د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه، په فاریاب ولایت کې د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې چارو په بشپړېدو سره شاوخوا ۶۰ زره مصرفوونکو ته د باثباته او ډاډمنې برېښنا زمینه برابره شوې ده. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې دغه پروژه به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو، د صنعتي فعالیتونو په پراختیا او د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مثبت رول ولري. محترم ملا صاحب وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې په کم وخت کې ګڼې پروژې عملي کړې دي، چې له امله یې پر وارداتي برېښنا تکیه او د برېښنا پرچاوي کمه شوې او د صنعتي فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته شوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې تر راتلونکي یو کال پورې به د پایداره برېښنا د تأمین په موخه د برېښنا د زېربناوو د پراختیا نورې سترې پروژې عملي او د برېښنا موجود ظرفیت به څو برابره لوړ شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، افغانستان اوسمهال ښه امنیت تجربه کوي، چې د نړۍ په اکثریت هېوادونو کې یې ساری نه لیدل کېږي او په خبره یې، د اسلامي امارت له بیا حاکمیت راپدېخوا افغانستان ته په مسلسله توګه بهرني سیلانیان او اتباع راځي او د هېواد مختلفو لیرې پرتو سیمو ته پرته له خنډ او ویرې سفرونه کوي. محترم ملا صاحب وویل: «هغه هېوادونه چې افغانستان ته د خپلو اتباعو سفرونه د امنیتي ویرې له امله ځنډوي؛ دا یوه کاذبه ادعا ده او دا ډول کړنې پرته له تبعیضي سیاسي توجیې بله هېڅ ډول منطقي توجیه نه لري. زموږ هیله دا ده چې د نړۍ ټول هېوادونه د واقعیتونو د تحریف پر ځای د رښتیني او معنادار تعامل ژبه پیدا او پیاوړې کړي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په پای کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د لویو او متوسطو پانګونو لپاره خوندي او مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د میمنې– اندخوی د برېښنا لېږد لین ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په بیارغونه یې شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی. دغه پروژه د افغان انجینرانو له لوري تطبیق او مالي تمویل یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري شوی دی.
