د تاتارستان د لومړي وزیر له مرستیال سره دلیدنې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على سید الانبیاء والمرسلین و على آله و أصحابه أجمعين، أما بعد!
د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او راغلي پلاوي ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
افغانستان ته د راتګ له امله درته ښه راغلاست وایم. هرکله راسئ.
خوښ یم، په داسې وخت کې سره وینو چې د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې نوي پړاو ته داخلې سوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له امله د روسیې فدراسیون څخه مننه کوو. د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو له پاره دروازه پرانیسته.
ستاسو راتګ به د کابل او کازان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او ګډې سوداګرۍ په زیاتېدو کې رغنده رول ولوبوي.
موږ غواړو د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولرو. په دې اړه مو د کازان په شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې د تاتارستان له محترم ولسمشر سره هم بحثونه درلودل او ویلي مو و چې د افغانستان اسلامي امارت د تاتارستان جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو سره په مختلفو برخو کې د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب هڅې کوي. د افغانستان دروازه د ټولو هغو هېوادونو پر مخ خلاصه ده چې غواړي په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
اوسمهال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر سوي دي. اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو د پانګونې ملاتړ کوي او په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
تاسو ته بهتره معلومه ده چې په افغانستان کې له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت راغلی دی او دې کار د پانګونې له پاره مناسبه زمینه برابره کړې ده. د تاتارستان جمهوریت کولی سي چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
موږ غواړو چې تاتارستان په افغانستان کې د نفتو او ګازو په استخراج او تصفیه خانو جوړولو کې پانګونه وکړي. افغانستان د نفت او ګازو لویې زېرمې لري چې استخراج يې دواړو لورو ته ډېره اقتصادي ګټه رسولی سي.
د کازان شپاړسم اقتصادي فورم په څنډه کې ستاسو د جمهور رئیس سره د لیدنې پر مهال د کاماز موټرو تولیدوونکي شرکت ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د کاماز موټرو ترمیم کوي او دغه صنعت ته به پراختیا ورکړي.
افغانستان کې په ډېره اندازه کاماز او نور روسي ساخت موټر سته چې ترمیم ته اړتیا لري. کاماز شرکت ته بلنه ورکوم چې په افغانستان کې څومره ژر کیږي خپل عملي کارونه پېل کړي.
د امریکايي اشغال د خاتمې پر مهال زموږ یو شمېر هليکوپترې په لوی لاس ویجاړې سوې. د کازان د هلیکوپترو له شرکت څخه غوښتنه کوم چې د دغو ویجاړو سویو هلیکوپترو په ترمیم کې له موږ سره همکاري وکړي.
موږ غواړو چې تاسو په دې برخه کې نوره پانګونه هم وکړئ، ځکه افغانستان کې اوس د زېربناوو په برخه کې د پانګونې ښه فرصتونه سته. د ترانسپورټي زېربناوو جوړول د سیمه ییز اتصال له پاره ډېر مهم دي.
همدارنګه موږ غواړو چې د کرنې سکټور په عصري کولو او میکانیزه کولو کې ستاسو له تجربو زده کړه وکړو. په دې اړه ستاسو د همکارۍ غوښتونکي یو.
د ګډې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې ستاسو له جمهوریت څخه د باکیفیته خوراکي توکو، دواګانو او تخنیکي وسایلو واردات ولرو. همدارنګه غواړو چې ستاسو جمهوریت ته هم په خپلو صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راولو.
زموږ او ستاسو ترمنځ د پانګونې او سوداګریزو اړیکو پراختیا له پاره نږدې کار ته اړتیا ده. په دې برخه کې به زموږ له لوري د صنعت او سوداګرۍ محترم وزیر صاحب تر څنګ د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د ملي دفاع، کانونو او پټرولیم او ټولګټو وزارتونو مسوولین به ستاسو سره له نېږدې کار وکړي تر څو د دې سفر په نتیجه کې د ګډې سوداګرۍ زیاتوالي، مختلفو برخو کې د پانګونې او د اقتصادي همکاریو پراخوالي په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.
په پای کې یو ځل بیا ستاسو له راتګ څخه مننه کوم. هیله لرم چې ستاسو دغه راتګ به د کابل او کازان ترمنځ د اړیکو یو نوی باب پرانیزي. په افغانستان کې به د تاتارستان جمهوریت د پانګونې د شروع کېدو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل وګرځي.
له توجه مو مننه