د سټنډرډ عالي شورا په ناسته کې منظور شویو سټنډرډونو ته کتنه

لیکوال: زاهد خلیلي
سریزه
سټنډرډونه په هره برخه کې مهم دي. دا د یو هېواد په پرمختګ او ښه والي راوستلو کې اساسي رول لري. سټنډرډونه په یو هېواد کې د معیاري وارداتو او په کور دننه معیاري تولیداتو له پاره ډېر مهم دي. که چېرې موږ په سټنډرډونو برابر واردات او تولیدات و نه لرو، نو ولس به مو د روغتیايي او چاپيریالي ستونزو په ګډون له ګڼو نورو ستونزو سره مخ شي. دغه راز، په حکومتي ادارو او سوداګرو به د خلکو باور راکم شي.
په دې مقاله کې په لنډ ډول د سټنډرډونو په ارزښت، په سوداګرۍ او اقتصاد کې يې رول او د اسلامي امارت له لوري تصویب شویو سټنډرډونو ته لنډه کتنه کوو.
د سټنډرډونو ارزښت
سټنډرډونه د صنعت، کرنې، درملو، سوداګرۍ، مخابراتو او ارتباطاتو په ګډون په ټولو برخو کې مهم دي. سټنډرډونه دا باوري کوي چې یو حکومت د خپل ولس له پاره معیاري واردات او تولیدات غواړي. سټنډرډونه د کېفیت او خوندیتوب له پاره د ملا د تیر حیثیت لري. سټنډرډونه د وارداتو او تولیداتو له پاره یو چوکاټ جوړوي او واردوونکو او تولیدوونکو ته په کار ده چې د ټاکل شویو سټنډرډونو مطابق توکي وارد او تولید ولري.
سټنډرډونه په سوداګرۍ، اقتصاد، ټيکنالوجۍ، صنعت، ساینس، اداره او مدیریتي برخه کې کېفیت تضمینوي او د ښه والي سبب يې ګرځي.
په سوداګرۍ او اقتصاد کې د سټنډرډونو ارزښت
سټنډرډونه موږ ته په بهرنیو او کورنیو توکو او خدماتو باور راکوي. که چېرې یو سوداګر په وضع شویو سټنډرډونو پوره توکي خپل هېواد ته وارد نه کړي، نو سوداګرۍ او باور ته یې زیان رسېږي. دغه راز، که چېرې د یو هېواد په داخل کې په سټنډرډ برابر توکي تولید نه شي، نو داخلي تولیدات نه پلورل کېږي او د یو هېواد ملي اقتصاد ته به ډېر زیان ورسېږي.
له بلې خوا، که چېرې یو هېواد په سټنډرډونو برابر توکي صادر نه کړي، نو نړیوال باور او له نورو هېوادونو سره به يې سوداګریزو اړیکو ته ډېر زیان ورسېږي. په نړیوال سوداګریز مارکیټ کې د باور ترلاسه کولو، ساتلو او له نورو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو اړیکو له پاره په سټنډرډ د برابرو توکو تولید او صادرول ډېر مهم دي.
په کورني او بهرني مارکیټ کې د ځای نیولو او سیالۍ کولو له پاره هم مهمه ده چې یو سوداګر او مؤلد په منل شویو سټنډرډونو برابر توکي تولید، صادر او وارد کړي.
سټنډرډونه د یو هېواد د ژوند سطحه لوړوي او په سوداګریزو او اقتصادي موخو ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي. دغه راز، سټنډرډونه کولی شي چې سوداګریزو بازارونو ته زموږ لاسرسی اسانه او چټک کړي.
د اسلامي امارت له لوري تصویب شویو سټنډرډونو ته کتنه
اسلامي امارت هم اړتیا ته په کتو د سټنډرډ عالي شورا جوړه کړې، څو د سټنډرډ ملي ادارې له لوري تائيد شویو سټنډرډونو په اړه بحث او منظوري ورکړي. د دغې شورا مشري د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کوي.
د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ ناسته د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د لیندۍ په لسمه نېټه جوړه شوې وه. دویمه شورا کې دېرش سټنډرډونه د سټنډرډ عالي شورا له لارې تصویب شول.
د سټنډرډ دغې دویمې شورا کې د ساختماني، خوراکي توکو او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال او د برېښنايي وسایلو په برخه کې ۳۰ سټنډرډونه له هر اړخیز بحث څخه وروسته تصویب شول.
د بېلګې په ډول د خوراکي توکو په برخه کې AS913 نمبر سټنډرډ د ممپليو په اړه دی. د دغه سټنډرډ تطبیق د مصرفوونکو له پاره د ممپلیو کېفیت او مصؤنیت تأمینوي. د دې تر څنګ د ممپلیو کېفیت د سیمهییز او نړیوال معیار سره برابروي. دغه سټنډرډ له یو نړیوال سټنډرډ څخه اخذ شوی دی.
د خوراکي توکو په برخه کې بل سټنډرډ AS914 د جوسونو په اړه دی. دغه سټنډرډ کې لومړی جوس (د مېوې اوبه) تعریف شوی دی. دغه سټنډرډ به د مصرفوونکو له پاره د جوسونو برخه کې کېفیت او مصؤنیت تأمین کړي او هېواد کې به د بې کېفیته جوسونو د تولید او واردولو مخه ونیسي. دغه سټنډرډ هم له یو نړیوال سټنډرډ څخه اخیستل شوی دی.
طبي برخه کې د غاښونو طب کې د یو وار مصرف تزریقي ستنو په اړه AS937 نمبر سټنډرډ منظور شوی. د دغه سټنډرډ په تطبیق سره به په روغتیايي سیستم کې کېفیت تأمین او خوندیتوب به رامنځته شي. دغه راز، د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی به وکړي.
سربېره پر دې په ډېرو نورو برخو کې هم بېلابېل سټنډرډونه د سټنډرډ عالي شورا له لوري په هېواد کې د کېفیت او خوندیتوب په موخه تصویب شوي، څو هېوادوال له روغتیايي او چاپېریالي ستونزو سره مخ نه شي.
پایله
که چېرې موږ په هېواد کې په سټنډرډونو برابر تولیدات، صادرات او واردات و نه لرو، نو په داخلي، سیمه ییز او نړیوال بازار کې به سوداګر او حکومت له سوداګریزو او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.