د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
Wed, Feb 25 2026 1:47 PM
د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د شرعي عقد (استصناع) پر بنسټ د سوداګریز مارکېټ د جوړېدو طرحې په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو. د راپور له مخې یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به دغه سوداګریز مارکېټ په څلورو پوړونو کې ۶۹ دوکانونه او همداراز د وسایطو لپاره جلا پارکینګ او شنه ساحه ولري.

همدارنګه د خصوصي سکټور له لوري په کابل ښار کې د کابل ښاروالۍ پر ملکیتونو په ۱۸ ساحو کې د عامه تشنابونو او په ۱۳ ساحو کې د سوداګریزو مارکېټونو او عامه تشنابونو د جوړولو په اړه پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ۱۳ مشخصو شوو ځایونو له جملې د یوشمېر ځایونو په اړه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي او مالي بحثونه ترسره او پاتې نور ځایونه دې کابل ښاروالي د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري. یاده کمېټه دې خپل راپور په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 10:37 AM
Background image

Inter-ministerial Investment Committee Meeting Held

The regular meeting of the Inter-ministerial Investment Committee was held on October 20, 2026, at the Marmarin Palace.
During the meeting, the private sector presented an investment. . .

Tue, Oct 20 2026 2:24 PM
Background image

Emphasis Placed on Controlling the Prices and Quality of Goods in the Country

A special meeting of the Economic Commission, chaired by the Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, was held today (Tuesday), October 20, 2026, at the. . .

Sun, Oct 18 2026 12:11 PM
Background image

Special Week to Support Needy Countrymen Held

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, attended a ceremony today (Sunday), October 18, 2026, organized by the Afghan Red Crescent Society to mark a. . .

BACK TO NEWS