قطر هېواد ته د افغان کارګرانو استولو د پروسې د پیل په غونډه کې د حاجي ملا صاحب وینا:

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌ اما بعد

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ (الایه)

محترمو امارتي مسوولینو، قدرمنو مېلمنو او ټولو ګډونوالو ته!

السلام علیکم ورحمة وبرکاته

نن موږ او تاسو د یوې مهمې پروسې د پېل په اړه راټول سوي یو. دا پروسه به په ټوله کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت مثبت تاثیر وکړي او د بېکارۍ کچه به تر یو بریده راکمه کړي.

د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د بېکارۍ کچې کمولو ته ژمن دی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې تل هڅه کړې څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې په هېواد کې کاري فرصتونه ایجاد کړي.

په هېواد کې د مختلفو پروژو عملي کارونه روان دي او له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا موندلې ده، دې ټولو د هېواد د کار په بازار مثبت تاثیر کړی او ډېر کاري فرصتونه یې ایجاد کړي دي، خو اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او بېکارۍ کچې د کمولو له پاره دا ګامونه کافي نه ګڼي او هڅه کوي تر څو د مختلفو طریقو له لارې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راکمه کړي.

 د دې له پاره ضروري وه چې په کور دننه د کاري فرصتونو له ایجاد سربېره له هېواد څخه بهر هم هېوادوالو ته کاري فرصتونه وموندل سي او هېوادوال په قانوني ډول نورو هېوادونو ته د کار کولو له پاره ولاړ سي.

 

نورو هېوادونو ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو استول به په هېواد کې د بېکارۍ کچې کمولو کې مرسته وکړي او د هېوادوالو پر اقتصادي وضعیت به مثبت تاثیر وکړي. له کوربه هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته به لا ډېره پراختیا ورکړي، د دواړو هېوادونو د نږدېوالي لامل به وګرځي او د افغانستان نړیوال اعتبار به لوړ کړي.

د هېواد د اشغال په پایله کې رامنځته سویو ناخوالو ګڼ شمېر افغانان مجبور کړل چې د هېواد داخل کې د کاري فضا خرابېدو او کاري فرصتونو د نه شتون له امله هېواد پرېږدي او د غیر قانوني لارو له طریقه نورو هېوادونو ته ولاړ سي، چې له بده مرغه ګڼ شمېر هېوادوال خپلو هیلو ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په پرمختللو هېوادونو کې د افغان کارګرانو کار کول دوی ته دا فرصت ورکوي چې نوي مهارتونه زده او له نوې ټيکنالوژۍ سره بلد سي او بیا یې خپل هېواد ته له راتګ وروسته د هېواد په ګټه وکاروي.

نورو هېوادونو کې د روزل سویو افغان کارګرانو له تجربو څخه د هېواد په داخل کې ډېره استفاده کېدای سي. اسلامي امارت په دې اړه جدي هڅې پیل کړې، څو په بهر کې د روزل سویو کارګرانو له تجربو او مسلکي مهارتونو څخه د هېواد په ګټه کار واخلي.

د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې ټولو ماهرو او تخنیکي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، خو لکه څنګه چې پوهېږو، هېڅ هېواد په کور دننه خپلو ټولو هېوادوالو ته کاري فرصتونه نه سي ایجادولای او اړ دي چې د نورو هېوادونو کاري بازارونو ته یې واستوي او افغانستان هم په دې اړه مستثنی نه دی.

په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت مناسبه وګڼله چې له قانوني لارو څخه نورو هېوادونو ته افغان کارګران واستوي، چې له نېکه مرغه اوس د دغې پروسې د پېل شاهدان یو.

په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسوولینو څخه مننه کوم چې هڅې یې وکړې او قطر ته یې د افغان کارګرانو د قانوني انتقال زمینه یې برابره کړه. له دوی غوښتنه لرم چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

 له دوست هېواد قطر څخه هم مننه کوم چې په دې برخه کې يې همکاري وکړه او افغان کارګران قبلوي. غوښتنه کوم چې قطر هېواد دې په دې اړه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه پروسه اوږد مهاله کړي. له نورو هېوادونو څخه هم هیله لرم چې ورته اقدام وکړي، د افغان کارګرانو قانوني انتقال ته زمینه برابره کړي او د افغان کارګرانو له استعداد او مهارتونو څخه ګټه واخلي.

په پای کې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د افغانستان اسلامي امارت هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې هڅې کوي، څو په هېواد کې د بېکارۍ کچه کمه سي او هېوادوال مو هوسا او خوشاله ژوند ولري.

والسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته