د افغانستان زعفران او د هغو اقتصادي ګټې

زعفران

سریزه

افغانستان یو کرنیز هېواد دی او کرنه په دې هېواد کې په عنعنوي توګه د اقتصادي پراختیا له پاره یو باالقوه شاخص ګڼل کېږي. د افغانستان د کلیوالي سیمو خلک له پېړیو راهیسې تر ډېره په کروندو کې په کار بوخت دي او تر پنځوس سلنه زیاتې کورنۍ د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې د کرنې له سکټور څخه پوره کوي. کرنه په افغانستان کې د شلمې پیړۍ تر نیمايي پورې په بشپړه توګه دودیزه وه؛ خو له هغه  راوروسته د کرنې عصري کېدو ته پاملرنه وشوه او په دې برخه کې هڅې پیل شوې. د دې هڅو په لړ کې په افغانستان کې د نږدې څلور زره کرنیزو ترویجي مرکزونو جوړېدل، د اوبو د بندونو او کانالونو جوړېدل، د کوپراتیفي ټولنې او کرنیز بانک رامنځته کېدل، د کرنیزو تخمونو د اصلاح د مرکزونه جوړېدل، له بهر څخه د اصلاح شوو کرنیزو تخمونو را واردېدل او دې ته ورته ځینې نور کارونه ټول هغه ګامونه دي، چې پر افغانستان د پخواني شوروي تر یرغل وړاندې ترسره شوي وو؛ خو په ۱۹۷۹م کال کې د پخواني شوروي تر یرغل وروسته د افغانستان د نورو سکټورونو ترڅنګ د کرنې سکټور هم سخت اغیزمن شو. په هېواد کې د جګړو له کبله سړکونه، د اوبو لګولو سیسټمونه او د کرنې څیړنیز مرکزونه ویجاړ شول. ډیری خلک له هېواده ووتل او خپلې ځمکې یې شاړې پرېښودې. په عموم کې د افغانستان د کرنیز سکټور په برخه کې چې څه نا څه کارونه شوي وو، د هغو ډېری برخې د دې یرغل پرمهال له منځه لاړې او پاتې یې د افغانستان په کورنیو جګړو کې د اور خوراک شول.  په ۱۴۰۱ ل کال کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دې برخې ته تر ډېره بریده پام اوښتی دی. هڅه داده چې کرنیز سکټور بېرته په پښو ودرول شي او له دې لارې د عوایدو کچه لوړه شي. د دې هر څه موخه همدا ده چې د افغانستان هغه کرنیزې ځمکې چې د اوبو د نشتوالي له امله په شاړو دښتو بدلې شوې دي، کرنې ته چمتو او دې برخې ته وده ورکړل شي.

په افغانستان کې د زعفرانو کرکیله

لکه څنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې مخینه هم اوږده ده. دلته د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ زعفران هم اوږده سابقه لري. د زعفرانو د تاریخي مخینې سربېره، هېواد کې د زعفرانوکرکېله په ۱۹۹۱ یم کال کې پیل شوه، کله چې کډوال له ایران څخه بیرته راستنه شول د غوریان په ولسوالۍ کې یې د زعفرانو کښت پیل کړ، خو په رسمې توګه زعفرانو کرکېلي ته د بزګرانو هڅول او ملاتړ په ۱۹۹۸ م کال کې پیل شو. زموږ په هېواد کې د زعفرانو د کرکېلي مخینه دوه زره کلونو ته رسیږي، که څه هم ځینې په دې اند دي، چې افغانستان د هغو سیمو په کتار کې دی، چې د زعفرانو سرچینه ګڼل کیږي. ولې د کرنې دا برخه هم په هېواد کې د بهرنیو تاړاکونو له امله زیانمنه او ان په بشپړ ډول له منځه ولاړه. خو په دې وروستیو کلونو کې د زعفرانو کرکیله یو ځل بیا په هېواد په تیره بیا د هېواد په لویدیځ کې دود شوه. اوسمهال د دغه بوټي کرل په ځینو نورو ولایتونو کې هم دود شوي دي. دا چې زعفران د هېواد پر اقتصاد څه اغیزه لري لاندې لولو.

د زعفرانو اقتصادي ګټې

په افغانستان کې د زعفران تولید چې د افغانستان د سرې طلا په نوم هم یادېږي، په تېرو څو کلونو کې څو برابره شوی دی. زعفران په هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل کېدای شي. د یادولو وړ ده چې زعفران په هېواد کې د کوکنارو د تولید مستقیم او غیرمستقیم اغېز شنډولی شي. په همدې دلیل زعفران په هېواد کې د کوکنارو پر ځای د بدیل کښت په توګه یادېږي. سربېره پر دې، د زعفرانو کرونده ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري. دا په افغانستان کې د زعفرانو د کښت یوه لویه ګټه ده؛ ځکه هېواد مو تل له وچکالۍ سره مخامخ وي. سربېره پر دې، دا چې د کرنیزو محصولاتو د لازیات تولید لپاره ډېرو ځمکو ته اړتیا ده، په مقابل کې، د زعفران د کروندې لپاره ډېرې ځمکې ته اړتیا نشته او دا چاره د دې لامل کېږي چې په هېواد کې په میلیونونه کروندګر د زعفرانو کښت ته مخه کړي. دغه راز زعفران په کروندو کې یو زیات شمیر خلکو ته د کار زمینه هم برابریږي. زغفران د کارموندنې په برخه کې تر تولو غوره بوټی کڼل کیږي، چې په منځنۍ کچه هر کال په یوه هکټاره ځمکه کې ۲۷۰ کسان د زعفرانو پر کرکېلي، پالنه او راټولولو بوختېږي. له زعفران څخه استفاده په نړیواله سطحه ورځ په ورځ د ډېرېدو په حالت کې ده، اقتصاد پوهان وړاندوینه کوي چې د یاد بوټي نړیوال مارکیټ هم ورځ تربلې د پام وړ پرمختګ کوي او په نړيوال مارکېټ کې به زعفران ډېر ژر په یو استراتیژیک محصول بدل شي. له هغو ستونزو او ناخوالو لکه جګړو او طبیعي پېښو سره سره چې افغان کروندګر په تېرو څو لسیزو کې ورسره مخامخ وو، د زعفرانو د تولید صنعت هیله بښونکی دی. د زعفرانو کښت د سوکاله راتلونکي لپاره د هیلې کړکۍ کېدای شي؛ ځکه د دې بوټې په تولید سره په میلیونونه کروندګر پر ځان بسیا کېږي، اقتصاد به وده وکړي او د کلیوالو سیمو اوسېدونکو ته به چې د هېواد کابو ۷۴ سلنه وګړي جوړوي ډېره ګټه ورسېږي. اسلامي امارت لکه څنګه چې پورته اشاره ورته وشوه د کرنې برخې ته پاملرنه کړې او د کرنیزو محصولاتو له پاره یې د بازارموندنې او صادراتو له پاره یې د نویو سوداګریزو او ترانزیټي لارو د موندلو په برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. د هېواد په د ننه کې د اوبو بندونو جوړول، د لویو او مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو رغول، د سیمې له هېوادونو سره په دې برخه کې دوه اړخیز تړونونه او دې ورته نورې هڅې هغه څه دي چې اسلامي امارت د کرنې د ودې او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو له پاره ترسره کړې دي. دغه هڅې لا هم روانې دي. په کور د ننه د کرنې په سکټور کې د پانګې د جلب او جذب او د هغو له پاره په نړیوالو معیارونو د برابرو پروسس او بسته بندۍ د مرکزونو جوړول نور هغه څه دي چې اسلامي امارت یې د رامنځته کېدو په لټه کې دی. د دې کرنیزو محصولاتو په منځه کې یو هم د زعفران بوټی دی چې اسلامي امارت پوره پاملرنه ورته کړې ده. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو کښتونه زیات شوي دي.   د مسوولینو په خبره، د زعفرانو لوړو بیو او صادراتو ته په پام، د دغه بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پربنسټ په کورنیو بازارونو کې د یو کیلو زعفرانو بیه تر سل زره افغانیو رسیږي او د تېر کال په پرتله یې بیې هم لوړې شوې دي. په هرات کې د زعفرانو صادرونکو شرکتونو د مسوولینو په خبره، نړۍ‌والو بازارونو کې د هېواد زعفرانو ته لېوالتیا زیاته شوې ده. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د مالوماتو له مخې سږ کال دغه ولایت کې پر لس زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي. دلته یې موږ یوه ولایت ته اشاره وکړه چې د زعفرانو د کښت په برخه کې یې زیاتوالی راغلی دی. که چیرې په همدې کچه د زعفرانو په کښت کې زیاتوالی راشي، نو له شک پرته چې دغه بوټی به د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او وده کې زیاته ونډه واخلي.

پایله

افغانستان د جغرافیایي موقعیت او جوړښت له امله یو ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. کرنه په افغانستان کې د اقتصادي ودې یو مهم محرک ګڼل کېږي. د افغانستان تر نیمايي زیات خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. همدا لامل دی چې د افغانستان په ملي اقتصاد کې ستر رول لوبوي. افغانستان د کرنې له پاره پراخې ځمکې لري او هوا یې هم تر ډېره بریده د دې له پاره مساعده ده چې کرنه پکې ښه وده وکړي. په تېر کې د کرنې برخې ته چندان پاملرنه نه ده شوې او د عصري کېدو په برخه کې یې کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي، چې وکولای شي د هېواد د کر وړ ټوله ځمکه په کرنیزه ځمکه بدله شي.  اسلامي امارت هڅه کوي چې د کرنې د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه، بازار ورته پیدا او له دې سره د عوایدو کچه زیاته کړي. د کرنې په برخه کې زعفران هغه محصول دی، چې کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ د سوداګرۍ په پراختیا کې هم مهمه ونډه لري. دا چې اوس یې په هېواد کې کښت ورځ تر بلې زیاتوالی مومي، نو په راتلونکي کې به دغه کرنیز محصول د هېواد یو له هغو محصولاتو څخه وي چې وکولای شي د ملي اقتصاد په وده کې خپل ارزښت په ډاګه کړي.