د سلطان بند اقتصادي ارزښت ته کتنه
لیکوال: قیس احمد
سریزه
اوبه د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو څخه بلل کېږي چې پر هغه سربېره د کرنې او صنعت په پرمختګ، د چاپېریال په ساتنه او د انساني ژوند په نورو برخو کې هم مهم رول لوبوي. د دې مادې ارزښت په دې وروستیو لسیزو کې څو برابره زیات شوی او مهم لامل یې له یوه لوري پرلهپسې وچکالۍ او له بل لوري د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې دي.
افغانستان هم په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو دی چې وروستیو وچکالیو او اقلیمي بدلون ډېر اغېزمن کړی. د دې ناوړه اغېزو د مخنیوي یوه مهمه او اساسي لار د روانو اوبو او موسمي سیلابونو د راګرځولو لپاره د اوبو بندونو جوړول دي. په افغانستان کې په بېلابېلو وختونو کې د امکاناتو تر حده په مختلفو سیمو او ولایتونو کې د اوبو بندونه جوړ شوي، چې یوشمېر یې بیا د جګړو، ناامنیو او طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او بیارغونې ته اړتیا لري.
له دې بندونو یو هم د سلطان بند دی. دغه بند د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې موقعیت لري چې تاریخي قدامت یې پېړیو ته رسېږي. خو د نه پاملرنې له امله یې یوشمېر برخې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او بیارغونې ته اړتیا لري چې د بیارغونې تدارکاتي پروسه یې څو ورځې وړاندې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۶مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شوه.
دا چې دغه بند څومره اقتصادي ارزښت لري، د چاپېریال په ساتنه او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د مخنیوي په برخه کې څومره مهم دی، موږ په دې مقاله کې پرې لنډې خبرې کوو.
تاریخي قدامت
سلطان بند د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د هېواد له تاریخي او انجنیري شاهکارونو څخه بلل کېږي. دغه بند د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی چې تاریخي قدامت یې له ۱۰۰۰ کلونو اوړي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون پخوانی استاد محمد عاصم مایار وايي: «دا بند د تاریخ په اوږدو کې څو ځلې ویجاړ او بیارغول شوی. د تاریخي یادښتونو په اساس لومړی ځل د سلطان علاوالدین غوري له لوري په ۱۱۵۲م کال کې ویجاړ شو. وروسته بیا د بابر له لوري په ۱۵۲۶م کال کې ورغول شو. ۳۰۰ کاله وروسته د یو انګرېز چې د دوست محمد خان دربار ته راغلی و په یادښتونو کې ویل شوي چې د سلطان بند د جوړېدو نه دی. همدارنګه د انګریزانو له راتګ وروسته یې نوم په ځینې نورو کتابونو کې هم ذکر شوی. بلاخره په ۱۹۰۱م کال کې نوی بند پر همدې بنسټ جوړ شو چې د پخواني بند یو برخه هم پهکې د لیدو وړ ده.»
د یاد بند نوم هم د سلطان محمود غزنوي له نوم څخه اخیستل شوی او هغه وخت کې دا ډول معمول وو، چې د لویو پروژو، بندونو یا ودانیو نومونه د واکمنانو یا بنسټګرو په نومونو ایښودل کېدل، ترڅو د هغوی د واک او ځواک سمبول وګرځي او یادګار پاتې شي.
تخنیکي مشخصات
د سلطان بند جوړښت د هغه وخت لپاره د انجینرۍ یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. دغه بند د هغه وخت په موجوده موادو لکه تیږو، ګچ او خټو جوړ شوی و. سلطان بند په داسې ډول ډیزاین شوی چې د غزني سیند اوبه ذخیره کړي او د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره وکارول شي. یاد بند هغه مهال یوازې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو ذخیره کولو په هدف په پام کې نیول شوی و او د برېښنا تولید لپاره پکې کومه انجنیري ځانګړنه په نظر کې نه ده نیول شوې.
د سلطان بند د اوږدوالي او لوړوالي مشخصات په تاریخ کې نه دي ثبت شوي، خو د هغه وخت لپاره یې ظرفیت او جوړښت ډېر اغېزمن بلل کېږي چې ترې دې لاندې سیمو کرنیزو ځمکو، کاریزونو او د څښاک اوبو څاګانو ته یې د اړتیا وړ اوبو ذخیرې تغذیه کولې.
د دغه بند لومړی فاز پخوا جوړ شوی او د دوهم فاز چارې یې نیمګړې پاتې وي چې اوسمهال یې د پاتې چارو د بشپړولو پروژه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور او د اوبو او انرژۍ وزارت د تخنیکي ټیمونو له لوري پر مخ وړل کېږي. په دغه پروژه کې د بند د ټولو هغو برخو بیارغونه شامله ده، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي. د دغه بند یوه کوچنۍ برخه په ۲۰۰۵ م کال کې د اوبو زیاتوالي له امله ونړېده چې په میدان وردګ او غزني ولایتونو کې یې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، باغونه، لسګونه پلچکونه، یوشمېر لوی پلونه، سلګونه څاروي او پر دې ټولو سربېره په غزني ښار کې شاوخوا ۵۰۰ دوکانونه تخریب او یوشمېر یې له منځه یووړل. دغه بند په ټوله کې د ۱۲ میلیون متر مکعب اوبو په ذخیره کولو سره د ۱۵ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو وړتیا لري.
اقتصادي ارزښت
سلطان بند د روانو اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو د راګرځولو، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او همدارنګه خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو له امله ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. دغه بند د دوهم فاز په بشپړېدو سره د شاوخوا ۱۲ میلیون مترمکعب اوبو په ذخیره کولو سره د ۱۵ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې ۳۰۰ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
سلطان بند د غزني ولایت د خواجه عمري، اندړو او قرهباغ ولسوالیو او همدا راز د لسګونو نورو کلیو د بزګرانو لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري. د یادو ولسوالیو په زرګونو بزګرانو خپلې ځمکې د سلطان بند په اوبو ابادې کړې دي، چې د انګورو، خټکیو، غنمو، کچالیو او بېلابېلو سبزیجاتو په ګډون ترې مختلف ډوله کرنیز محصولاتو ترلاسه کوي او له دې لارې د خپل ژوند ورځني لګښتونه پوره کوي.
د کرنیزو ځمکو پر ابادۍ سربېره یې هغوی ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړې او د موسمي سیلابونو د راوتلو په صورت کې یې له لوی خطر او ګواښ څخه هم امن ورکړی دی. همدا راز تر دغه بند لاندې ابادو ځمکو د چاپېریال په ساتنه کې خورا مثبت رول لوبولی دی. هلته په زرګونو هکټاره باغونه او پالیزونه جوړ شوي چې سیمې ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
همدا راز سلطان بند د وچکالیو پر مهال په سلګونو زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له جدي خطر څخه ژغورلې دي. د همدې بند د اوبو له ذخیرې یې څاګان تغذیه کېږي او هغوی ژوند پر مخ بیايي. پر دې سربېره دغه بند د غزني ولایت په سیاحت کې هم هم رول لوبولی دی. په ځانګړي ډول په پسرلي کې په زرګونو هېوادوال او همدا راز بهرني وګړي د دغه بند لیدو ته ورځي چې اسلامي امارت ته یې د عوایدو ښه سرچینه هم پيدا کړې ده.
پایله
سلطان بند د افغانستان لپاره د یوې مهمې تاریخي پانګې په توګه خورا زیات تاریخي ارزښت لري، چې تاریخي قدامت یې له زرو کلونو اوړي. پر دې سربېره دغه بند د لوی حجم اوبو په ذخیره کولو سره د میدان وردګ او غزني ولایتونو په لسګونو زرو بزګرانو ته د کار زمینه برابره کړې، هغوی یې د موسمي سیلابونو د راوتلو له لوی خطر څخه ژغورلي، د وچکالیو پرمهال یې د څښاک پاکو اوبو سرچینې تغذیه کوي، د چاپېریال ساتنې او سیاحت سکټور د پرمختګ په برخه کې یې مهم رول لوبولی او په مجموع کې دغه بند په ځانګړي ډول د غزني ولایت لپاره یوه اقتصادي پروژه پاتې شوې ده.