د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د برېښنا یو شمېر لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۴۴
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د برېښنا یو شمېر لویو پروژو  چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي میاشتې په څلورمه نېټه په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ لویو پروژو څخه دڅلورو یې چارې پيل او  پنځه نورې یې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او ویې ویل، چې د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به د باثباته برېښنا خاوندان شو.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همدا ډول ټولو هغو پانګوالو ته چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، زیری ورکړ چې له یوې خوا به ورته پنځه کلن مالیات معاف کړي او په ورته وخت کې به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول حالاتو کې دوی ته دایمي برېښنا هم ورسوي. هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د محدودونکو سیاستونو پر ځای تعاملي سیاستونه غوره او د دغه هېواد ننني امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه کوي. د هغه په خبره، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قراردادي شرکتونو له مسوولینو او تخنیکي ټیمونو څخه وغوښتل چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌سټېشنونو جوړول هغه پروژې دي چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي.

همدارنګه په نویو پيل شوو پروژو کې د پُل هاشمي سب‌سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS