د هېواد شمالي ولایتونو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند څلور ورځنی سفر

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د یکشنې ورځ سهار مهال له کابل څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر روان شو. د دغه سفر پرمهال د افغانستان بانک عمومي رییس نوراحمد اغا، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال او یوشمېر نورو مسوولینو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوله.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه سفر په ترڅ کې د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه د یکشنې ورځ غرمه مهال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو ترسره شوي کارونه وستایل او هغوی ته یې ټینګار وکړ، چې د روان کال لپاره په پلان کې نیول شوي کارونه د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړ کړي.
اوسمهال د جنوبي سالنګ له لسمې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونه کارونه بشپړ شوي او د پاتې برخو کارونه یې هم د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په چټکۍ سره دوام لري.
د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه یکشنې ورځ له غرمې وروسته محترم ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوی د بغلان ولایت غوري سیمنټو فابریکې ته ورسېد او هلته یې د غوري سیمنټو د درېیمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې دننه د سیمنټو تولید او په دې برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو لپاره د دې فابریکې پرانیستل مهم وبلل او ویې ویل، په دې سره به د هېواد د سمینټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره او صنعت به پراختیا پيدا کړي. محترم ملا صاحب د غوري سیمنټو فابریکې له مسوولینو وغوښتل څو د یادې فابریکې چارې له منل شوو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ یوسي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي. د غوري سیمنټو پر درېیمې فابریکې ۸۶.۸ میلیون ډالر لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي. د غوري سیمنټو فابریکه به د دې درېیمې فابریکې د چارو په بشپړېدو سره په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا پیدا کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه دوشنبې ورځ سهار مهال تخار ته ولایت ولاړ او هلته یې د تخار سپين زر سوداګریز ښارګوټي پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب په خدماتي او تولیدي اساساتو کې د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور پانګونه مهمه یاده کړه او ویې ویل، پانګونه تولیدي ظرفیتونه او صادرات زیاتوي، صنعت ته پراختیا ورکوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد اقتصادي وده او عواید زیاتیږي.
د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله جاتو، میوه جاتو، پیاز او کچالیو، ساختماني توکو او درملو سوداګریز مارکېټونه په پام کې نیول شوي، چې ټولټال پرې د عامه خصوصي مشارکت له لارې دوه میلیارده ۴۵۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي. دغه ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د پنځو مارکېټونو له جملې یې د غله جاتو مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو د جوړېدو چارې یې پيل شوې. د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټی به په مجموعي ډول تر دوه زره زیات دوکانونه ولري، چې زرګونو هېوادوالو ته به کاري زمینه هم برابره کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ورسره مل پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه د دوشنبې ورځ ماذیګر مهال کندوز ولایت ولاړ او هلته یې د سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب په کندوز ولایت کې د عامه خصوصي مشارکت له لارې د درېیو سوداګریزو ودانیو جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، دا به د سیمې پر ټولنیزه هوساینه مثبت تاثیر ولري. هغه له اړوندو شرکتونو څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړي. په کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو باندې د عامه خصوصي مشارکت له لارې ۶.۳ میلیارده افغانۍ پانګونه کېږي، چې چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د سفر په درېیمه ورځ د سنبلې میاشتې په یوولسمه نېټه له کوکچې سیند څخه هم لیدنه وکړه او په همدې ورځ په جوزجان ولایت کې د دښتې لیلی شهیدانو مزار ته هم ورغی. محترم ملا صاحب او ورسره مل پلاوي د دښتې لیلې شهیدانو ارواح ته دعا وکړه او د اسلامي نظام د اقامې لپاره یې د هغوی قربانۍ نه هېرېدونکې او بې ساري وبللې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل پلاوی د سنبلې میاشتې په یوولسمه نېټه د سه شنبې ماښام مهال د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې په مسلکي ډول د بلخاب ډبرو سکرو کان پرانیسته وکړه. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت د بلخاب ډبرو سکرو کان کې جوړو شوو مراسمو ته وویل، افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سترې سرچینې په توګه له اساسي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې په مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلو. محترم ملا صحب د بلخاب ډبرو سکرو کان حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه وبلله او ویې ویل، اوسمهال یې په مسلکي ډول د ملي پراختیا شرکت له لوري د استخراج چارې پيل شوې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت له هڅو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د استخراج چارې لا ډېرې معیاري، له هر ډول ضایعاتو څخه مخنیوی ترسره او د چاپیریال ساتنې معیارونه په پام کې ونیسي. همداراز محترم ملا صاحب د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د اړتیا وړ د ډبرو سکاره به په خورا کم قیمت دوی ته ورکول کېږي او همداراز به دوی ته د سړکونو، روغتونونو او نورو برخو کې هم ټولنیز خدمات لا زیات شي.
د ملي پراختیا شرکت د بلخاب ډبرو سکرو کان د مسلکي استخراج لپاره اوسمهال شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کیندلي او دوه زره هېوادوال پکې په مستقیم ډول په کار مصروف دي. د دغه کان د استخراج کلنی ظرفیت ۵۰۰ زره ټنه اټکل شوی دی. له دې کان څخه استخراج شوي د ډبرو سکاره به په کورنیو فابریکو کې د انرژۍ تولید او د صنعت د پراختیا ترڅنګ د هېواد واردات هم زیات کړي او د کاري فرصتونو په زیاتولو سره به د بېوزلۍ کچه راټیټه او په لویه کې به د هېواد اقتصاد ورسره پیاوړی شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو ته له خپل څلور ورځني سفر وروسته د چهارشنبې ماښام مهال بېرته کابل ته راستون شو.