د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه. دغه نندارتون نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند صنعت د هر ملت د پرمختګ اساس یاد کړ او ویې ویل، موږ نن ورځ د هغو هېوادونو شاهدان یو چې یوازې د صنعتي انقلاب له برکته یې خپل زېربنايي بنسټونه قوي کړي، بېکاري یې له منځه وړې او خپلو تولیداتو ته یې ښه مارکېټونه پیدا کړي دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د صنعت اوونۍ یوازې سمبولیک عنوان نه، بلکې دا د یوه حرکت، بدلون او قوي عزم څرګندونه کوي، چې موږ باید له وارداتي اقتصاد څخه؛ تولیدي، صادراتي او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد لوري ته ولاړ شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د اسلامي امارت له راتګ سره سم د صنعت سکټور د پام وړ پرمختګ کړی. تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې، چې له امله یې نږدې اویا زره هېوادوالو ته د دایمي کار زمینه برابره شوې ده. اوسمهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې خودکفایۍ ته رسېدلی، دغه پرمختګ نه یوازې د بېکارۍ د کمولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي، بلکې د اقتصادي ثبات او پیاوړتیا لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د صنعتي کېدو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړېدو ته لومړیتوب ورکړی، چې په نېږدې ورځو کې به په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو ته د ځمکو د ملکیت سند د ورکړې شاهدان و اوسو. دا صنعتي پارکونه به نه یوازې د تولید لپاره چاپېریال برابر کړي، بلکې لسګونه زره هېوادوالو ته به د کار زمینه هم مساعده کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي. د دې تر څنګ ټولو امارتي ادارو ته هدایت شوی، چې په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو په پرتله څه نا څه ټیټ وي.
د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندراتون په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. دا مهال د برېښنا، کانونو، کرنې، صنعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو، روغتیا او ګڼو نورو سکټورونو کې کورنیو او بهرنيو پانګوالو عملاً پانګونې کړې او په دې برخه کې ورته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
محترم ملا صاحب صنعتکاران د هېواد د اقتصاد جوړولو اساسي ځواک وباله او د صنعت په برخه کې یې د هغوی د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه:« تاسې په خپلو تولیداتو کې د کیفیت، قیمت او کمیت تضمین راکړئ، زه له همدې سټېجه وعده درکوم چې د کورني تولید د ملاتړ په موخه به له بهر څخه پر ورته واردېدونکو اقلامو د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړه کړو.»
د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړيوال نندارتون د هېواد د ملي صنعت د وړتیاوو، ظرفیتونو او لاسته راوړنو د معرفي کولو په موخه جوړ شوی، چې سلګونو کورنیو شرکتونو د خوراکي توکو، درملو، لبنیاتو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، غالیو، پلاستیک، بټریو جوړولو، اوسپنې ویلې کولو او لسګونو نورو برخو کې خپل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. دغه نندارتون به یوه اوونۍ دوام وکړي.