محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي میاشتې په څلورمه نېټه د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده. دا په افغانستان کې د المونیمي قطیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي. دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS