د عزیزي انرژي ګروپ له لوري د لس زره مېګاواټه برېښنا تولیدي پروژې د لومړي فاز عملي چارې ژر پېلیږي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۶
د عزیزي انرژي ګروپ له لوري د لس زره مېګاواټه برېښنا تولیدي پروژې د لومړي فاز عملي چارې ژر پېلیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په پنځمه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او د عزیزي انرژي ګروپ شرکت له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د میرویس عزیزي د لس زره مېګاواټه پروژې د چارو د پرمختګ راپور د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړ. ښاغلي عزیزي وویل، د تفاهمنامې له لاسلیک وروسته یې خپل ټیمونه د اړوندو وزارتونو د تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته ولیږل، چې د تېرو شاوخوا دوه اوونیو په جریان کې یې د یوشمېر پروژو ابتدايي سروې ترسره او تخنیکي معلومات یې راټول کړي دي. نوموړي زیاته کړه، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه یې په درېیو فازونو وېشلې ده، چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري.

د عزیزي انرژۍ ګروپ شرکت مسوولینو د معلوماتو پر اساس، په لومړي فاز کې د موجودو پروژو عملي چارې به له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل کړي. ښاغلي عزیزي په دې اړه خپلې غوښتنې هم د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو د یادو غوښتنو د پوره کولو پوره اطمینان او ډاډ ورکړ. د غونډې په پای کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هدایت پر اساس د اړوندو وزارتونو او ادارو او عزیزي انرژي شرکت له استازو څخه ګډه کمېټه جوړه او دنده ورته وسپارل شوه، څو د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولیدي پروژو د کارونو تعقیب او نظارت ترسره او راپور یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره وخت په وخت شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS