د تېلو چاڼ خونې او د هغو اقتصادي ارزښت

مقاله

فضل ولي شیراني

سریزه

تر ځمکه لاندې بېلابېلې طبیعي سرچینې شته چې له دغو سرچینو څخه انسان د خپل ژوند پرمخ بیولو له پاره ګټه اخلي. له دې څخه جوته شوه چې طبیعي سرچینې د بشر له پاره اقتصادي ګټې لري او د یو هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې زیات ارزښت لري. د نړۍ هر هیواد هڅه کوي چې له خپلو طبیعي سرچینو څخه د خپل هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړي، څو یې له یوې خوا ملي اقتصاد غښتلی او له بل لوري یې د خلکو د ژوند سطحه لوړه شي. په دې سرچینو کې موږ کولی شو چې د کرنيزو ځمکو،ځنګلونو، کانونو، اوبو، څړځايونو او داسې نورو يادونه وکړو. دا ټول کولای شي چې د یوه هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولري، خو کانونه په ځانګړي ډول نفت چې په توره طلا هم مشهور دي، هغه برخه ده چې که چیرې په سم ډول مدیریت، استخراج یې ترسره او بیا په هېواد کې د ننه چاڼ او تصفیه شي، نو یو هېواد د پرمختګ ترڅنګ پر نړیوال سټیج هغه ځای ته رسوي چې خبره یې وزن پیدا کړي.

د افغانستان د تېلو زیرمې

په افغانستان کې په ۱۹۵۶م کال کې د تیلو او ګازو د پلټنې او موندنې په موخه لومړنۍ کیندنې ترسره شوې، چې له امله یې د سرپل د انګوټ د تېلو حوزه وموندل شوه. له هغه وروسته له ۱۹۵۹ نه تر ۱۹۶۶م کال پورې په دې حوزه کې پنځوس څاګانې وکیندل شوې چې ویې کولای شول د یتیم تاق، خواجه ګوګردک، خواجه برهان ګازو زیرمې پیدا کړي. له ۱۹۶۶ څخه بیا تر ۱۹۸۱م کال پورې د پلټنو په پایله کې د تېلو دوې کوچنۍ زیرمې کشف شوې چې د هېواد په شمال لویدیځ کې موقعیت لري. په وروستیو څېړنو کې جوته شوه چې د اموسیند د تېلو ستره حوزه هغه حوزه ده چې په نړۍ کې د تیلو او ګازو د ۱۵۲ حوزو په منځ کې پنځلسمه درجه لري.  دغه حوزه ۴۰۰ زره کیلومترمربع پراختیا لري او په څلورو هېوادونو افغانستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې غځیدلې ده.  خو کومې څیړنې چې د ناسا سازمان له لوري ترسره شوې دي، په افغانستان کې له ۱۰۰ زیاتې سیمې شته چې تیل او ګاز لري. تر دې مهاله په افغانستان کې د تیلو د پنځو حوزو په اړه څیړنې ترسره شوې دي چې دوې حوزې د آمو سیند، یوه حوزه د هلمند، یوه حوزه د هرات او یوه د پکتیکا د کټواز د تېلو حوزه ده.  د تېلو او ګازو دوې نورې حوزې د هېواد په شمال  ختیځ کې د افغان- تاجیک حوزه او بله د افغان- ترکمن حوزه ده. د افغان- تاجیک د تېلو او ګازو حوزه چې په کندوز ولایت کې موقعیت لري، شاوخوا ۶، ۱ مېلیارده بیلره تېل لري. د هلمند د ګازو او تېلو حوزې مساحت ۱۳۱ زره کیلومتره مربع ته رسیږي. د تېلو او ګازو یوه بله ستره حوزه د هېواد په ختیځ کې د کونړ په ولایت کې موقعیت لري. په افغانستان کې د تېلو او ګازو زیرمې پرېمانه دي که استخراج شي، نو له شک پرته چې د انرژۍ په تولید کې به رغنده رول ولوبوي او افغانستان به له دې پلوه پر ځان بسیا کړي. خو دا هغه مهال شونې ده چې د تېلو تصفیه په هېواد کې د ننه ترسره شي.  د اسلامي امارت په راتګ سره د تېلو د استخراج او بیا یې د چاڼ او تصفیې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي دي. دا مهال په هېواد کې د تېلو یو شمېر چاڼ خونې فعالې شوې دي. دا چې دغه چاڼ خونې څه اهمیت لري، لاندې یې په ګډه لولو.

د تېلو چاڼ خونې او د هغو اهمیت

په صنعتي او اقتصادي برخو کې د تېلو چاڼ خونو ارزښت او اهمیت ډېر زیات دی، ځکه چې دا د خامو تیلو پروسس کولو او د کارونې وړ محصولاتو لکه پټرول، ډیزل، جټ تیل او نورو کیمیاوي موادو تولید لپاره اړین مرکزونه دي.  د تېلو چاڼ خونې خام تیل په مختلفو محصولاتو لکه پټرول، ډیزل، کرسین(خاورو تېل) او مایع ګاز (LPG) بدلوي، چې د ترانسپورت، صنعت او نورو لپاره اړین دي. دغه راز د تېلو په چاڼو خونو کې د پلاستیک، رنګونو، درملو، کیمیاوی سرې او نورو کیمیاوي محصولاتو لپاره خام مواد (لکه پټروکیمیاوي توکي) تولیدېږي. د تېلو په چاڼ خونو کې د ترانسپورټ سکټور لپاره په دوامدار ډول سون توکي برابرېږي چې دا بیا د هېواد په سوداګرۍ، لوژیستیک او په ټوله کې د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لوبوي. د دې ترڅنګ د تېلو په چاڼ خونو کې ځینې نور محصولات لکه قیر، ګریس او نور صنعتي مواد هم تولیدېږي. د دغو موادو څخه  د سړکونو جوړولو او صنعتي ماشینونو په برخه کې کار اخیستل کیږي. د تېلو د چاڼ خونو په جوړولو او فعالولو سره به موږ پر دې وتوانیږو چې خپل خام تېل پروسس او له دې درکه چې اوسمهال د دې سون توکو په مقابل کې کومې پیسې له هېواده وځي، هغه به هم وسپمېږي. په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کړې چې په هېواد کې د ننه د تېلو چاڼ خونو جوړولو ته مخه کړې ده. تر دې مهاله په افغانستان کې د تېلو ۱۵ چاڼ خونې فعالې دي.د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په هېواد کې شاوخوا ۱۵ د نفتو چاڼ ځایونه فعال دي، چې د کورنيو خامو نفتو تر څنګ یو شمېر کم‌کیفیته وارداتي تېل هم تصفیه کوي. د دې خونې د مسوولینو په وینا، ډېری دغه تاسیسات په بلخ، کابل او هرات ولایتونو کې دي او هر یو یې په خپل ډول د هېواد د اړتیا وړ سون توکو په برابرولو کې رول لري. اسلامي امارت د تېلو چاڼ خونو اهمیت درک کړی او پر دې پوره باوري دی چې که چیرې موږ خپل تېل استخراج او همدلته یې چاڼ او تصفیه کړو، نو په اسانۍ سره به وکولای شو، له دې پلوه پر ځان بسیا او اقتصادي وده مو نوره هم ګړندۍ شي. دا چې د تېلو چاڼ خونې په اقتصادي وده کې څومره اغیزناکې تمامیدای شي، لاندې یې لولو.

د تېلو چاڼ خونو اقتصادي ارزښت

په صنعت کې د تېلو ارزښت ډېر لوړ دی، ځکه چې دا د انرژۍ تر ټولو مهمو سرچینو څخه یوه ده او په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي. تېل د برېښنا تولید، ماشینونو چلولو او د تولیدي پروسو لپاره اصلي انرژي چمتو کوي. د موټرو، الوتکو، او کښتیو لپاره سون توکي (پټرول، ډیزل، او جټ تېل) له تېلو څخه جوړېږي. تېل د پلاستیک، کیمیاوي موادو، سرې او درملو په جوړولو کې خامه ماده ده. تېل د فلزاتو  په تصفیه، کاغذ جوړولو، او نورو صنعتي پروسو کې کارول کېږي. دا ټولې هغه برخې دي چې پر مټ یې کولای شو، خپل اقتصادي سکټورونه غښتلي او په پای کې ملي اقتصاد پیاوړی کړو. د دې بله ګټه داده چې کله موږ د تېلو او د هغه د مشتقاتو په برخه کې پر ځان بسیا شو، نو له یوه لوري مو هېوادوالو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابریږي او له بل لوري د مالیې په ترلاسه کولو سره د حکومتي عوایدو کچه لوړېږي.  دغه راز د تېلو عرضه او تقاضا د نړیوال اقتصاد پر قیمتونو، سوداګرۍ او پانګونې اغېز کوي. په لنډ ډول ویلای شو چې افغانستان د تېلو پریمانه زیرمې لري او د اسلامي امارت په راتګ سره د دې زیرمو استخراج پیل شوی دی، خو که موږ خپل اومه تېل همدلته پروسس او د کارونې وړ وګرځوو، نو له شک پرته چې په نړیواله کچه به افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې ودریږي چې اوسمهال د خپلو تېلو له برکته د پرمختګ په لوړو مقامونو کې ځای لري. اسلامي امارت د تېلو ارزښت ته په کتو په دې برخه کې یو په بل پسې ګامونه پورته کوي او غواړي افغانستان په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي او خپل ملي اقتصاد پیاوړی او خپلواک کړي.

پایله

 افغانستان له طبیعي زېرمو ډک هېواد دی چې د تیرو څو لسیزو په اوږدو کې ورته ډېر درانه زیانونه اوښتي، کانونه په خپلسري ډول کیندل کیدل او ګټه یې د ګوتو په شمیر کسانو ته رسیده. خو اوس چې په هېواد کې خپلواک حکومت رامنځته شوی، نو ځکه خو په فني او مسلکي ډول د کانونو کیندنې ته لار هواره شوې ده. له دې کانونو څخه یو هم د تېلو او ګازو زیرمې دي. که چیرې د افغانستان د تېلو له حوزو لکه اموسیند، افغان- تاجیک، کشکه، کټواز، هلمند او د هرات تیرپارک څخه تیل استخراج شي، نو افغانستان به رسما د نفت تولیدونکو هېوادونو په کتار کې راشي. خو دا هله شونې ده چې موږ خپل تېل په خپله چاڼ او تصفیه کړو. اسلامي امارت په همدې موخه هڅه کوي چې په هېواد کې د تیلو چاڼ خونې زیاتې شي. تر دې مهاله په ټول هېواد کې د تېلو ۱۵ چاڼ خونې فعالې دي چې پکې د هېواد د تېلو له زیرمو را ایستل شوي خام تېل تصفیه کیږي. د دې ترڅنګ هغه تېل چې له بهر څخه واردیږي او کیفیت یې ټیټ وي هغه هم په همدې چاڼ خونو کې تصفیه او په لوړ کیفیت بازار ته وړاندې کیږي. که چیرې په همدې ډول خپل خام تېل تصفیه کړو له دې سره  به له یوې خوا افغانستان د تېلو په برخه کې پرځان بسیا او له بل لوري به  په نړیوال سټیج خپل برم ترلاسه او نړیوال به یې موقف او دریځ ته درناوی کوي.