د کابل د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پیل په پرانیست‌غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۱۲

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ﴿۲۰

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترم مشرتابه، د بېلا بېلو امارتي ادارو قدرمنو مشرانو او مسؤلینو، درنو مشرانو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

الله تعالی دې وکړي چې له صحت او عافیت څخه به برخمن یاست.

ډېره د خوښۍ ورځ ده چې د افغانستان د ټرانسپورټي زیربنا د پراخولو په برخه کې یو مهم ګام اخلو او د کابل ولایت اړوند د پغمان ولسوالۍ ارغندۍ کې د معیاري ټرانسپورټي ترمنیل جوړولو د پروژې پرانیسته کوو. په لومړي قدم کې د دغې مهمې او ملي پروژې د پیل له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له تله مبارکي وایم.

ګرانو هېوادوالو!

دا ډېره روښانه ده چې د ترانسپورتي زیربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي. خو په ډېر تأسف سره به ووایم چې د تېرو لسیزو جګړو، نا امنۍ او فساد له امله د ګران هېواد ترانسپورتي زیربناوو نه یوازې دا چې لازمه پراختیا یې نه ده کړې، بلکې د ترانسپورت په برخه کې شته زیربنا هم د ټیټ کیفیت له امله تخریب سوې ده؛ عامه ملکیتونه د شخصي افرادو له لوري غصب سوي دي او د لویو لارو او سرکونو حریمونه کوچني سوي دي. په دې توګه په ترانسپورتي او مواصلاتي زیربناوو کې پانګونه، د غصب سویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سرکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي.

محترمو حاضرینو!

د ترانسپورتي زیربنا د پراخولو او رغولو په دوام دا دی نن د کابل ولایت اړوند پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ کې د یو مهم ترانسپورتي ترمینل د عملي چارو د پیل پرانیسته کوو؛ د دې ترمینل په جوړېدو شاو خوا (یو میلیارد دوه سوه پنځه اتیا میلیونه افغاني) مصرف راځي چې د افغانستان له ملي پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي، دغه پروژه چې چارې یې د هریرود ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، ۴۲  بېلا بېل مهم تأسیسات پکې جوړیږي چې د دوو کلونو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل سي. د یاد مهم ترانسپورتي ترمنیل په جوړېدو سره به ترانسپورتي اسانتیاوې زیاتې سي، د انتقال اړوند چارو په چټکتیا او غوره تنظیم کې به مهم رول ولوبوي، اړوند لګښتونه به ورسره کم سي، ډېر شمېر هېوادوالو ته به په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره سي او د ګڼې ګوڼې او ترافیکي ستونزو په کمولو کې به د پام وړ مرسته وکړي.

لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، تاسې عملاً وینئ چې په ټول هېواد کې د ترانسپورتي زیربنأ رغولو او پراخولو په برخه کې چارې په چټکۍ سره روانې دي، ډېر شمېر سرکونه او لویې لارې مو د تېرې ادارې د افرادو له غصب څخه خلاص کړل، د پلان مطابق مو اصلي حریمونه تشخیص کړل او د سرکونو د پراختیا او وسعت کارونه په معیاري او چټکه توګه روان دي.

ګرانو هېوادوالو!

د افغانستان اسلامي امارت د عصر اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو نه یوازې د ترانسپورتي زیربناوو د رغولو او پراخولو په برخه کې کلک هوډ لري، بلکې د نورو بنسټیزو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په پای کې د دغې مهمې ملي پروژې د عملي کوونکي شرکت له مسوولینو څخه په ټینګار غواړم، چې د پروژې کیفیت ته جدي پام وکړي او د اوږد مهاله ګټې اخیستنې اصل ته په پام ټول معیارونه په نظر کې ونیسي.

یو ځل بیا د دغې مهمې پروژې د پیل له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له تله مبارکي وایم او وعده ورکوم چې اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي زیربناوو د جوړولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ګرانو هېوادولو ټولو اساسي ستونزو ته به په وخت رسیدګي کېږي.

ان شاءالله

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته