ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

masih_admin
Thu, Jan 01 2026 11:01 AM
ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته د ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې په ورځني ډول ۵۰۰۰ ټنه تولید ته د جبل السراج سیمنټو فابریکې د ظرفیت لوړول، په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس په ظرفیت د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د فابریکې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه په ظرفیت د حرارتي برېښنا تولیدي فابریکې جوړول، د نورستان ولایت په کامدیش، د زابل ولایت په ارغنداب، د جوزجان ولایت په منګجک، د بغلان ولایت په ډنډغوري، د کندهار ولایت په دامان، د سرپل ولایت په سنچارک، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان، د غور ولایت په شهرک، د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد، د کونړ ولایت په خاص کونړ او د بلخ ولایت په البرز ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د پنجشیر او دایکنډي ولایتونو د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

Latest news

Tue, Sep 22 2026 10:56 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Inspects Products of Mofeed Manufacturing Company

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, inspected the products of the Mofeed Edible Oil, Animal Feed and Poultry Feed. . .

Tue, Sep 22 2026 10:53 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Lays Foundation Stone for Industrial Township in Balkh

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, laid the foundation stone for the Imam Shaqiq Balkhi (RA) Industrial Township. . .

Tue, Sep 22 2026 10:49 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Launches Construction of an Industrial Park in Baghlan Province

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, officially launched the construction of the Qutaybah ibn Saeed al-Baghlani. . .

BACK TO NEWS