په هرات کې د برېښنا د انتقال او توزیع د نهه لویو پروژو د پیل او ګټې اخیستنې ته د سپارلو مراسمو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَلَقَد زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنيَا بِمَصَاٰبِيحَ

د هرات ولایت محترم والي صاحب، د افغانستان برېښنا شرکت محترمو مسوولینو، د بېلابېلو امارتي ادارو استازو، د خصوصي سکتور محترم مسوولینو، مجاهدینو، د رسنیو استازو، محترمو مېلمنو او ټولو حاضرینو ته!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

خوښ یم چې نن ورځ په هرات ولایت کې د برېښنا د تولید د پنځو سترو پروژو په پرانیستغونډه کې ګډون کوم.

له هرڅه وړاندې د دې مهمو پروژو د پرانیستې له امله ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

برېښنا د ننني عصر د هر اړخیز پرمختګ لویه اړتیا ده، دې اړتیا ته اسلامي امارت له ستراتیژیک لوري کتلي او ځکه خو په کم وخت کې د ډېرو پروژو د پرانیستې شاهدان یوو.

قدرمنو حاضرینو؛

په دې پروژو کې د شا و خوا یو څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د هرات ولایت د ۸۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د پل هاشمی برېښنا کوټ جوړول، د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ۲۴ حوت د موجوده برېښناکوټ ترڅنګ د نوي برېښناکوټ جوړول، په نورالجهاد برېښناکوټ کې د لین پراختیا او نورالجهاد برېښناکوټ څخه تر پل هاشمي او له پل هاشمي برېښناکوټ څخه تر۲۴ حوت برېښناکوټ پورې د ۷۸ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټه لین غځولو پروژې شاملې دي.

د یادو پروژو چارې به د شاوخوا دوه کلونو په موده کې پای ته ورسیږي، چې د تمویل مسؤلیت یې د افغانستان برېښنا شرکت پرغاړه لري.

زه د دې مهمو پروژو په تخنیکي اړخ ډېر نه غږېږم، اړوند مسوولین به یې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي، مګر دومره وایم چې د برېښنا د تولید دا ډول پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې یوه ډېره جدي اړتیا ده. لله الحمد د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې په ډېر کم وخت کې ستر او د پام وړ ګامونه اخیستي دي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د هرات ولایت صنعتکارانو او ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره سي، سوداګریز مرکزونه، کلیوالې سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا څخه برخمن سي.

سلګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه به رامنځته سي، د خلکو د ژوند سطحه به لوړه سي، ملي عاید به زیات او په ټوله کې به د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ رول ولوبوي.

وارداتي برېښناوې ستونزې لري او د اسعارو د خروج باعث ګرځي، نو د یادو پروژو په بشپړېدو سره به په کور د ننه با ثباته برېښنا برابره سي او د نورو له محتاجۍ به خلاص سو. ان شاالله تعالی

له همدې ځایه ټولو هغو صنعتکارانو ته چې د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه کوي خبر ورکوم چې له یوې خوا به پنځه کلن مالیاتي معافیت درکول کیږي له بل لوري د برېښنا ریاست مکلفیت لري چې په هرحالت کې برېښنا درته وصل او درکړي. کورني او بهرني پانګوال کولای سي له دې زرین فرصت څخه ښه استفاده وکړي.

قدرمنو حاضرینو؛

دا چې افغانستان له پخوا را هیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او زموږ د ملي بودیجې زیاته برخه د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کیږي، له همدې امله د هېواد په داخل کې د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولای سي، چې په تدریجي توګه د بهرنیو هېوادونو پر برېښنا زموږ اتکا راکمه کړي او د داخلي منابعو څخه په غوره ګټې اخیستنې سره د خپلې برېښنا څښتنان سو.

د افغانستان اسلامي امارت د بیا ځلې حاکمیت څخه را پدېخوا د نړۍ له ټولو هېوادنو سره متوازن او متعادل سیاست ساتلی، ټول تمرکز مو د افغانستان په اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی؛ اسلامي امارت هڅه کوي چې په سیمه کې افغانستان د یو مهم هېواد په توګه د سیمه ییز او نړیوال مشارکت یو اغېزناک ونډوال و اوسیږي؛ په دې توګه مو د نړۍ له هېوادونو غوښتنه داده چې هر ډول محدودونکي سیاستونه په تعاملي سیاستونو بدل کړي او د افغانستان نننی امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري؛ ترڅو د نړۍ د ټولو هېوادونو د مشترکو پایداره پراختیایي موخو په چوکاټ کې یو ځای کوټلي ګامونه واخلو.

نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې پرې کړي، د افغانانو پنځه څلوېښت کلن کړاو او قرباني د همداسې سرمایو د ساتلو له پاره وې. د افغانانو خواص او مزاج دې درک کړي او د هغه مطابق دې تعامل ته مخه کړي.

ځای لري چې د افغانستان برېښنا شرکت له محترمو مسوولینو څخه مننه وکړم، چې د یادو پروژو په برخه کې یې د پام وړ ګامونه اخیستي او د پروژو تخنیکي اړخونه یې نهایي کړي دي.

په پای کې د پروژو له قراردادي شرکتونو، انجینرانو او ټولو دخیلو اړخونو څخه په ټینګار غواړم چې ټولې اړوندې چارې په خپل وخت د منل سوو معیارونو سره سمې ترسره کړي.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته