په اقتصاد کې د برېښنا ارزښت

لیکوال: قیس احمد
سریزه
برېښنا د هېوادونو په اقتصادي ودې او د بشري ټولنې د مختلفو اړتیاوو لکه د خوراکي او څښاک توکو په برابرولو، سوداګریزو فعالیتونو ترسره کولو، روغتیايي او ښوونیزو خدماتو وړاندې کولو، برېښنايي حکومتولۍ، اداري فعالیتونو، امنیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او... اړتیاوو په پوره کولو کې د پام وړ مهم رول لوبولی دی. برېښنا د نړۍ په کچه د ډېرو مصرف کېدونکو توکو څخه بلل کېږي چې ورځ تر بلې ورته اړتیا مخ په زیاتېدو ده. دغه اړتیا د یو هېواد د صنعت په برخه کې تر نورو برخو زیاته ده. ځکه د قوي اقتصاد لپاره صنعت او د پياوړي صنعت لپاره بیا برېښنا تر ټولو اړینه ده. همدې ارزښت ته په کتو نن ورځ ټول هېوادونه کوښښ کوي چې په هېواد کې دننه د اړتیا وړ برېښنا د درلودو په صورت کې د خپلو مصارفو کچه راټیټه کړي. کله چې برېښنا ډېره او ارزانه وي، بیا صنعتي فابریکې زیاتېږي، د فابریکو په زیاتېدو سره خام مواد پر پخو اوړي او د تولید کچه لوړیږي. له دې سره کاري فرصتونه زیاتیږي چې په ورته وخت کې د بې وزلۍ او بې کارۍ ګراف راټیټېږي.
د برېښنا اقتصادي ارزښت
په نړۍ کې د برېښنا تولید مختلفې منابع موجودې دي، چې تر ټولو مهم هغه یې نوې کېدونکې او پاکې منابع دي. له نېکهمرغه افغانستان د نوې کېدونکې او پاکې برېښنا د مهمو سرچینو (لمر او باد) فوق العاده لوړ ظرفیت لري. د ترسره شوو څېړنو له مخې افغانستان په کال کې ۳۰۰ لمرینې ورځې لري چې ترې ۲۲۲ زره میګاواټه لمریزه برېښنا تولید کېدلی شي. همدا راز په مختلفو ولایتونو کې د بادي برېښنا لوړ ظرفیت هم شته چې د هېواد په کچه یې ټول ظرفیت ۶۶ زرو میګاواټو ته رسېږي. د لمریزې او بادي برېښنا ارزښت په دې زیات دی چې دا منابع د برېښنا تولید د نورو منابعو برعکس د زیات کاربن د تولید مخنیوی کوي. د برېښنا د تولید د نورو سرچینو لکه ډبرو سکرو او طبیعي ګاز خلاف د ګلخانهيي مضرو ګازونو له انتشار پرته برېښنا تولیدوي. دغه چاره د اقلیمي بدلون د مدیریت او کنټرول په برخه کې ډېره مؤثره ده او اوسمهال په نړیواله کچه ورته جدي پام اوښتی دی.
لمریزه او بادي برېښنا نوې کېدونکې منابع دي چې هېڅ محدودیت او پای نه لري؛ خو د برېښنا نور ډولونه لکه د ډبرو سکاره، نفت او طبیعي ګاز په نړیواله کچه ډېر په چټکۍ سره د خلاصېدو په حال کې دي. له همدې امله لمریزه او بادي برېښنا د ذکر شوو طبیعي منابعو په ساتنه کې ډېر مثبت رول لري.
له لمریزې او بادي برېښنا پرته د برېښنا تولید نورې سرچینې نایتروجن اکساید، سلفر ډای اکساید او نور زهرجن ګازونه منتشروي، چې د روغتیا لپاره ډېر زیان رسوونکي دي. د لمریزې او بادي برېښنا تولید اوبو ته اړتیا نه لري، چې هغه ککړې او له استفادې یې وباسي. لمریزه او بادي برېښنا په ډېر کم لګښت سره په ډېرې اسانۍ تولیديږي او د هغې وارداتي برېښنا له پېرولو مخنیوی کوي چې قیمت یې ډېر زیات دی. په دې سره کولی شو د وخت په تېرېدو پیسې سپما او په نورو پراختیايي برخو کې یې ولګوو.
د برېښنا د تولید په برخه کې د اسلامي امارت هڅې
د برېښنا اقتصادي ارزښت او په هېواد کې موجود ظرفیت ته په کتو اسلامي امارت جدي هڅې پيل کړې دي، څو په کور دننه له موجودو سرچینو په ځانګړي ډول له نوې کېدونکو او پاکو هغو(لمر او باد) څخه د هېواد د اړتیا وړ برېښنا تولید او په تدریج سره په دغه سکټور کې خودکفايۍ ته ورسېږي. په همدې موخه یې په یوشمېر ولایتونو کې د ۲۶۱ میګاواټه په ظرفیت او د ۲۲.۷ میلیارده افغانیو په پانګونې سره د لمریزې، بادي او ګازي برېښنا یوشمېر پروژې پيل کړې دي.
په دې کې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برېښنا، د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي برېښنا، د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، د ننګرهار ولایت شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا او د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې شاملې دي. د یادونې وړ ده چې په سروبي ولسوالۍ کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه عملاً ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
پایله
د لمریزې، بادي او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو او د تولید په پيل سره به په کابل، هرات، لغمان، لوګر او دې ته ورته نورو ولایتونو کې صنعت وده وکړي، د صنعت د پراختیا په موخه به نوې پانګه جذب شي، د خامو موادو تولید او تهیه به وده وکړي، د خلکو اړتیاوې به د باکیفیته کورنیو تولیداتو پر مټ په ارزانه بیه پوره شي، د صنعت د ودې لپاره به نوې ټکنالوژي او پرمختللې ماشینري راوړل شي چې په ورته وخت کې به یوشمېر هېوادوال په تخنیکي او مسلکي لحاظ و روزل شي، ډېری هېوادوالو ته به په کور دننه د کار زمینه برابره شي او بهرنیو هېوادونو ته به په قاچاقي او سختو لارو د هغوی له تللو مخنیوی وشي، د یادو ولایتونو د اوسېدونکو د ژوند کچه به ورسره لوړه شي، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې به یو اساسي ګام واخیستل شي او په مجموع کې به د انرژۍ سکټور په برخه کې د پانګونې د جذب کچه زیاته شي.