د لوګر سیمنټو پروژې اقتصادي ارزښت ته کتنه

د لوګر سیمنټو پروژې اقتصادي ارزښت ته کتنه

سریزه

د عصري ودانیو او زېربناو په جوړښت کې سیمنټ ډېر مهم رول لوبوي. سیمنټ د سړکونو، پلونو، پلچکونو، کورونو او کارخونو د جوړولو له پاره یو اساسي توکی دی.

سیمنټ په نړیواله او ملي کچه د صنعت په پراختیا او خلکو ته د کاري فرصتونو ایجادولو کې مهم رول لري.

افغانستان چې د لسیزو اشغال او جګړو له امله ډېر ویجاړ شوی، د ودانیزو فعالیتونو له پاره سیمنټو ته ډېره اړتیا لري. اوسمهال د افغانستان د سیمنټو کلنۍ اړتیا شاوخوا اووه میلیونه ټنو ته رسېږي.

افغانستان کې د اشغال او جګړو له امله د نورو تر څنګ د سمینټو صنعت هم کافي وده و نه کړه او همدا لامل و چې د افغانستان تر ځمکې لاندې د سیمنټو کانونه تر ځمکې لاندې پاتې شول. د افغانستان د کانونو نه استخراج د دې لامل شوی چې افغانستان تر اوسه د سیمنټو په برخه کې یو واردوونکی هېواد پاتې دی.

اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره د نورو تر څنګ د سیمنټو کانونو استخراج ته هم توجه کړې او هڅه کوي د افغانستان د سیمنټو په استخراج سره په نورو هېوادونو د افغانستان تکیه راکمه کړي. د لوګر د سیمنټو د پروژې د قرارداد ورکړه د همدې هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده.

افغانستان کې د سیمنټو تولید

په هېواد کې د سیمنټو د تولید په برخه کې لومړني ګامونه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې واخیستل شول. د بغلان د غوري (۱) سیمنټو فابریکه لومړنۍ فابریکه وه چې په ۱۹۵۰ کلونو کې يې فعالیت پېل کړ.

وروسته د پروان د جبل السراج سیمنټو په ۱۹۵۷ کال کې لومړني سیمنټ تولید کړل. دغه راز، وروسته د غوري (۲) سیمنټو فابریکه هم فعاله شوه.

وروسته چې په افغانستان کې بهرنی اشغال او جګړې پېل شوې، د غوري (۲) او جبل السراج مهمو فابریکو تولید بند شو او افغانستان د سیمنټو د تولید په برخه کې له ډېر کموالي سره مخ شو.

د سیمنټو دغو فابریکو تر ډېره د افغانستان د داخلي اړتیا پوره کولو کې مهم رول درلود، خو دغه تولید د افغانستان له پاره کافي نه و. د تېرې ادارې په وخت د سیمنټو د تولید په برخه کې لږ ګامونه واخیستل شول او هڅه وشوه چې بندې فابریکې بیا فعالې او سیمنټ تولید شي، خو هغه د افغانستان د سیمنټو اړتیا نه شوه پوره کولی او افغانستان تر ډېره په ګاونډيو هېوادونو متکي پاتې شو.

د تېرې ادارې پر مهال د نورو برخو ترڅنګ په کور دننه د سیمنټو تولید ته هم هېڅ پاملرنه ونشوه او د هېواد دغه مهمه شتمني د نورو تر څنګ هماغسې تر ځمکې لاندې پاتې شوه.

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره چې په افغانستان کې د پانګونې او د خپلو کانونو د استخراج له پاره ښه فرصت برابر شو، نو د نورو برخو تر څنګ اسلامي امارت د سیمنټو په برخه کې هم بهرنۍ او کورنۍ پانګونه جذب کړه.

د لوګر د سیمنټو د پروژې د قرارداد ورکړه

اسلامي امارت تر اوسه د سیمنټو د تولید، د داخلي اړتیا د پوره کولو او ځان بسیاینې په لور مهم ګامونه اخیستي دي. د بېلګې په ډول د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ۱۴۰۳ کال د لړم په اتمه نېټه د جوزجان د یتیم تاق د سیمنټو د تولیدي فابریکې د جوړولو قرارداد له یو ترکي شرکت سره د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

دغه راز، د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه نېټه د لوګر د التمور د سیمنټو د پروژې قرارداد له یو چینايي شرکت سره لاسلیک شو. یاد شرکت به شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه د لوګر د دغې سیمې د سیمنټو په اکتشاف او استخراج لګوي. دغه قرارداد هم د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په حضور کې د کانونو او پټرولیم محترم وزیر او د یاد چینايي - افغان شرکت د مسوول تر منځ د ۳۰ کلونو له پاره لاسلیک شو.

د قرارداد له مخې، یاد شرکت به په لومړي پړاو کې د کان د اکتشاف کارونه کوي او وروسته به د کارخونې د جوړولو او سیمنټو تولید پېلوي.

اسلامي امارت په هره برخه کې د افغانستان د داخلي اړتیا د پوره کولو او ځان بسیاینې په لور ګامونه اخلي. د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د سیمنټو په برخه کې دا څلورم قرارداد و چې لاسلیک شو. تر اوسه د سیمنټو د استخراج او تولید په برخه کې شاوخوا د ۶۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه له بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

د لوګر سیمنټو پروژې اقتصادي ارزښت

د لوګر د سیمنټو پروژه یوه مهمه پروژه ده او د افغانستان په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي. لاندې به يې د افغانستان له پاره په اقتصادي ارزښت وغږېږو.

۱- د بېکارۍ کچې کمول:

افغانستان کې بېکاري یوه ستونزه ده او اسلامي امارت د بېکارۍ کچې کمولو له پاره ګامونه اخلي چې ښه بېلګه يې د لوګر د سیمنټو د پروژې د قرارداد ورکړه ده. د لوګر سیمنټو پروژه کې به سلګونه تنه په مستقیم او غېر مستقیم ډول په کار بوخت شي.

۲- د سیمنټو برخه کې د داخلي اړتیا پوره کول:

د لوګر د سیمنټو پروژه به په ورځني ډول ۲۵۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي چې ورسره به د افغانستان داخلي اړتیا پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

۳- د سیمنټو وارداتو کمېدل:

له بده مرغه افغانستان د سیمنټو په برخه کې هم یو واردوونکی هېواد دی او خپل تولیدات د افغانستان داخلي اړتیا نه پوره کوي، خو د لوګر د سیمنټو پروژې په څېر پروژې به وکړای شي چې دغه اړتیا تر یو څه بریده پوره او د ګاونډيو هېوادونو د وارداتو کچه به راکمه کړي.

۴- ځایي خلکو ته د خدماتو وړاندې کول:

د لوګر د سیمنټو پروژې بله اقتصادي ګټه به د سیمې خلکو ته ورسېږي. شرکت به نه یوازې سیمنټ تولیدوي، بلکې خلکو ته به ټولنیز خدمات هم وړاندې کړي. د شرکت د مشر په وینا، د سیمې د خلکو د هوساینې له پاره به هڅې وکړي.

۵- د بهرنۍ پانګونې جذب:

د لوګر د سیمنټو پروژې قرارداد له یو بهرني شرکت سره لاسلیک شوی دی. له دې امله د افغانستان خوندي او امن چاپېریال او د یاد شرکت پانګونه به نور بهرني شرکتونه هم وهڅوي، څو افغانستان ته د پانګونې په موخه راشي.

۶- د ملي عوایدو زیاتوالی:

د لوګر د سیمنټو فابریکې سره به د افغانستان په ملي عوایدو کې زیاتوالی راشي او هغه پيسې چې د ګاونډيو هېوادونو څخه د سیمنټو په اخیستلو مصرفېږي، د هېواد په داخل کې به مصرف شي.

پایله

د بهرني اشغال او جګړو له امله د هېواد ډېری تر ځمکې لاندې کانونه استخراج شوي نه دي، خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره چې سراسري امنیت راغلی او پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې، نو د نورو برخو تر څنګ د سیمنټو په برخه کې هم پانګونه پېل شوې ده.

اسلامي امارت تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمنټو د استخراج څلور لویې پروژې په قرارداد ورکړي دي، چې د لوګر د سیمنټو قرارداد یې وروستی هغه و چې د اسلامي امارت او یو خصوصي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

 د لوګر د سیمنټو پروژې سره به له یوې خوا د افغانستان تر ځمکې لاندې شتمني استخراج شي او له بلې خوا به په هېواد کې اقتصادي وده رامنځته کړي.