د افغانستان د غالۍ اوبدلو صنعت اقتصادي ارزښت

مقاله

قیس احمد

سریزه:

په افغانستان کې د لاسي صنایعو له جملې یو مهم یې د غالیو اوبدلو صنعت دی. په هېواد کې د دې صنعت تاریخي مخینه سلګونو کلونو ته رسېږي. لاسي غالۍ د افغانستان د تاریخ، هویت او کلتور یوه مهمه برخه ده، چې د هېواد په اقتصاد کې یې هم د پام وړ رول لوبولی.

دغه صنعت ته چې تر ډېره غریب هېوادوال او په ځانګړي ډول ښځې پکې پر کار بوختې دي، د تېر شل کلن اشغال پر مهال توجه نه وه شوې او زیان ورته رسېدلی و. خو واک ته د افغانستان اسلامي امارت په رسېدو سره د دې صنعت پياوړتیا د ستونزو حل او ملاتړ ته لومړیتوب ورکړل شو.

په دې وروستیو کې دغه صنعت د پام وړ وده کړې ده. هغه کسان چې په دغه صنعت کې پر کار بوخت دي، خوښ دي چې کاروبار یې غوړېدلی او ښه بازار یې پيدا کړی دی. موږ په دې مقاله کې د غالۍ اوبدلو صنعت پر اقتصادي ارزښت او د بې‌کارۍ کچې په کمولو کې د هغه پر رول لنډې خبرې کوو.

د غالۍ اوبدلو صنعت

غالۍ اوبدل د افغانستان د لرغونو صنایعو له ډلې دي، چې تاریخي مخینه یې سلګونو کلونو ته رسېږي. دغه صنعت په دودیز ډول له یو نسل بل ته انتقال شوی. دې صنعت ته د افغانانو د مخ اړولو یو دلیل دا ښودل شوی چې زیات شمېر افغانان مالداري کوي او له دې لارې په زیاته کچه وړۍ لاسته راوړي. د دې وړیو د کارونې تر ټولو مهم ځای غالۍ دي.

دغه صنعت تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو لکه بلخ، تخار، فاریاب، سرپل، کندوز، جوزجان، سمنګان او همداراز هرات ولایتونو کې دود دی. په دې کې ترکمن، ازبیک، بلوچ، هزاره او یوشمېر سیمو کې پښتانه قومونه چې زیاتره برخه یې ښځې دي، پر کار بوخت دي.

افغاني غالۍ له طبیعي وړیو اوبدل کېږي. دغه وړۍ تر مینځلو، ویشنلو، رېشلو او رنګولو وروسته په تار بدلېږي چې د اوبدلو ځانګړي سبکونه، دودیزې نقشې، رنګونه، قیچي کول او د پروسس ځانګړې طریقه لري. افغاني غالۍ بېلابېل ډولونه لري چې مهم هغه یې ترکمني، بلوچي، کلیم، اندخوی او قزاقي دي.

د غالۍ اوبدلو صنعت اقتصادي ارزښت

غالۍ اوبدل په هېواد کې د هغو صنعتونو له جملې دی چې په زرګونو کسان پکې پر کار بوخت دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې صنعت کې شاوخوا یو میلیون هېوادوال په مستقیم او غیر مستقیم ډول پر کار مصروف دي. په کور دننه هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابرېدل د هېواد له اقتصادي ودې، د پلور او پېر ځواک له غښتلتیا او د خلکو د ژوند له سطحې سره مستقیم ارتباط لري. څومره چې کاري فرصتونه زیاتیږي، هغومره منجمدې پیسې پر حرکت راځي او اقتصادي وده پراختیا موندلی شي.

دغه په لاس اوبدل شوو غالیو یوه برخه په هېواد کې دننه پلورل کېږي او ډېره برخه یې بیا بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي. غالۍ د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو څخه دي چې روسیې، امریکا، اسټرالیا، اروپا، ترکیې، یوشمېر عربي او افریقايي هېوادونو ته، چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي، صادریږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، بهرنیو هېوادونو ته په تېر ۱۴۴۷ قمري کال کې د څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۶۰ زره متر مربع غالۍ صادرې شوې دي. دا رقم دوه کاله مخکې دوه میلیون ډالر و چې اوس د پخوا په پرتله اووه برابره زیاتوالی ښيي. افغاني غالۍ په بهرنیو هېوادونو کې د ځانګړي ډیزاین، کیفیت او طبیعي تار له امله ښه بازار لري.

بهرنيو بازارونو ته لاسرسی په کور دننه د زیات تولید، نوښت، کیفیت او سیالۍ کلتور پياوړی کوي. افغاني غالیو ته د بازارموندنې په موخه اسلامي امارت په بهرنیو هېوادونو لکه چین، ایران، ازبیکستان، قزاقستان، ترکیې، اذاربایجان او یوشمېر نورو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ کړي. په هغه نندارتونو کې له بهرنیو خصوصي شرکتونو سره د افغاني غالیو د پېر او پلور زیات تړونونه لاسلیک شوي. اټکل کېږي چې د دې تړونونو له کبله په راتلونکي کې د غالیو صادرات نور هم زیات شي.

بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په نوم او نښان د افغاني غالیو صادرېدل د افغانستان هویت او د خلکو کلتور ژوندی ساتي. د اسلامي امارت له راتګ وړاندې افغاني غالۍ د یوشمېر نورو هېوادونو په نوم او نښان بهرنیو هېوادونو ته صادرېدلې، چې د افغانستان دې لاسي صنعت ته یې زیان رسولی و. دلته د غالۍ اوبدلو صنعت ۴۰ سلنه فعالیت درېدلی و او په دې برخه کې مصروف هېوادوال له نامعلوم حالت سره مخ و. اوسمهال ټولې غالۍ د افغانستان په نوم او نښان صادریږي.

هغه افغانان چې له دې وړاندې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانۍ غالیو پر اوبدلو مصروف وو، زیاته برخه یې اوس هېواد ته له خپلې پانګې او تخنیکي وسایلو سره راغلي دي. په دې سره په هېواد کې د پانګونې کچه زیاته شوې، د نورو پانګوالو باور زیات شوی او په دې برخه کې لوی او پياوړي شرکتونه جوړ شوي.

یوه ستونزه چې پخوا په دې صنعت کې موجوده وه، هغه د بهرنیو غالیو او فرشونو زیات واردات وو. اسلامي امارت د دې ستونزې د حل په موخه ګام پورته کړی. په ورته بهرنیو غالیو او فرشونو یې تعرفې زیاتې کړې دي، څو په کور دننه تولید شوې غالۍ په بازار کې د هغوی سیالي وکړای شي. اسلامي امارت د غالیو صنعت د ملاتړ په موخه د خامو موادو پر وارداتو هم مالیات د پام وړ راټیټ کړي، چې د غالۍ اوبدونکو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.

د غالیو د پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې لا هم ستونزې شته. د دې ستونزو د حل لپاره هم اړوندې ادارې لګیا دي. هغوی کوښښ کوي چې په دې برخه کې د فني او مسلکي کسانو پر مټ دا خلا ډکه شي. د کیفیت د نړیوالو معیارونو په پام کې نیول، ترانسپورټ او بانکي محدودیتونه هغه ستونزې دي چې د دې صنعت د لا زیاتې ودې په مخکې خنډ ګرځېدلې دي. که دغه ستونزې حل شي، افغاني غالۍ به لا زیات شهرت ته ورسېږي.

پایله

غالۍ د افغانستان د لاسي صنایعو مهم صنعت دی، چې د تاریخي، کلتوري او اقتصادي اهمیت له امله ځانګړی ځای لري. په دې صنعت کې پر زرګونو هېوادوال په ځانګړي ډول ښځې پر کار مصروفې دي. دوی له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. افغاني غالۍ د خپل لوړ کیفیت، ځانګړو ډیزاینونو او طبیعي خامو موادو له امله په نړیوالو بازارونو کې ښه شهرت لري او د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو څخه ګڼل کېږي.

اسلامي امارت د غالۍ اوبدلو صنعت د ودې په موخه په کور دننه او بهر کې نندارتونونه جوړ کړل، پر صادراتو او خامو موادو یې مالیات راټیټ او په ورته بهرنیو غالیو او فرشونو یې تعرفې زیاتې کړې، چې له برکته یې په دې وروستیو کې بهرنیو بازارونو ته د افغاني غالیو لاسرسی زیات شوی، په صادراتو کې زیاتوالی راغلی، په کور دننه دغه صنعت وده کړې او پانګونه پکې زیاته شوې ده.

دې د هېواد پر اقتصادي وده مثبت اغېز کړی او د بې‌کارۍ کچې په کمولو کې یې هم مهم رول لوبولی دی. د دې ترڅنګ د غالیو په پروسس او بسته‌بندۍ، د بانکي خدمتونو او ترانسپورټ په برخو کې ځینې ستونزې شته، چې اړوند ادارې یې پر حل بوختې دي.