د ټاپي پروژې عملې چارو پیل، ګټې او پر وړاندې یې شته خنډونه

لیکوال: عبدالله ایمل

مقدمه

ټاپي (TAPI)گاز پایپ‌لاین پروژه، چې د ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبیعي ګاز انتقال دی، د دې لویې پروژې په عملي کېدلو سره به افغانستان د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ په اقتصادي دهلیز بدل شي او د سیمې په سطحه له لویو پروژو شمېرل کیږي. د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې ګټورو پروژو له جملې څخه ده. د ټاپي د ګازو نل‌لیکه به، چې ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی او ۵۶ انچه قُطر لري، د ترکمنستان د سوېل گالکینیش (Galkynysh) څخه پيلېږي او تقریباً د ترکمنستان له خاورې څخه د ۱۵۰ کیلو مترو په تېرېدو سره به د افغانستان هرات ته دننه شي. دغه نل‌ليکه به تقریباً ۷۳۰ کیلو متره د افغانستان په خاوره کې تېره شي او له ترکمنستان څخه به د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه په تېرېدو د پاکستان کوېټې ښار ته ورسېږي او له هغه ځایه به بیا ملتان او د ۸۰۰ کیلو مترو له تېرېدو وروسته په هند کې خپل وروستي منزل فازېلکه (Fazilka) ته ورسېږي. د یادې پروژې پر سر لومړنی خبرې په ۹۰ مه لسیزه کې پیل شوې، او په ۲۰۰۸ م کال کې هند هېواد هم په رسمي ډول د یادې پروژې برخه شو، د همدې پروژې څخه اصلي موخه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ته د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز انتقال دی. په یاده پروژه کې ښکېلو هېوادونو د ۲۰۱۴ م کال په ورستیو کې د (TPCL) په نامه سهامي شرکت، چې په دې شرکت کې د ترکمنستان ګاز شرکت، د افغانستان د افغان ګاز تصدي، د پاکستان د ګاز سیستم خصوصي شرکت او د هندوستان ګیل خصوصي شرکت یې برخه‌وال دي. او د یاد شرکت عمده مسؤولیت د دې پروژې جوړول او مدیریت دی. او ټول‌ټال مصرف یې له ۹ څخه تر ۱۰ مېلیارد ډالرو تخمین شوی دی.

د پایپ لاین مسیر

د گازو دغه پايب لاين د افغانستان د هرات او کندهار له ولايتونو، د پاکستان د کويټي او ملتان ښارونو څخه تيريږي او د پاکستان — هند تر پولې د فاضلکه تر کلي پورې غزيږي. د دغه پايپ لاين ظرفيت په يوکال کې ۳۳ میليارد متر مکعبه طبیعي گاز دی. نو له دې کبله ددغې نللېکې ۲۱۴ کيلو متره د ترکمنستان په خاوره،  ۷۳۰کيلومتره د افغانستان او ۸۲۷ کيلو متره د پاکستان په خاوره کې تيرېږي. د ټاپی د پروژي طرح د يو شمېر هيوادونو له هغې جملي د روسيي د تائيد وړ گرځېدلې.

 

په نېږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیلېدل

د ټاپي پروژې عملي چارې به په نېږدې راتلونکي کې له هرات ولایته پيل شي. د TPCLشرکت اجرائیوي رئیس «محمد مراد امانوف» د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره لیدنه کې ویلي، ترکمنستان چمتو دی چې د دغه پروژې پيل په «۶۰۰» میلیونو ډالرو پانګونې سره له هراته  شروع کړي. نوموړي زیاته کړه، نړیوال اسلامي بانک، د اسيا پرمختیايي بانک او همدارنګه روسي، چینايي او ځینې عربي بانکونه هم په ټاپي پروژه کې پانګونې ته چمتو دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د پيل لپاره په افغانستان کې اوسنی رامنځته شوی وضعیت یو ښه فرصت بللی او زیاته کړې یې، اسلامي امارت د ټاپي پروژې په اړه ۹ رسمي شوي تړونونه له خپلې ارزونې وروسته د تطبیق وړ بولي او د یادې پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې

  1. افغانستان د مرکزي آسیا او سویلي آسیا د هېوادونو د وصل په نقطه بدلیږي؛
  2. د برېښنا په سکټور کې د دهلېز پرانیستلو ته د زمینې برابرېدل؛
  3. د سیمهءییزو هېوادونو ترمنځ اړیکې او ټرانسپورټ پراختیا مومي؛
  4. په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي؛
  5. د زیربناوې رامنځته کیږي؛
  6. د کال د څلورسوه مېلیونو ډالرو څخه زیات امتیاز به ملي عواید ته اضافه کیږي؛
  7. افغانستان به د دې پروژې څخه په لومړی لسېزه کې پنځه سوه متره مکعب ګاز، په دوهمه لسېزه کې یو میلیارد او په درېیمه لسېزه کې یو نیم میلیارده متره مکعب ګاز تر لاسه کوي؛
  8. لکه څرنګه، چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی، د دې پروژې د ګازو څخه په استفادې کولای شو، چې کیمیاوي سرې تولید کړو؛
  9. له هغو سیمو نه چې دغه نل‌لیکه تېرېږي بې له شکه سوداگري به ورسره غوړېږي؛
  10. په همدغه لاره به نورې ورته پروژې هم پلي شي د بېلګې په توګه د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژه او د انټرنیت فایبر کيبل؛
  11. او د دغې پروژې له بریاليتوب وروسته به بهرني پانګوال دلته پانګونې ته هم زړه ښه کړي.

 

د ټاپي پروژې سیمهییزې اغېزې

د ټاپي ګازو نل لیکه نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې ټول هېوادونه له اقتصادي ګټو برخمن کوي. ترکمنستان اوس مهال ۳۵ میلیارده متره مکعب ګاز په چین پلوري خو چین دغه ګاز له ترکمنستان نه په ټیټه بیه اخلي، له همدې امله ترکمنستان غواړي پر چین تکیه کمه کړي،چې وکولی شي خپل ګاز په مناسبه بیه وپلوري. هغه سيمې چی دا نلليکه به ورڅخه تېريږي هلته به کاروبار غوړيږي؛ دوکانونه، هوټلونه او بازارونه به جوړ شي، ډېر ځايي وګړي به د نل ليکی د ساتنی په موخه په دندو وګمارل شي او ډېر خلک به په بېلابېلو دندو کې مصروف شي. افغان مسلکي کارکوونکي به د عصري مديريت زده کړو فرصت ترلاسه کړي. پاکستان هم د دې پروژې نه اقتصادي ګټه پورته کوي. دغه هېواد به له هند نه هر کال سلگونه میلیونه ډالره د ټرانزیټي فیس په توګه ترلاسه کوي. د دې ترڅنګ په هغو سیمو کې چې دغه نللیکه تېرېږي خلکو ته د کار زمینه هم پیدا کوى شي، ددې نه علاوه پاکستان به د ګازو نه هم برخمن کېږي. د افغانستان اسلامي امارت رهبري د دې ډول برنامو پر تطبیق او پیل کېدو سره هڅه کوي، څو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره لاره هواره شي. د دې ډول لویو اقتصادي پروژو پلي کېدل له یو طرفه د کار زمینې برابروي او له بل لوري د اسعاري عوایدو د راتګ لامل کېږي. چې په دې توګه تر یوه حده د هېواد اسعاري اړتیاوې پوره کېږي او د مبادلې د نرخ له ثبات او په هېواد کې په ښه ډول د پولي سیاست د تطبیق په برخه کې مرسته کوي.

د افغانستان ټرانزیټي رول

د افغانستان د اشغال په دوران کې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو تر ډېر په سیاسي او امنیتي مسایلو کې یو له بل سره همکارۍ درلودې او د مناسباتو هسکې ټیټې به تر ډېره د همدې مسایلو پر محور راڅرخېدې، خو چې کله اشغال پای وموند او د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بشپړ واک ترلاسه کړ نو اوس د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو په اړیکو کې اقتصادي مسایل  د ستراتیژيکو اقداماتو بنسټ جوړوي. افغانستان ورو ورو د سیمې په کچه د انرژۍ او اقتصادي ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په ډګر کې په یوه مهم لوبغاړي بدلېدونکی دی. بېلګې یې په نېږدې راتلونکي کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې د عملي چارو پیل کېدل، د چابهار بندر پراختیا، د کاسا زر پروژو پیل کېدل او داسې نورې پروژې دي. بل خوا، د لاجورد دهلیز چې افغانستان د ترکیې او اروپایي هېوادو له بندرونو سره نښلوي، هم افغانستان ته د دې امکان ورکړی چې یوازې په سوېلي هېوادونو او بندرونو او ټرانزیټي لارو تکیه ونه کړي.

د ټاپي په پروژه کې د افغانستان ونډه

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۴۰۰ میلیون ډالره د ترانزیټ، او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه نو تر لسو کلونو۵۰۰  میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي. او د دې پروژې له لارې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د یادې پروژې ۷۳۰ کیلو متره به د هرات، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي. د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپلاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي.

هغه پروژې چې د ټاپي ترڅنګ به پلې شي

ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ یو شمېر نور وړې او لویې پروژې هم پلې شي. د دې پروژې بله برخه هم د ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا لېږد ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي. چې هر کال به د دې برښنا ترانزیټ له پلوه افغانستان ۱۱۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي او همداراز په هرات، فراه او کندهار کې به هم درې سبسټيشنونه جوړ شي. د دې ترڅنګ په سیمه کې به د نوري فایبر مزی هم ولیږدول شي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي. د ټاپي پروژې ترڅنګ بله پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلی لیږد. تر څنګ یې ویل کېږي چې د افغانستان تورغنډۍ د اورګاډي پټلۍ چې ۱۳ کیلومتره واټن لري د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت به د ترکمنستان له لارې ورغول شي.

پایله

د ټاپي پروژې له دوه لسیزو زیات وخت کیږي، چې د پیل او عملي کېدو خبرې یې کیږي. خو د یو لړ سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو له امله یې د پلې کولو امکان نه ؤو. د افغانستان د اشغال ختم او د سیمې د هېوادونو ګډ تفاهم او هڅو دېته زمینه مساعده کړې، چې د ټاپي پروژې کارونه عملآ پیل شي. په پلې کېدو سره له یوې خوا افغانستان د عایداتو سرچینه ترلاسه کوي او له بلې خوا د سیمې په سیاسي او امنیتي حالاتو د اغېز او تر پخوا د یوه ځواکمن دریځ په ترلاسه کولو توانېږي. د افغانستان اسلامي امارت پر دې ټینګار کوي، چې د سیمې په کچه باید ټول هېوادونه اقتصاد محوره او په متقابلو ګټو ولاړ سیاست غوره کړي. د افغانستان اسلامي امارت ته بنیادي پروژې اولویت لري او اهمیت ورکوي او پر وړاندې یې شته اقتصادي بندیزونو ته د سترو ننګونو په نظر وګوري. برعکس د دې ډول پروژو عملي کول د سیمې په کچه د سیاسي سیالۍ پر ځای د اقتصادي همکاریو د پيلېدو ستر لامل بولي. د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی، چې په سیمه کې د سترو اقتصادي پروژو عملي کول به د افغانستان همسایه هېوادونه دې ته وهڅوي، چې خپلې ګټې شریکې وګڼي او د اقتصادي پراخو همکاریو لپاره شته ګنګل مات کړي. د افغانستان اقتصادي او ټرانزیټي اهمیت د همسایه او سیمې هېوادونو په ګټه دی. سیمه ییزې اقتصادي پروژې او سیمه ییز اتصال په سیمه کې د ثبات او پرمختګ وسیله ده. په نړۍ کې دا ثابته شوې، چې د اقتصادي ګټو شریکول په سیمه کې سیاسي ثبات سره مرسته کړې. او د افغانستان اسلامي امارت پوره هڅه کوي، چې د همسایه او سیمې هېوادونو سره د ګډو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه سازي وشي او د داسې لویو پروژو تطبیق به دې چارې ته عملآ لار پرانیزي.

مآخذونه:

  1. P Hopkins, Pipelines: Past, Present, and Future, Paper Presented in the 5th Asian Pacific IIW International, Congress Sydney, Australia in 2007; M O Lawal, Historical Development of the Pipeline as a mode of Transportation.
  2. P Hopkins, Pipelines: Past, Present, and Future, Paper Presented in the 5th Asian Pacific IIW International Congress Sydney, Australia in 2007
  3. ADP, Regional: Turkmenistan-Afghanistan-Pakistan-India Natural Gas Pipeline Project, Phase 3, see it online < http://www.adb.org/projects/44463-013/main>
  4. Asian Development Bank (ADB), Regional: Turkmenistan-Afghanistan-Pakistan-India Natural Gas Pipeline Project, Phase 3, last update 19 Sep 2016, see it online:< https://www.adb.org/projects/44463-013/main> (Accessed at 16 October 2016)
  5. [31] Lydia Powell, TAPI: Pipeline for regional peace and energy security, Observer Research Foundation, published in employment news, 8 Jan 2016, see it online:< http://employmentnews.gov.in/TAPIPipeline%20for%20regional%20peace%20and%20energy%20security08Jan16.pdf>
  6. World Bank, Country: India, see it online:< http://data.worldbank.org/country/india>
  7. World Energy Outlook, India Energy Outlook 2015, see it online:< http://www.worldenergyoutlook.org/media/weowebsite/2015/IndiaEnergyOutlook_WEO2015.pdf>
  8. The News, LNG can bridge gas demand-supply gap: ETPL, The News, 25 Sep 2015, see it online:< https://www.thenews.com.pk/print/64500-lng-can-bridge-gas-demand-supply-gap-etpl>
  9. Asian Development Bank, Sector Overview, Engro Fast-Track Liquefied Natural Gas Regasification Project (RRP PAK 48307), see it online:< https://www.adb.org/sites/default/files/linked-documents/48307-001-ssa.pdf>
  10. Casey Michel, Chatter Surrounds Turkmenistan’s Gas Export Plans, The Diplomat, 3 June 2016, see it online:< http://thediplomat.com/2016/06/chatter-surrounds-turkmenistans-gas-export-plans/>
  11. Natalia Konarzewska, Turkmenistan advances westward natural gas export, 25 March 2016, see it onlie:< https://www.cacianalyst.org/publications/analytical-articles/item/13345-turkmenistan-advances-westward-natural-gas-export.html>
  12. Luca Anceschi, Turkmenistan’s Export Crisis: Is TAPI the answer, Central Asia Policy Brief, No. 27 (June 2015), see it online:< http://centralasiaprogram.org/wp-content/uploads/2015/06/Policy-Brief-27-June-2015.pdf>
  13. Drazen Jorgic, INTERVIEW: TAPI gas pipeline consortium plans investor roadshows in November, Reuters, 14 Oct 2016, see it online:< http://in.reuters.com/article/pakistan-energy-tapi-idINKBN12E1A3>
  14. Kay Johnson, TAPI gas pipeline through Afghanistan ‘doable’-ADB official, Reuters, 8 April 2016, see it online:< http://in.reuters.com/article/pakistan-gas-pipeline-idINKCN0X51MN>
  15. Reuters, Turkmenistan borrows $700 million for TAPI pipeline-state news agency, 14 Oct 2016, see it online:< http://in.reuters.com/article/turkmenistan-pipeline-idINKBN12E254>
  16. Huseyn Hasanov, Turkmenistan allocates first tranche for TAPI construction, Trend News Agency, 4 June 2016, see it online:< http://en.trend.az/business/energy/2542060.html>
  17. DAWN, Turkmengas to lead TAPI pipeline consortium, 7 Aug 2015, see it online:< https://www.dawn.com/news/1198829>
  18. Weekly Analysis, TAPI pipeline building process: any hope for success?, Eurasian Research Institute, 30 Dec 2014-5 Jan 2015, No 1.
  19. https://tolonews.com/pa/afghanistanد-ټاپي-پروژه؛-له-کومه-تر-کومه
  20. https://dab.gov.af/index.php/ps  د-ټاپي-پروژه؛-اقتصادي-ګټې-او-فرصتونه
  21. www.afghanchamber.com/about/Mining.html
  22. https://jpt.spe.org/twa/indias-midstream-petroleum-network-grows