د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو شالید او اوسنۍ اقتصادي اړیکې

لیکوال: م. عبدالله عزام
په ۹۰یمه لسیزه کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د ازبېکستان او امارت ترمنځ اړیکو بېلابېل پړاونه وهلي دي. د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان او ازبېکستان تر منځ اړیکې هم د سیاسي تحولاتو له امله وخت نا وخت اغېزمنې او له منفي او مثبتو مرحلو تېرې شوې دي. کابل او تاشکند اوسمهال تر بل هر وخت د سیاسي اړیکو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لري. د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال ازبېکستان ځکه څه نا څه خوابدی او ګیلهمن و چې د دوی په اند د تاشکند مخالفین لکه قاري طاهر جان یلداش، جمعه نمنګاني او یوشمېر نورو ازبېکانو ګنې د اسلامي امارت په لیکو کې ځای درلود او ازبېکستان ترې ګواښ محسوساوه. د عکس العمل په توګه ازبېکستان هغه مهال له افغانستان سره خپله یوازینۍ د حیرتان بندر لاره د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړله.
پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته ازبېکستان له اسلامي امارت سره اړیکې سړې او پیکه کړې، خو د روانې پېړۍ په دویمه لسیزه کې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي ادرس له رامنځته کېدو سره سم ازبېکستان یو ځل بیا له امارت سره اړیکې پالل پیل کړل. د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي به وخت نا وخت په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مسوولینو سره کتل او د سیاسي دفتر د رهبرۍ غړو به هم ځینې وخت دغه هېواد ته سفرونه کول.
د کابل تر فتحې وروسته ازبېکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اسلامي امارت سفیر یې ومانه، له نوي نظام سره یې په بېلابېلو مجالاتو په ځانګړي ډول اقتصادي مسائلو کې خپلو اړیکو ته لا پراختیا ورکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه کچه سفرونه ترسره شول.
د ۲۰۲۴ کال د اګست په اوولسمه د ازبېکستان لومړی وزیر ښاغلی عبدالله عارف اوف د کابینې له یوشمېر وزیرانو او تخنیکي ټیمونو سره کابل ته راغی. نوموړي د اسلامي امارت له لوړ رتبه مسوولینو سره پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې او یولړ تفاهمنامې لاسلیک شوې. د همدې سفر په تعقیب او د ازیېکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه پلاوي چې په ترکیب کې یې یو شمیر وزیران هم موجود وو، د فبروري میاشتې په ۲۲مه نېټه ازبېکستان ته دوه ورځنی سفر وکړ او پر مهمو اقتصادي مسایلو یې بحثونه درلودل. دا سفر د اسلامي امارت د مسوولینو د نورو ټولو سفرونو په پرتله ځکه د اهمیت وړ و چې د اسلامي امارت پلاوی په رسمي مجالسو کې له خپل رسمي بیرغ سره راڅرګند او د کوربه هېواد له لوري د رسمي استازو په توګه تعامل ورسره وشو. د دغه سفر ځینې مهم موضوعات په لاندې ډول دي:
۱- دا چې افغانستان د معادنو له کافي ذخایرو برخمن او داسې نادر عناصر لري چې د معاصر پرمختللي صنعت اساس تشکیلوي، ځکه د سیمې او نړۍ سترګې پرې خښې دي. ازبېکستان هم د افغانستان په معدنونو په ځانګړي ډول د اوسپنې برخه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده او په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۲- دا چې افغانستان د برېښنا پېر او ازبېکستان یې پلور ته اړتیا لري، له ازبېکستانه د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژې پر عملي پیل او ژر بشپړېدو دواړو لوریو ټینګار درلود. ازبیک لوري ژمنه وکړه چې د قرارداد له لاسلیک سره سم به یې په لسو ورځو کې عملي کار پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې اړوند ټول اسناد د افغانستان له لوري بشپړ او له ازبیک لوري سره د نظر اخیستنې په موخه شریک شوي دي.
۳- د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله اوسمهال زیاته شوې ده او دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ښې همغږۍ او همکارۍ پایله ده. په دې سفر کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د غیر متوازن سوداګریز بېلانس په اړه هم خبرې وشوې. له ازبیک لوري وغوښتل شول چې د افغان کرنیزو او صنعتي محصولاتو اخیستل زیات کړي، څو په دې سره په سوداګریز بېلانس کې نسبي توازن رامنځته شي. ازبیک لوري ومنله او زیاته یې کړه چې د ازبیکستان او افغانستان تر منځ به د ترجیحي اقلامو د توافقنامې له لاسلیکېدو سره نسبي بېلانس ته ورسېږو.
د ترجیحي اقلامو توافقنامه د افغانستان له لوري تر کار لاندې ده او تمه ده چې ژر به بشپړه شي.
۴- د دواړو هېوادونو د مسوولینو ترمنځ په لیدنو کتنو کې ټینګار وشو چې د افغانستان په خاوره کې هم باید د ترمذ په څېر مشترک بازار رامنځته شي، څو د دواړو هېوادونو تولیداتو او محصولاتو ته مشتریان اسانه لاسرسی ولري او مارکېټ ورته میسر وي.
۵- اسلامي امارت پلان لري چې له حیرتان څخه تر هرات او له هغه ځایه د کندهار تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ شبکه وغځوي، څو منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل او په عین حال کې ازبېکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان هم یو له بل سره ونښلوي. د لومړنیو څېړنو له مخې، د اوسپنې پټلۍ دا مسیر د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ شبکې په پرتله چې له حیرتان څخه پیل، له مرکزي ولایتونو څخه په تیریدو د پکتیا په خرلاڅۍ کې له پاکستان سره وصلېږي؛ هم کم مصرفه او هم یې مسیر لنډ دی. افغان-ټرانس په خپل مسیر کې له غرونو په تېرېدو لسګونو کیلومترو تونلونو ته اړتیا لري چې لګښت زیات او پلي کول یې ډېر وخت اخلي. په داسې حال کې چې له شمالي ولایتونو تېرېدونکی د اوسپنې پټلۍ دا نوی مسیر له هوارو ځمکو تېرېږي.
د اوسپنې پټلۍ د دغه نوي مسیر د هرات-کندهار فاز د سروې او ډیزاین چارې د فبروري په میاشت کې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې. ازبېکستان ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په وروستي سفر کې ازبیک لوري ژمنه وکړه چې له حیرتان تر هرات پورې د غځېدونکي فاز د سروې لپاره به خپل تخنیکي ټیم په لنډ وخت کې افغانستان ته راولیږي او په خپلو لګښتونو به یې چارې پیل کړي.
افغانستان د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ډېره د پاکستان او ایران پر لارو متکي دی او له چین ډېری سوداګریز توکي د همدې هېوادونو د سمندري لارو په واسطه صادر او واردوي. ځینې ګاونډیان د افغانستان له دې اړتیا د سیاسي وسیلې په توګه استفاده کوي. د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د رسېدو پر مهال په یوه او بله بهانه لارې تړي چې له امله یې هر کال افغان بزګران لسګونه میلیونه ډالر زیان ویني. د اوسپنې پټلۍ یاده پروژه د هغې سلسلې کړۍ ده چې افغانستان یې په وسیله د ازبېکستان او قرغېزستان له لارې له چین او روسیې سره د وصلېدو پلان لري او په اړه یې له یادو هېوادونو سره خبرې اترې جریان لري. دا پروژه نه یوازې دا چې پر ګاونډیو د افغانستان اتکاء راکموي، بلکې د ایران او پاکستان د مسیرونو په پرتله هم لنډه او اقتصادي ده چې د سوداګرۍ حجم به ورسره زیات شي. د پاکستان او ایران له لارې له چین د افغان سوداګرو مالونه لږ تر لږه په ۴۰ ورځو کې را رسېږي، خو په دې مسیر به له ۱۲ تر ۱۵ ورځو وخت ونیسي او لګښتونه به یې له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې را ټیټ شي. د افغانستان له پاره د یادې پروژې اهمیت ته په کتو، ویلی شو چې دغه پروژه د یاد سفر له تر ټولو مهمو مطرح شویو موضوعاتو څخه وه.
۶- ازبیک لوري په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د پانګونې په موخه د ځمکو تقاضا وکړه. دا چې د افغانستان شمال د کرنې له پاره پراخې او مناسبې ځمکې لري او د قوش تیپې اوبه پرې سپرې دي، افغان لوري د پانګې د جلب او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ځمکې د ورکړې په اړه خپل چمتووالی وښود. دا چې ازبیکستان به له دې ځمکو څخه د کوم زراعتي محصول د تر لاسه کولو لپاره استفاده وکړي، وروسته به معلومه شي؛ خو د کرنې په برخه کې د ازبیکستان د پانګونې تمایلاتو ته په کتو ښایي تاشکند د ټوکر صنعت لپاره د خامو موادو د تهیه کولو په موخه په دې ځمکو پنبه او یا هنجه وکري. د یادو کرنیزو محصولاتو کښت په افغانستان کې د کوکنارو د ښه بدیل په توګه د خلکو پام ځانته اړولی او ازبیک سوداګر یې هم په پراخه کچه پېري. د معلوماتو له مخې، ازبېکستان هنجه د خپلې ځانګړې استفادې لپاره پروسس کوي او هم په هند کې ستر مارکېټ ورته لري.
د افغانستان او ازبېکستان تر منځ اوسنیو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په کتو تمه کېږي چې دغه دوه ګاونډي هېوادونه به له یو بل سره د دیني، کلتوري او ژبنيو مشترکاتو درلودلو له امله خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پراخ کړي او له دې پرته به په نورو بېلابېلو مجالاتو کې هم همکاریو ته لار پرانیزي.