سړې خونې، اقتصادي ارزښت او د کرنیزو محصولاتو په خوندي ساتلو کې یې رول

مقاله

فضل ولي شیراني

سریزه

د سړوخونو د جوړېدو د اړتیا یو مهم دلیل دادی چې له دې لارې کولای شو کرنیز محصولاتو تر ډیرې مودې پورې وساتو. ډیری دغه ډول محصولات په کمه موده کې خرابېږي او د ساتنې له پاره یې اړتیا ده چې په داسې ځای کې وساتل شي چې د تودوخې درجه یې د محصولاتو د ساتنې له پاره مناسبه وي، تر څو د محصولاتو د کیفیت یا په بشپړ ډول له منځه تلو مخنیوی وشي. د مثال په ډول کولای شو ووایو چې زردالو، ګیلاس، مڼې، انار یا هم بېلا بېلې سبزۍ او داسې نور که چیرې په سړو خونو کې ونه ساتل شي، په څو ورځو کې له استفادې څخه وځي او خرابیږي. نو په کار ده چې د دې کرنیزو محصولاتو له پاره سړې خونې جوړې او کرنیز محصولات په خوندي ډول پکې وساتل شي. په دې سره کولای شو چې د سوداګرو او بزګرو د زیان مخنیوی وکړو او هم وخت پر وخت کرنیز محصولات بېلا بېلو بازارونو ته وړاندې کړو. افغانستان چې یو کرنیز هېواد دی او زیاتره وګړي یې په کرنه بوخت دي، ډیر کله د سوداګریزو لارو د بندیدو له امله یې زیاتره کرنیز محصولات یا خو له منځه ځي او یا هم په نیمه بیه پلورل کیږي. د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو له پاره د بازارموندنې او د دې محصولاتو د خوندي ساتلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي دي. دا مهال د هېواد په ځینو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د خوندي ساتلو په موخه د سړخونو جوړېدو ته مخه شوې ده. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د ۲۶ زره مټریک ټنو په ظرفیت د ۲۲ سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي. د دې ترڅنګ د خصوصي سکټور له لوري هم په ځینو ولایتونو کې سړخونې جوړې شوې چې د زرګونو ټنو کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري. دا چې سړخونې څه اقتصادي اهمیت لري، لاندې پرې غږیږو.

سړې خونې، اقتصادي ارزښت او د کرنیز محصولاتو په ساتنه کې یې رول

دا خو ټولو ته جوته او معلومه ده چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د خلکو ډېره برخه یې له کرنې سره تړاو لري. زموږ د بزګرانو د ستړیا او حاصل د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدل هغه اړتیا ده، چې نه یوازې د محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی کوي، بلکې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي. سړې خونې د دې وړتیا لري، چې د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخه ونیسي او بزګرانو ته دا زمینه برابره کړي، تر څو خپل حاصل په مناسب قیمت بازار ته وړاندې کړي. دا چاره د دې لامل ګرځي چې د بزګر عاید لوړ او په کورني بازار کې د میوو او سبزیجاتو نرخونه ثابت پاتې شي. د دې ترڅنګ د سړو خونو په جوړېدو سره د دې زمینه برابرېږي چې د صادراتو په کچه کې زیاتوالی شي. کوم کرنیز محصولات چې د ډیر وخت له پاره د ساتلو وړ نه وي، د سړو خونو په مرسته کولای شو هغه وساتو او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړو. په دې سره نه یوازې سوداګري پرمختګ کوي بلکې افغانستان ته د بهرنیو اسعارو د راتګ له پاره هم لار پرانستل کیږي.

دلته افغانستان دوې ګټې کوي یوه دا چې هېواد به د اقتصادي ځان بسیاینې په لوري سوق شي او له بل لوري به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي. له دې سره جوخت سړې خونې یوازې د محصولاتو د ساتنې ځای نه دی، بلکې د پانګوالو له پاره د اوږدمهاله ګټې یوه مهمه سرچینه هم ده. که چیرې په هېواد کې سړې خونې جوړې شي، په برکت به یې هم بزګر، هم سوداګر او هم مصرفوونکی ټول ګټه ترلاسه کړي. اسلامي امارت د سړو خونو اقتصادي اهمیت ته په کتو په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي. موده وړاندې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د یوې مهمې پرېکړې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په هېواد کې به د سړو خونو جوړوونکو ته د پنځو کلونو لپاره ټول مالیات معاف وي. دا پرېکړه د پانګوالو د تشویق، د بزګرانو د هڅونې او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو ارزښتناک ګام وبلل شو. له هغه وروسته د اسلامي امارت په ګډون خصوصي سکټور هم په افغانستان کې د سړخونو جوړېدو ته مخه کړې ده. د خصوصي سکټور له لوري په کابل، لوګر او کندوز کې د سترو سړخونو جوړېدل یې ښې بیلګې دي. خو اسلامي امارت په حکومتي کچه هم دې برخې کې اقدامات ترسره کړي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، اوسمهال د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي، چې هره خونه په ځانګړي ډول ۱۵۰۰ او په مجموعي ډول ۲۱زره مټریک ټنه ظرفیت لري. د دې ترڅنګ، د هېواد په شپږو زونونو کې هم د ۸ سړو خونو د جوړېدو چارې پیل شوې چې په مجموعي ډول ۵۰۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لري. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې په راتلونکي کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د چین له هېواد سره په ګډه د تازه میوو او سبزیجاتو د ساتلو لپاره ۳ سړې خونې جوړې شي، چې هره خونه به ۱۵۰۰ مټریک ټنه ظرفیت ولري. د دې خونو د چارو په بشپړېدو سره به د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د تازه میوو او سبزیجاتو د ساتلو په برخه کې د بزګرانو ستونزې د پام وړ راکمې او دغه توکي به د اړتیا په صورت کې په مناسب قیمت بازار ته وړاندې شي. د دې سړخونو په جوړېدو سره به له یوه لوري د بزګرانو کرنیز محصولات خوندي او په خپل وخت او په مناسبه بیه وپلورل شي، له بل لوري به د دې وېره نه وي چې که سوداګریزې لارې بندې شي، نو کرنیز محصولات به یا خرابېږي او یا به په نیمه بیه پلورل کیږي. په دې سره به هم سوداګري وده وکړي او هم به د بزګرانو په عوایدو کې زیاتوالی شي.

پایله

په ټوله کې د سړو خونو جوړېدل، د افغانستان د کرنې او اقتصاد لپاره د نوې هیلې پیغام دی. دا نوښت نه یوازې زموږ د بزګرانو د زحمتونو د خوندي کولو وسیله ده، بلکې د هېواد د ځان بسیاینې، د صادراتو د پراختیا او د خلکو د اقتصادي سوکالۍ لپاره یوه مهمه لاره هم ده. که په امارتي او خصوصي ډول د سړخونو د جوړېدو دغه لړۍ همداسې روانه وي، لرې نه ده چې د افغانستان کرنیز محصولات به هر وخت او په هر موسم کې نړیوالو بازارونو ته لار پیدا او د صادراتو کچه به لوړه شي.