د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه جوړه شوې لار نقشه پلې کېږي

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره وکتل. دغه لیدنه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې ترسره شوه. د دغه لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ په مختلفو اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان له قزاقستان سره ګډ مشترکات لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو خورا مثبت اغېز درلودلی او د پانګونې فرصتونه یې زیات کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لارې نقشې مسوده لاسلیک کړې ده. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د دې لار نقشې په پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو سوداګرۍ، کرنې، د کانونو استخراج، ترانسپورټ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.
محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت چمتو دی چې له قزاقستان سره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې موجود فرصتونه شریک او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې موافقتنامه لاسلیک کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پراختیا او د افغانستان د نفتو ساحو په توسعه او اکتشاف کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. همدارنګه محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد د وارداتو او صادراتو کچې د زیاتوالي په موخه د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې په لنډ وخت کې به قزاقستان ته ورمعرفي شي. د هغه په خبره، په دې سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه اسلامي امارت د څلورو هېوادونو د واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده چې افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان به يې برخوال وي ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده. همدا راز محترم ملا صاحب د کابل او استانې ترمنځ د پروازونو پر پيل، افغان سوداګرو ته د قزاقستان د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د سيمې هېوادونو سره په ګډه جوړېدونکې اقتصادي مجمع کې د افغانستان پر فعالې برخې اخيستو ټینګار وکړ.
ورپسې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین وویل، قزاقستان د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او ویني چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي. ژومانګارین زیاته کړه، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. نوموړي وویل، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ - هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغه پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتو دی. د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، قزاقستان د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري، چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنیټ ورکړي. ژومانګارین وویل، قزاقستاني پانګوال په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او په دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي. د دغه لیدنې پر مهال قزاقستاني لوري افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو او همدا راز د روغتیا او تعلیم برخو کې ګډو همکاریو ته چمتووالی وښود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې پټلۍ په یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی وکړ او هغوی ته یې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.