د سمنګان ولایت له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الحمدلله و کفی والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: ولنبلونکم بشیء من الخوف والجوع ونقص من الاموال والانفس والثمرات وبشرالصابرین الذین اذآ اصابتهم مصیبة قالو انالله وانا الیه راجعون
د سمنګان ولایت محترم والي صاحب، د بېلا بېلو امارتي ادارو محترمو مسوولینو، قدرمنو مشرانو، مېلمنو او ټولو حاضرینو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی مو په ټولو چارو کې بریالي لره.
له هر څه وړاندې د افغانستان په شمالي سمنګان او بلخ ولایتونو کې د رامنځته سوې زلزلې له امله شهید سوو هېوادوالو ته د جنت الفردوس غوښتنه کوم؛ زخمیانو ته عاجله او کامله شِفا او غم ځپلو کورنیو ته یې د عظیم رب له دربار څخه نعم البدل او اجر جزیل غواړم. په دې ستر غم کې ځان ورسره شریک بولم.
قدرمنو هېوادوالو!
له بده مرغه چې د افغانستان په مشرقي ولایتونو کې د زلزلې له امله د رامنځته سوې ملي غمیزې ټغر لا نه دی ټول سوی، چې په سمنګان او بلخ ولایتونو کې مو یو ځل بیا د زلزلې له امله ډېر شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان سول او درانه مالي زیانونه ور ورسیدل. موږ په دې غمجنه پېښه خواشیني یوو او په دې سخت وخت کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ یوو.
په سمنګان ولایت کې سوې زلزله دردونکې پېښه ده، د پېښې له قربانیانو او د غمځپلو کورنیو له حاله خبر یم او یو ځل بیا ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یې صبر او استقامت غواړم.
لکه څه ډول چې تاسې په جریان کې یاست د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو خپلې هڅې پیل کړې دي، ترڅو د پېښې له امله رامنځته سوو زیانونو ته په وخت رسیدنه وکړي.
زه د دغه طبیعي افت له امله ټولو زیامن سوو کورنیو ته ډاډ ورکوم چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلو ټولو امکاناتو په چوکاټ ستاسې ستونزو ته په مسلسله توګه رسیدنه کوي او د سرپناه او ځینو نورو جدي اړتیاوو په برخه کې به ان شاءالله عاجلې مرستې وسي.
ځای لري چې له ټولو هغو خیریه بنسټونو، سوداګرو او نورو هېوادوالو څخه مننه وکړم چې په دې سخت وخت کې یې د زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کړې، په دې غمیزه کې یې ځانونه شریک ګڼلي او تر یوه حده یې د دوی ستونزو ته عاجله رسیدګي کړې ده.
او همدارنګه په ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه بنسټونو هم ږغ کوم چې د دغې دردونکې پېښې له قربانیانو او زیامن سوو کورنیو سره عاجلې مرستې وکړي او په دې سخت وخت کې د دوی لازم لاسنیوی وکړي.
په اخر کې یو ځل بیا هم د پېښې له امله متضررو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او دوی ته د الله ج له دربار څخه په دې غمجن وخت کې د صبر، زغم او استقامت غوښتونکی یم.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته