د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې د هوایي دهلیزونو رول ته کتنه
لیکوال: نجیب الله مایار
سریزه
افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی چې سمندر ته مستقیمه لاره نه لري او د سوداګرۍ په چارو کې له دې امله تل له ستونزو سره مخ وي. په دې اساس هوایي دهلیزونه د هېواد د سوداګرۍ په چارو کې د آسانتیاوو راوستلو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. ځکه هوايي دهلیزونه په مستقیم ډول نورو هېوادونو ته سوداګریز توکي لیږدوي او د سوداګرۍ په برخه کې یوه اغیزناکه لاره بلل کیږي. د هوایي دهلیزونو له پاره د سوداګریزو توکو لیږدول که څه هم په لوړ لګښت تمامیږي، خو د لیږدولو د وخت کموالی او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی یې ښیګڼې دي. د هوایي زیربناوو له لارې د سیمه ییزې همکارۍ په زیاتېدو او سوداګرۍ چارو په سمون سره بېلابېل هېوادونه کولای شي له دغه فرصت څخه استفاده وکړي. هوایي د هلیزونه صادروونکو ته دا امکانات برابروي چې په آسانۍ او ډېرې چټکتیا سره خپل سوداګریز توکي د پام وړ بازارونو ته ورسوي. د هوایي دهلیزونو له لارې زیاتره هغه توکي لیږدول کیږي چې ارزښت یې لوړ او حجم یې کم وي لکه درمل، د تکنالوژۍ اړوند وسایل او نور ګرانبیه توکي چې له کوم خنډ پرته د خپلې خوښې بازار ته لیږدول کیږي او دا د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد ښه اغیز کولای شي.
په سوداګرۍ کې د هوایي دهلیزونو ارزښت
د هغو هېوادونو له پاره چې په وچه کې ګیر او سمندر ته مستقیمه لاره نه لري، هوایي دهلیزونه د سوداګرۍ او له نړیوالو بازارونو سره د یوځای کېدو یوه غوره لاره بلل کیږي. دې طرحې د سوداګریزو راکړې ورکړې لید لوری بدل او د نړۍ په اقتصاد کې یې فوق العاده رول ترسره کړی دی. اوس په نړۍ کې شاوخوا ۳۱ داسې هېوادونه شته چې په وچه کې راګیر دی، له دې ډلې ۱۵ افریقایي هېوادونه، ۱۲ آسیاسي، دوه د لاتینې امریکا او دوه نور د مرکزی او ختیځې اروپا هېوادونه دي، د دغه هېوادونو د سوداګرۍ حجم که څه هم شاوخوا ۶۰ سلنه د هغو هېوادونو په پرتله کم دی چې سمندر ته لاره لري؛ خو اړ دي چې د نورو په پرتله د خپلو توکو د لیږدولو په موخه ۵۰ سلنه ډېر لګښت وکړي.په داسې هېوادونو کې هوایي دهلیزونه د اقتصادي ودې له پاره یو فرصت دی او دوی پر ګاونډیو هېوادونو له اتکا ژغوري. په وچه کې راګیرو هېوادونو تولیدات باید یا د ګاونډیو هېوادونو له خوا نړیوالو بازارونو ته ولیږدول شي او یا هم له هوایي ترانسپورت څخه چې که څه هم په لوړ لګښت تمامیږي، باید استفاده وشي. افغانستان هم په وچه کې ګیر هېواد او سمندر ته لاره نه لري چې په تېر کې د ګاونډیو هېوادونو په ترانزیتي لارو پورې تړلی و، خو شاوخوا اته کاله وړاندې د لومړي ځل له پاره د افغانستان ۶۰ ټنه کرنیز محصولات له هوایي لارې هند ته ولیږدول شول او همدا د افغانستان د لومړني هوایي دهلیز پرانیسته وه. د هوایي دهلیز طرحه په ۲۰۱۶م کال کې د لومړي ځل له پاره په هند کې د آسیا د زړه په شپږمه ناسته کې مطرح او په ۲۰۱۷میلادي کال کې دا دهلیز د افغانستان او هند ترمنځ پرانیستل شو. له هغه وروسته له قزاقستان، چین، ترکیې، سعودي عربستان، روسیې او اروپایي ټولنې سره د افغانستان هوایي دهلیزونه هم پرانیستل شو. د ۲۰۱۹ میلادي کال د خپرو شویو شمېرو له مخې د هوایي دهلیزونو له لارې په ۹۰۵ الوتنو کې ۹۰۰۰ ټنه تولیدات بهر ته صادر شوي دي. دا چې د هوایي دهلیزونو له لارې د سوداګریزو توکو لیږدولو په لوړ لګښت تمامېدل، نو دولت د دغه لګښت شاوخوا اتیا سلنه د سبسایډي په ډول پرغاړه اخیستی و. د خپرو شویو شمېرو له مخې د هوایي دهلیزونو په ایجاد سره د هېواد په صادراتو کې دېرش سلنه لوړوالی راغلی و. په تېرو کلونو کې د ټولو هوایي دهلیزونو شمېر ۴۰ ته رسېده او شاوخوا ۳۰۰ سوداګرو له دې لارو څو هېوادونو لکه هند، متحده عربي امارات، چین، روسیې او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو لکه بریتانیا، فرانسې او آلمان ته خپل سوداګریز توکي لیږدول. د سوداګریزو توکو لیږدونکو الوتکو د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف له هوایي ډګرونو الوتنې کولې. د دغه توکو ډېر یې وچه او تازه مېوه، سبزیجات، طبی بوټي، ګرانبیه ډبرې، غالۍ او قرهقل وو. د اقتصادي کارپوهانو په وینا هوایي دهلیزونو د توکو د لیږد رالیږد لیدلوری بدل کړ او د افغانستان د سوداګریزو بستو د لیږد پروړاندې په ټوله نړۍ کې کوم محدودیت نه و؛ ځکه چې په دې سره له نړیوالو بازارونو سره د افغان سوداګرو په چټک ډول وصل شول. په دې موخه سلګونو شرکتونو له دغه بهیر څخه د استفادې په موخه نوم لیکنه وکړه؛ ترڅو خپل توکي په نړۍ کې د خپلې خوښې بازارونو ته ورسوي.
د هوایي دهلیزونو ستونزې
د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد بېلابیلې لارې لکه ځمکنې، سمندري او هوایي لارې په خپل وار ښېګڼې او بدګڼې لري چې له هغه څخه استفاده د هېوادونو په جغرافیوي جوړښت، د لارو واټن، د توکو ډول او زیربناوو په شتون پورې اړه لري. د بېلګې په توګه په وچه کې ګیر هېوادونه نړیوالو بازارونو او سمندرونو ته د لاسرسي په موخه اړ دي چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې او یا هم د هوا له لارې خپل توکي ولیږدوي. د هوا له لارې لیږد را لیږد د سوداګرۍ له پاره یوه نسبتأ نوې او چټکه بڼه ده، خو واټن ته په پام سره یې لګښت هم توپیر لري. په تېرو کې د دغه توکو د لیږد شل سلنه لګښت د سوداګرو له خوا او پاتې نور د نړیوالو ملاتړو له خوا ورکول کېده. که څه هم د توکو په لیږدولو راغلي لګښتونه بېلابیلو هېوادونو ته واټن ته په پام توپیر لري، خو ډېر یې د یو کیلو ګرام توکو لیږدول له پنځوس سنټو څخه تر دوه نیم ډالرو پورې لګښت درلود. همدې چارې ډېر سوداګر وهڅول چې د هوایي د هلیزونو له لارې صادراتو ته مخه کړي، اقتصادي کارپوهان د هوایي دهلیزونو لاره یو« لنډمهاله او ناپایدار» لاره ګڼي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې یې چندان اغیز نه درلود. د خپرو شویو شمېرو له مخې په تېره اداره کې دولت د هوایي دهلیزونو له لارې د صادراتو له پیلېدو شاوخوا یو میلیارد او ۳۵ ملیونه افغانۍ چې شاوخوا دیارلس میلیون ډالره کیږي پانګونه کړې وه، که څه هم په پیل کې ویل کېدل چې دا بودجه د افغانستان د نړیوالو ملاتړو له خوا ورکول کېده، خو په وروستیو کې د مالیې وزارت مسؤلینو ویلي چې دا لګښت له ملي بودجې ورکول کیده. د دولت له خوا سبسایدي ورکولو په سوداګرو بوج کم کړی و، خو که دا سبسایدي نه وي، نو ښایي د سوداګرو له پاره ډېره ګټه ونه لري. پردې سربېره یو شمېر نورې ستونزې هم موجودې وې لکه نا منظمې الوتنې او د کارګو الوتکو نشتوالی چې وخت ناوخت به سوداګرو د ستونزې په توګه یاداوه. د هوایي دهلیزونو له لارې ټول توکي په بار وړونکو الوتکو کې لیږدول کېدل چې حجم یې د پام وړ کم و. له دې امله یوه سوداګر کولای شول څلور، پنځه ټنه توکي صادرکړي. بله ستونزه سوداګرو ته د بهرنیو هېوادونو د ویزو نه ورکول و، چې له امله یې افغان سوداګر اړ کېدل خپل سوداګریز توکي په بهرنیو دلالانو او کمیشنکارانو و پلوري او له اصلي پیرودونکو سره هېڅ اړیکه ونه لري. د سوداګرۍ چارو کارپوهان وایي که دولت افغان سوداګرو ته سبسایدي و نه مني، سوداګر نشي کولای د مسافر وړونکو الوتکو له لارې سوداګریز توکي بهر ته ولیږدوي.
پایله
یادو ستونزو او د هوایي ترانسپورت لوړ لګښت ته په پام سره ویلای شو چې دا سیستم اقتصادي اساس نه لري او یوه لنډ مهاله حل لاره ده. نو له دې امله اړتیا ده چې په نورو لارو چارو لکه له اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران سره د ریل پټلۍ غځول، د لاجوردو له لارې استفاده، د چابهار بندر او مسیر تقویه کول، له چین سره د ځمکني نښلتیا په موخه د واخان د لارې هوارول او پخول او هند سره د ترانزیت په برخه کې د شته ستونزو حلول دي. همدا رنګه افغانستان باید له هغه نړیوال حق څخه ګټه واخلي او سمندر ته لاره ومومي چې په وچه کې ګیرهېوادونه یې د نړیوالو قوانینو له مخې لري. د هوا له لارې د افغانستان د صادراتي توکو لیږدول چې ډېر یې وچ او تازه کرنیز محصولات دي، ډېر وزن لري چې د هوایي د هلیزونو له لارې یې کیدای شي ډېره لږه اندازه، هغه هم په لوړ لګښت صادرشي. د سمندري لارې د نشتوالي په صورت کې د ځمکې لار او په تېره بیا د ریل پټلۍ یوه آسانه او ارزانه لار بلل کیږي. خو دې موخو ته رسېدل له شک پرته د سیمې او نړۍ له هېوادونو او په تېره بیا ګاونډېیو هېوادونو سره د افغانستان د تعامل په بڼې پورې تړاو لري.