبیعي سرچینې پیدا کړي دي چې د دغو سرچینو څخه بېلا بېلې ګټې اخیستل کیږي، په ځانګړي توګه د یو هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې زیات ارزښت لري. د نړۍ هر هېواد هڅه کوي چې دغه طبیعي سرچینې که په خپل هېواد کې یې وي، او که د هېواد څخه بهر وي په زور یا د نړیوالو اصولو سره سم د خپل هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه لاس ته راوړي، تر څو د هېواد او د خلکو اقتصاد یې پیاوړی او د ژوند کچه یې لوړه شي. په دې سرچینو کې مونږ کولی شو چې د کرنيزو ځمکو، ځنګلونو، کانونو، اوبو، څړځايونو او داسې نورو څخه يادونه وکړو، چې دغه سرچینې د يو هېواد د اقتصادي زيرمو په جوړولو او پیاوړتیا کې رغنده او بنسټیز رول لري. هغه هېوادونه چې د خپلو طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستنه په سمه توګه مدیریت کوي، د نړۍ په کچه پیاوړی اقتصادي ځواک لري. د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د خلکو په ټولنیز ژوند، په ښوونه او روزنه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، د جرمونو کچې په راکمولو، ټولنیزو اړیکو او په داسې نورو باندې مثبتې اغیزې لري.

 

د طبیعي سرچینو مفهوم او پېژندنه

د طبیعي سرچینو مفهوم: ټول هغه شيان چې مونږ او تاسو يې په خپل چاپېريال کې وينو، الله تعالی په طبیعي ډول د انسانانو لپاره پيداکړي، لکه ځمکه ، غرونه، سيندونه، بحرونه، ځنګلونه، هوا، لمر او داسې نور چې دا ټول د طبیعي سرچینو مفهوم ورکوي.

تعريف: طبیعي سرچینې زمونږ د شاوخوا ټولو هغو ژونديو او نا ژونديو سرچینو څخه عبارت دي، چې مونږ ترې په عنعنوي توګه په خپل ژوند کې ګټه پورته کوو.

سرچینه(منبع): منبع د هر هغه څیز څخه عبارت ده چې زمونږ لپاره گټور وي او په شته وو شرايطو کې په لاس راتلای شي، يعني په هغې باندې لاس بري شونې وي، کېدای شي چې دا د خامو موادو په نامرتب شکل وي، کېدای شي توليدي لامل وي او هم کېدای شي چې مستقيماً مصرف شي، او هغه څه چې ارزښت نه لري او مونږ پرې لاس بري نه شو موندلای سرچینه(منبع) نه ګڼل کیږي.

    

 په اقتصاد کې د طبیعي سرچینو ارزښت

الله تعالی خپل بنده‌ګان د ځمکې پرمخ شته وو طبیعي سرچینو ته ځير کړي، او له هغو څخه يې د خپل خير او با عزته ژوند لپاره ګټه اخیستلو ته هڅولي چې مونږ د الله تعالی د راکړې پوهې او شعور په مرسته دا اومه مواد پروسيس کوو، يوه صنعتي پروسه ورباندي پرمخ بيا يو، بيا په کالیو بدليږي، چې انسانانو اړتیاوې پري پوره کېږي. لومړی انسانانو په ساده ډول کرنه او نور کارونه ترسره کول، چې په اقتصاد یې چندان اغېزه نه درلوده ځکه چې د ټکنالوژۍ وسیلو اختراع نه وه شوې. د فرانسې انقلاب او د بخار د ماشين رامنځته کېدو څخه وروسته بشر د پرمختيا يو نوي پړاو ته ورسېده، په شلمه پېړۍ کې د ساينس او ټيکنا لوژۍ په مټ بشر نور هم دغو سرچېنو ته متوجه شو او پرمختیا يې ورکړه. انسانان ورو ورو د کانونو کیندنې اهميت ته متوجه شول چې کانونه او د هغې (کیندنه) استخراج په اوسني وخت کې د هيوادونو په اقتصادي وده کې ټاکونکې ونډه لري. هغه هېوادونه چې دا ډول سرچینې لري له همدغو څخه په ګټې اخیستنې ورو ورو په بډايه اقتصاد لرونکو هېوادونو بدل شوي. اوس وخت همدا هېوادونه دي چې د ځمکې لاندې زېرمو ډېره برخه په لګښت رسوي، د بېلګې په ډول هر کال دا هېوادونه په منځني ډول(١٥٠٠)ميلیونه ټنه نفت واردوي، د شمېرو له مخې د نړۍ په سلو کې (٧٧)فيصده نفت په امريکا کې په مصرف رسيږي چې د دې نفتو د کارولو له امله امريکا زيات مقدار توليدات کوي، بيا يې صادروي چې د دې هېواد د اقتصادي پياوړتيا سبب ګرځېدلې. امريکا په نړۍ کې تر ټولو لومړې درجه د ډبرو سکرو صادرونکی هېواد دی چې زيات مقدار يې جاپان، کاناډا اوغربي اروپا ته صادروي، له دې لارې څخه امريکا ته زياته برخه عوايد په لاس راځي. د فلزي ډبرو په استخراج او لګښت کې هم صنعتي هېوادونه لوړ مقام لري، د بېلګې په ډول ١٩٧٩م د احصايوي ارقامو له مخې دغه هيوادونه (٤٩٤) ميلیونه ټنه فولاد توليدوي، او په صنايعو کې په مصرف رسوي چې بيا دغه صنايع نورو هېوادونو ته صادروي او له هغوی څخه زيات عوايد ترلاسه کوي. سويډن هر کال ١٦-١٨ ميلیونه ټنه اوسپنه، برازيل او روسيه هم هر کال ٨٠،۸۰ ميلیونه ټنه اوسپنه نورو هېوادونو ته صادروي چې د دې څخه وروسته ايټاليا، اسټراليا، کاناډا او هند د اوسپنې لوی صادرونکې هېوادونه دي. معدنې زېرمې او سرچینې د هېوادونو په ملي اقتصاد کې زیات ارزښت لري. مونږ بايد دې ته متوجه شو د خپل ملي اقتصاد د پياوړتيا لپاره دا ډول زېرمې له پامه ونه غورځوو، زمونږ هېواد د دغو سرچینو او کانونو له پلوه ډېر غني او شتمن هېواد دی. که اقتصاد علماء او پلان جوړونکي دغه سرچینې په علمي او سم ډول د کار لاندې ونيسي او ښې او مناسبې لارې چارې ورته طرحه کړي نو افغانستان به د نړۍ پیاوړی اقتصادي ځواک شي.

د افغانستان طبیعي سرچینې

 په افغانستان کې زیات شمېر طبیعي سرچینې شتون لري چې لاندې ترینه لنډه یادوونه کوو:

 ۱- د ډبرو سکاره: په افغانستان کې (٣٠٠٠-٥٠٠٠) ميلیونه ټنو پوري د ډبرو سکاره شته چې د هېواد په جنوبي او شرقي سیمه کې شتون لري مهم کانونه یې عبارت دي له: د صوف درې کان، د اشپشتې کان، د کوکران کان، د چوبي مسجد، سبزک او داسې نور کانونه.

۲– نفت او ګاز: د افغانستان د پترولو طبیعی سرچینو پلټنه د ۱۳۱۴هـ ش کال څخه پیل شوې، د پلټنو څخه وروسته دا پایله لاس ته راغلې، چې د پترولو طبیعي سرچینې د هرات، شبرغان، ميمنې، کندوز، تالقانو او د آمو سيند په جنوب ابدان ميرعالم کې تثبيت شوې. افغانستان د پترولو په ذخېرو سربېره د طبیعي ګازو ډېرې ښې او په زړه پوري سرچینې لري، چې دا سرچینې هم زیاتره د افغانستان په شمالي سيمو کې دي. اوسني وخت کې په دغه پورتنیو سيمو کې د طبیعي ګازو ظرفيت ٦٢ ميليارد متر مکعب اټکل شوې، د پترولو او طبیعي ګازو په توليدولو سره به د افغانستان عواید لوړ شي، چې له يوې خوا بهرني اسعار لاسته راوړي او له بل پلوه د داخلي سرچینو په لېږد رالېږد کې مرسته کوي.

۳- اوسپنه: زمونږ د هېواد په ګڼ شمېر سيمو کې د اوسپنې ماده شتون لري، اوسپنه يوه اقتصادي ماده ده چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو لکه: کندهار، ميمنه، هرات، ارزګان، پکتيا او په ځانګړي توګه باميانو کې شتون لري. د کندهار د خاک رېز په سيمه کې د اوسپنې کان شته چې د هغې زېرمې د درې ميلیونو ټنو څخه زيات اټکل شوی، د هغو نښو نښانو څخه چې د دې کان شاوخوا کې ليدل کېږي داسي پایلې په لاس راځي چې په لرغونو زمانو کې د هغه ځای خلکو له دغه کان څخه ګټه اخیسته. همدا ډول د کندهار د چېنار ماڼو خېلو د اوسپنې د کان زېرمې چې د بي بي ګوهر د سربو د کان په څنګ کې پروت دی ګټه ترینه اخیستل کیږي د ځانګړي اهميت وړ دی. د جبل السراج د اوسپنې کان چې د جبل السراج د صنعتي ښار په نهه کیلومترۍ کې پروت دی، د پخوا زمانو څخه د چاريکارو او د هغې شاوخوا سيمو د خلکو لخوا څخه کارول شوی دی، د چاقو ګانو، د بېل او نورو شيانو په جوړولو کې نوم لري د دې سيمې د اوسپنې د کان څخه ګټه پورته کوله. د فيض آباد ښار په دېرش ميله کې د اوسپنې سرچینې شته او د لرغونو زمانو څخه د هغو سيمو خلک د چودنې ديګونو او د تېلو څراغونو په جوړولو کې ترېنه کار اخیستو. د حاجي ګک د اوسپنې کان د مرکزي آسيا د ډېرو مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي، چې د کابل د شمال لويديځ په ١٤٠کیلومترۍ کې پروت دی او د بحر له کچې څخه د دې کان جګوالې له٢٠٨٠ څخه تر ٤٠٠٠ مترو پوري رسيږي. که چېرې د مرکزي آسيا جيولوژيکې نقشې ته د ايران، روسیې جنوبي برخي او پاکستان وګورو ليدل کېږي چې د حاجي ګک د اوسپنې کان د کیفیت او په زړه پورې زېرمو له پلوه د دې سيمو د ډېرو مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي. د حاجي ګک د اوسپنې کان د فيصدۍ له پلوه د دې سيمو د غني کانونو په ډله کې راځي. د حاجي ګک کان ټوله ذخيره د ٢ میلياردو ټنو په اندازه ده او د اوسپنې منځنۍ اندازه يې په ١٠٠ کې ٦٣  اټکل شوې ده. څرنګه چې په دې سيمه کې د اوسپني نورې سرچینې نشته د حاجي ګک د اوسپنې کان يو ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. دا ښکاره خبره ده د يو هيواد صنايعو ستنې د فلزاتو او ځانګړي ډول د اوسپنې د ويلو کولو په بنسټ ولاړې دي. هغه هېوادونه چې اوسپنه او د اوسپنې د ويلو کولو فابریکې نلري ماشين آلات د نورو هېوادونو څخه واردوي چې زیات لګښت لري او اقتصاد یې زیانمنوي. د فلزاتو د وېلې کولو صنايع د يو هېواد اقتصادي بنسټ تشکیلوي، د افغانستان په شان هېوادونو لپاره چې د اومو موادو ښې سرچینې لري د اقتصاد د پیاوړتیا ښه لامل ګڼل کیږي. د اوسپنې د ويلو کولو د کورونو جوړولو لپاره لاندې دری مهم لاملونه بنسټیز شرطونه ګڼل کېږي.

1- د اومه موادو لکه د اوسپنې، ډبرو سکرو او داسې نورو سرچینو تثبیتول.

2- د اقتصادي ښو شرايطو لکه موقعیت، ظرفيت او تقاضا (د خرڅلاو بازار) برابرول.

3- د ماشينونو برابرول او نصبول لکه د چودن او د فولادو د جوړولو فابريکې.

۴- کرومين: کرومين په لومړی درجه فولادو کې کارول کېږي چې د لوګر په ولايت کې شته او ٤٢ فيصده کرومين لري او اندازه يې١٨٠٠٠ټنه اټکل شوې.

۵- سرب او جست: د سربو او جستو کانونه د هندوکش د لړيو د بېلا بېلو طبقو په ډبرو لکه هزاره جات، مزارشريف، قطغن، بدخشان، او کندهار کې تثبيت شوي دي. د کندهار د ښار په۸۲ کیلومترۍ کې، د کندهار او کجکي د سرکونو تر منځ د بي بي ګوهر غره ته نږدې د سربو او جستو سرچینو په هکله څېړنې شوې او په پایله کې د سربو او جستو د کیندنې وړ سرچینې د٦٩٠٠٠٠٠  ټنو په اندازه اټکل شوي، چې له دې ډلې څخه په سلو کې ٣٠ سلنه سرب او په سلو کې ٨ سلنه جست تشکیلوي.

۶- يورانيم: دا يوه فوق العاده قيمت لرونکې ماده ده، فوق العاده انرژيکي پوتنشيل لري او په لوړه ستراتيژيکې مادي نومول شوې، له دې مادې څخه اتومي انرژي او د بريښنا په لاسته راوړلو کې هم ډېر کار اخیستل کېږي چې دا ماده د کندهار او هلمند اړوندو سیمو کې شتون لري.

۷- سپين زر(نقره) او سره زر(طلا): دغه دوه عناصر زمونږ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې شته دي، د سپينو زرو سرچینې په سيم غره، د کندهار د بي بي ګوهر د سربو او جستو د کانونو د رګونو سره يو ځای تثبيت شوي دي. د سرو زرو زېرمې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تثبيت شوي دي، زیاته اندازه د کوکچي په سيند کې موندل کېږي. د سرو زرو د کانونو زېرمې د بدخشان، کندهار او زابل په ولايتونو کې شتون لري چې د زابل ولايت د زرخشان آنګوري او د کرستو په سيمه کې يې زياتې سرچینې اټکل شوي دي.

۸- کريمه ډبرې: کومې کريمه ډبرې چې په افغانستان کې پيدا کېږي ډېرې نوموتې يې لاجورد، لعل او ياقوت دي خو ډير مهم یې لاجورد دي. د افغانستان لاجورد د نړۍ د ډېرو ښو لاجوردو څخه ګڼل کېږي، ارزښت لرونکې کان یې سرسګ په سيمه کې د کوکچې د سيند په ختیځ او د حضرت سعيد جنوبي ډډې ته په ۳۵ کیلومترۍ کې او د بحر له کچې د ۲۳۰۰ تر ٧٥٠٠ مترو پورې لوړ پروت دی، د دې سيمې لاجورد د کوچنيو ذراتو په ډول د مرمرو د طبقو په منځ کې د منظمو ليزونو لوی او کوچني بلورونه په بڼه ډېر لږ او په ګرانه پيدا کېږي. په افغانستان کې د لاجوردو سرچینې  ١١٧٠٠ کیلو ګرامه اټکل شوي، خو هغه څېړنې چې د افغانستان د لاجوردو د سرچینو په اړه شوي د دې سيمې د لاجوردو سرچینې یې د ٢٠٠ ټنو په اندازه اټکل کړې. د لاجوردو په را ایستلو او صادرولو سره هېواد ته زیات عواید راځي او د افغانستان اقتصاد پرې پياوړی کیږي.

پایله

 د پوهنيزو څېړنو له مخې دې پایلې ته رسیږو چې زمونږ هېواد د طبیعي سرچینو او مهمو اقتصادي زېرمو له پلوه ډېر شتمن هېواد دی. دا سرچينې که په سم ډول وپلټل او په لګښت ورسول شي، د پرمختللې ټکنالوژۍ، مهارت، مسلکې کادرونو څخه په ګټې اخیستنې او پانګې په کارولو سره نو د هیواد اقتصادي ځواک به مو نور هم پیاوړی شي. د هېواد سيندونه مهار او بندونه پرې جوړ شي نو د هېواد کرنیزې ځمکې به آبادې، نوې کرنیزي ځمکې به جوړې شي، د بریښنا په جوړولو سره به کارخونې جوړې شي، خلکو ته به د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد به پیاوړی شي. د هېواد کانونو ته که اړینه پاملرنه وشي او د هغې د کیندنې(استخراج )چارې د عصري تخنيک سره سم تر سره شي چې د هېواد په صنعتي کېدو او ملي اقتصاد په پياوړتيا کې به ستره ونډه ولري.

اخځلیکونه

۱- امين، پوهاند حميدالله(١٣٨٧ لمريز )جغرافيۀ سياسي. کابل: کابل پوهنتون.

۲- سيد داود صميم (١٣٨٦ ) د افغانستان اقتصاد لکچرنوټ.

۳- شبان محمد انور و اسد محمد نعيم. اقتصاد بين المللي وممالک رو به انکشاف.

۴- داکتر بلوچ(۱۳۸۴ ه ل)د کرهڼې اقتصاد لکچر نوټ.ننګرهار پوهنتون.

۵- عارض غلام جيلاني(١٣٨٣)ه ل. دافغانستان سیندونه.

۶- د پوهنې وزارت( د یوولسم او دولسم ټولګیوو جغرافیه درسي کتابونه).