د افغان - قزاق سوداګرۍ فورم د پرانیستې مراسمو ته د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وینا
الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على سید الانبیاء والمرسلین و على آله و أصحابه أجمعين
أما بعد؛
قا الله تبارک و تعالی: وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ
د قزاقستان هېواد لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ راغلي پلاوي، د اسلامي امارت مسوولینو، د خصوصي سکټور نمایندهګانو، د رسنیو استازو او د غونډې ګډونوالو؛
السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
خو ښ یم چې نن په افغان – قزاق نړیوال نندارتون کې له تاسو سره ګډون کوم. دا په څه کم یو کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوهم نندارتون دی چې لومړی یې په آستانه او د دوهم یې دا دی په کابل کې پرانیسته کوو، چې د دواړو هېوادونو کورني تولیدات او محصولات پکې نندارې ته وړاندې کېږي.
تېر کال د قزاقستان په مرکز کې قزاق – افغان نندارتون ترسره شو، چې افغان صنعتکارانو او پانګوالو خپل تولیدات او محصولات پکې نندارې ته وړاندې کړل. د دې نندارتون په پای کې د دواړو هېوادونو د صنعتکارانو او پانګوالو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک سول، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او د صنعت د پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام وو.
د دواړو هېوادونو د ګډو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په موخه نن ورځ د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ حکومتي او خصوصي سکټور استازو په ګډون لوړ رتبه پلاوی په کابل کې د افغان – قزاق د دوهم نړېوال نندارتون د پرانیستې شاهدان دي، په نندارتون کې یې له ګډون څخه مننه کوو.
د داسې نندارتونونو موخه د دواړو هېوادونو تولیدات او محصولات یو بل ته معرفي کول دي، او په پایله کې یې کیفیت او کمیت ته هم توجه ور اوړي.
د دغو نندارتونونو له لارې به د دواړو هېوادونو صنعتکاران او سوداګر وکولای شي، چې د بېلابېلو تولیداتو او محصولاتو په برخه کې تړونونه وکړي او د یو بل له تجربو ګټه پورته کړي. دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او صنعت برخې د پرمختګ په برخه کې مهم رول ترسره کړي.
له قدرمنو هېوادوالو غواړم چې په دې نندارتون کې نندارې ته د وړاندې شويو افغاني توکو ترڅنګ قزاقي توکي هم واخلي.
باید ووایم چې موږ پرون د قزاقستان له ښاغلي هیئت سره ډېر ښه ګټور مجلس درلود او ولس ته د ښه، معیاري او اسانه خدماتو وړاندې کولو او نورو بېلابېلو اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي او ټرانسپورټي مسایلو بحث مو وکړ چې له جملې یې یوه مهمه د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د شبکې غځولو موضوع وه. اسلامي امارت د سیمه ییز اتصال دې پروژې ته د اهمیت په سترګه ګوري او هر ډول ملاتړ ته یې چمتو دی. داسې او نورو سترو اقتصادي پروژو ته په افغانستان کې اوس تر بل هر وخت ښه بستر مساعد دی او د پانګونې نور ګڼ فرصتونه رامنځته سوي دي.
په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته د زمینې په برابرېدلو سره نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم دلته پانګونه کولی سي چې ښه بېلګه یې د کانونو، د تېلو استخراج، صنعتي پارکونو، برېښنا تولید او نورو سکټورونو کې له افغان پانګوالو سره د آسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه سرمایهګذاري ده.
د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده او موږ په دې برخه کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده، چې ښه بېلګه یې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په حمل میاشت کې د شپاړس میلیارده افغانیو په ارزښت د ۹ زېربنایي پروژو پرانیسته وه، چې په پایله کې یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په پای کې یو ځل بیا له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو خصوصآ له افغان – قزاق پانګوالو څخه غواړم چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي. اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له پاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.
له توجو څخه مو مننه