د لاجوردو تاریخي لار؛ د فعالیت نوې هڅې او د افغانستان له پاره يې اقتصادي ګټې

زاهد خان
سریزه
افغانستان په خپل تاریخ کې یو مهال د نړۍ د لویو تمدنونو او سوداګریزو مرکزونو ترمنځ د نښلوونکي پُل حیثیت درلود. د دغه هېواد جغرافیوي موقعیت د دې لامل شوی و چې د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، چین او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ د یوې څلور لارې په توګه رول ولوبوي. د لرغوني افغانستان له لارې به بېلابېل سوداګریز مالونه له یو ځایه بل ځای ته انتقالېدل. که له یوې خوا به د هند مصالحې او پنبه وه، نو له بلې خوا به د چین ورېښم و او ترڅنګ به يې د افغانستان لاجورد و چې له یوه ځایه به بل ځای ته لېږدول کېدل.
شواهد ښيي چې له میلاد څخه شاوخوا څلور زره کاله وړاندې د افغانستان لاجورد مصر، بین النهرین او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي. وروسته چې په دویمه قبل المیلاد پېړۍ کې د ورېښمو لویه لاره رامنځته شوه، نو د لاجوردو لاره هم په کې مدغم شوه او یاده لاره په عمومي ډول د ورېښمو لارې په نوم یاده شوه. د ورېښمو لاره ډېره موده فعاله وه، خو وروسته د بېلابېلو لاملونو له امله له فعالیته ولوېده. مګر د لاجوردو له لارې وخت نا وخت سوداګري کېده. وروستیو کلونو کې د لاجوردو لارې پر سر د ښکېلو هېوادونو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه او په ۲۰۱۸ کال کې له لاجوردو لارې (لاجوردو دهلېز) څخه لومړني توکي له افغانستان څخه اروپا ته صادر شول.
د لاجوردو لارې لنډه تاریخچه
افغانستان په سیمه کې مهم جیوپولیتیکي او ستراتيژيک موقعیت لري. همدا لامل دی چې د تاریخ په بېلابېلو وختونو کې د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر پاتې شوی دی. د افغانستان پر سر د لویو هېوادونو ترمنځ د رقابت یو مهم لامل د افغانستان سوداګریز موقعیت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه د رول لوبول ګڼلی شو.
افغانستان د لاجوردو او ورېښمو لارو پرمټ له نورو هېوادونو سره نښتی و او له همدې لارو یې نور هېوادونه هم له یو بل سره نښلولي وو. د لاجوردو لارې ته ځکه د لاجوردو لاره ویل کېده چې د افغانستان لاجورد له دې لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېدل. د لاجوردو لېږد د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ نه یوازې د سوداګریزو اړیکو په پياوړتیا، بلکې د یادو هېوادونو ترمنځ يې د کلتوري اړیکو غوړېدو کې هم مهم رول لوبوه. لاجورد له میلاد څخه زرګونه کلونه وړاندې د افغانستان له بدخشان څخه د نړۍ ډېرو هېوادونو ته لېږدول کېده. دغه قیمتي ډبره د منځنۍ اسیا هېوادونو، بین النهرین (اوسني عراق) او د مصر په ګډون شمالي افریقا او اروپايي هېوادونو ته صادرېدله.
د لاجوردو لاره په پخوا وختونو کې د سیمه ییز اتصال یوه ښه بېلګه وه. دې لارې نه یوازې د سیمې، بلکې د نړۍ د لرې او نږدې هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو ټينګولو کې مهم رول لوبولی و.
په دویمه قبل المیلاد پېړۍ کې چې د ورېښمو تاریخي لاره فعاله شوه، نو د لاجوردو لاره هم په کې مدغم شوه او ټوله لاره د ورېښمو لارې په نوم ونومول شوه. د ورېښمو لارې ته ځکه د ورېښمو لاره ویل کېده، چې له دې لارې به د چین ورېښم د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل. البته د ورېښمو ترڅنګ نور توکي لکه لاسي صنایع، هنري توکي، مصالحې، قیمتي ډبرې او نورو توکو سوداګري هم پرې کېده، خو دا چې ورېښم له چین څخه ډېر صادرېدل، نو ځکه د ورېښمو په نوم یاده شوې ده. د ورېښمو لاره د لاجوردو لارې په پرتله ډېره پراخه او یو لوی جال و چې د لاجوردو دهلیز په څېر کوچني دهلیزونه او سړکونه په کې شامل و. ویلی شو چې د ورېښمو لویه لاره د څو کوچنیو لارو یوه ټولګه وه.
د لاجوردو دهلیز فعالیت له پاره نوې هڅې
د لاجوردو دهلیز د افغانستان د هرات ولایت له تورغونډۍ او فاریاب ولایت له اقینې بندر څخه پېلېږي او ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپا ته رسېږي. د لاجوردو پر دهلیز توکي د ځمکې او اوبو له لارې لېږودل کېږي.
په ۲۰۱۲ کال کې د یاد دهلیز د فعالیت په سر د یوې هوکړې له پاره هڅې پېل شوې او بالاخره په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د مسوولینو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه. د دې هوکړې موخې د یادو هېوادونو ترمنځ اتصال او سواګرۍ ته پراختیا ورکول وو. په ۲۰۱۸ کال کې د لاجوردو له دغه دهلیز څخه لومړني توکي ترکیې ته صادر شول. په توکو کې د افغانستان پنبه، وړۍ، ممیز، هندواڼې او نور شامل وو. راتلونکي کال کې هرات ته د همدې دهلیز له لارې بهرني توکي راورسېدل چې د هرات د خلکو له لوري یې تود هرکلی وشو. خو دغه لاره د یو شمېر ستونزو او ننګونو له امله په بشپړ ډول فعاله نه شوه.
د ویزې، ګمرکي همکاریو، ټکس او تعرفو او یو شمېر نورو ستونزو د حل په موخه په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې څو ځلې د ښکېلو هېوادونو د مسوولینو ترمنځ ناستې وشوې. د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته هم د دغه دهلیز د فعال ساتلو په موخه ناستې وشوې. وروستۍ ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه د ترکیې په استانبول کې وشوه او مهمې پرېکړې په کې وشوې.
د استانبول غونډې پرېکړې
د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د ترکیې په استانبول کې د لاجوردو لارې ښکېلو هېوادونو د مسوولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه. ګډونوالو د اقتصادي پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ کې د لاجوردو لارې ارزښت تایید کړ. په ناسته کې ځینې مهمې پرېکړې وشوې چې په لاندې ډول دي:
۱- ګډونوالو ژمنه وکړه چې دا لاره باید خوندي، دوامداره او له خنډونو خالي وي، څو سوداګرۍ ته زمینه برابره شي.
۲- ګډونوالو ټینګار وکړ چې اړین حقوقي سندونه، مقررات او توافقات باید اصلاح شي، څو د لاجوردو لارې تړون پلی شي.
۳- ګډونوالو ټینګار وکړ چې باید د ترانسپورټ ستونزې لرې شي او له نړیوالې ترانسپورټي شبکې سره د لارې یوځای کول باوري شي.
۴- ګډونوالو د خپلو هېوادونو خصوصي سکټورونه وهڅول چې د لاجوردو لارې له فرصتونو ګټه واخلي او د صادراتو او طبيعي زېرمو انتقال ته لاره هواره کړي.
۵- ګډونوالو ژمنه وکړه چې د لارې په اوږدو کې به د ترانزیت له پاره یو واحد او همغږی چوکاټ رامنځته کوي، څو اداري بهیرونه کم او فعالیتونه چټک او مؤثر شي.
۶- ګډونوالو یادونه وکړه چې باید له نورو لېواله هېوادونو سره سیمه ییزه همکاري پراخه شي.
۷- ګډونوالو ومنله چې سره له دې چې د سړکونو له پاره منظم مقررات نشته، خو د اوسني بنسټ له مخې د اورګاډي له لارې د مالونو انتقال شونی دی.
۸- ګډونوالو پرېکړه وکړه چې تخنیکي کارونو ته به دوام ورکړي، څو یو پراخ عملي پلان جوړ شي چې د همغږۍ، همکاریو او مؤثر ترانسپورټ له پاره کلیدي ګامونه مشخص کړي.
۹- ګډونوالو ژمنه وکړه چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۵مه د عشقاباد په غونډه کې لاسلیک شوې هوکړه ژر تر ژره پلي کړي.
۱۰- تخنیکي ډلې باید په کال کې لږ تر لږه دوه ځله غونډې وکړي او وزیران دې هم په کال کې یو ځل راټول شي، څو د لارې ستونزې وڅېړي او حل یې کړي.
۱۱- ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د وزیرانو راتلونکې غونډه به په باکو کې ترسره کړي.
افغانستان ته د لاجوردو دهلېز اقتصادي ارزښت
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې اوبو ته لاره نه لري او اوبو ته د لاسرسي له پاره په نورو هېوادونو باندې متکي دی. د منځنۍ اسیا او له ګاونډيو هېوادونو پرته له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ټينګولو له پاره افغانستان اړ دی چې د ځمکې له لارې سوداګرۍ ته ډېره توجه وکړي. د چین، اروپايي او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو له پاره د ځمکې او بیا په ځانګړي ډول د لاجوردو لاره یو ښه غوراوی دی. له لرې هېوادونو سره د خپلو اقتصادي ګټو د ساتلو او اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو له پاره اړینه ده چې افغانستان د لاجوردو لارې فعالیت ته ډېره توجه وکړي، ځکه د افغانستان د سوداګرۍ له پاره یوه حیاتي لاره ګڼل کېدای شي.
د دې له پاره چې افغانستان د نړۍ له پرمختللو صنعتي هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ټينګې کړي او سوداګري يې له ګاونډيو وراخوا وغوړېږي، نو ځمکنی ترانزیټ کولی شي چې د افغانستان سوداګریزې اړیکې لا ډېرې پراخه کړي.
دلته یوازې د افغانستان له پاره د لاجوردو لارې د اقتصادي ګټو په اړه خبرې کوو:
۱- د اروپا بازارونو ته اسانه لاسرسی: افغانستان به د لاجوردو دهلېز په برکت د اروپا بازارونو ته اسانه لاسرسی پیداکړي. اوسمهال چې د افغانستان ډېره سوداګري د پاکستان د کراچۍ له لارې له اروپا سره ترسره کېږي او پر ډېرو ستونزو سربېره شاوخوا ۲۰ ورځې وخت په کار دی چې افغان توکي اروپا ته ورسېږي، خو د لاجوردو دهلېز د پاکستان د کراچۍ په پرتله ډېرې ستونزې نه لري او شاوخوا ۱۶ ورځې وخت نیسي چې د افغانستان توکي اروپا ته ورسېږي.
۲- سیمه ییز اتصال: د لاجوردو دهلېز د سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال له پاره ډېر مهم دی. د افغانستان اسلامي امارت چې اقتصاد محوره پالیسي يې غوره کړې، په سیمه ییز اتصال ډېر باور لري او د لاجوردو لارې سره کېدای شي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال په پياوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
۳- سیمه ییزه همکاري او سیاسي اړیکې: د لاجوردو دهلېز سره د سیمه د هېوادونو ترمنځ همکاري زیاتېدای شي. دغه همکاري او نږدېوالی په مستقیم ډول د سیاسي اړیکو په پياوړتیا کې اغېز لرلی شي.
۴- د کورني اقتصاد وده: کله چې د افغانستان توکي (وچه او تازه مېوه، غالۍ او نور) د لاجوردو دهلېز په واسطه اروپا ته رسېږي، نو دا د هېواد داخلي تولیدات زیاتوي چې له امله يې په هېواد کې اقتصادي خوځښت زیات او کرنه او مالداري به ورسره پراختیا ومومي. دغه راز، د افغانستان قیمتي ډبرې او معدنونه هم د لاجوردو له لارې نورو هېوادونو ته انتقالېدای شي. په دې ډول به د هېواد کورنی اقتصاد وغوړېږي، کاري فرصتونه به ایجاد او د اقتصادي ښېرازۍ په لور به ګړندي ګامونه واخلو.
وړاندیزونه
۱- د افغانستان اسلامي امارت دې د لاجوردو دهلېز د فعالیت په اړه له ښکېلو هېوادونو سره اړیکو ته دوام ورکړي، څو دا لاره په بشپړ ډول فعاله شي، ځکه د افغانستان د سوداګرۍ له پاره ډېره مهمه لاره ده.
۲- د اسلامي امارت اړوند وزارتونه او ادارې دې د ښکېلو هېوادونو له مسوولینو سره د ترانسپورټ، تعرفو، ویزو او نورو ننګونو او ستونزو په اړه ناستې وکړي او د ستونزو او ننګونو د حل له پاره دې د حللارو موندلو په اړه هڅې روانې وساتي.
۳- که چېرته ټاکل شوي مقررات او اصول سخت وي، نو د اسلامي امارت مسوولین دې د اسانۍ او اصلاح په موخه له ښکېلو هېوادونو سره خبرې وکړي.
۴- افغانستان دې په خپله خاوره کې د لاجوردو دهلیز د سړکونو کیفیت ته توجه وکړي، څو د سړکونو ستونزې حل او د ترانسپورټ چټکتیا باوري شي.
پايله
د لاجوردو تاریخي لارې پخوا هم د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی و او اوس د لاجوردو دهلېز د فعالیت هڅې روانې دي. که یاد دهلېز په بشپړ ډول فعال شي، نو د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.
افغانستان کولی شي چې د سیمه ییز اتصال په برخه کې خپل پخوانی حیثیت بېرته ترلاسه کړي او جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا او بیا له اروپا سره وصل کړي. د دې له پاره اړینه ده چې د لاجوردو دهلېز د بیا فعالیت له پاره چټکې او منظمې هڅې وشي.