د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۹:۱۱
5U2A4520

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې پر محترم ملا صاحب سربېره د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوند زاده، د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر ملي سوداګرو او پانګوالو حضور درلود. محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال د جګړو او ناخوالو له امله د نورو برخو ترڅنګ د هېواد زېربناوو ته هم ډېر زیان رسېدلی، چې له امله یې اقتصاد هم متضرر شوی دی. له فتحې وروسته اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د زېربناوو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې په مختلفو برخو کې د امارتي ادارو فعالیتونه یې ښې بېلګې دي.  د محترم ملا صاحب په خبره، دا د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ملي سوداګرو او پانګوالو مسوولیت دی چې د خپل توان مطابق د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصتونو استفاده وکړي، چې هغه د افغانانو لومړیتوب دي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته وویل، د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم شرط دی، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او په مختلفو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي. محترم ملا صاحب په بهر کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته له خپل ولس سره یوځای د هېواد په آبادۍ او بیارغونه کې په ګډه کار وکړي.  محترم ملا صاحب د اسلامي امارت له لوري ټولو پانګوالو، ملي سوداګرو او صنعتکارانو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او پر ټولو امارتي ادارو یې غږ وکړ، چې د ملي سوداګرو او پانګوالو بدني او رواني امنیت ته پاملرنه وکړي او ستونزې یې پر وخت حل کړي.  د یادونې وړ ده چې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري یوشمېر متوسطې او کوچنۍ پروژې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS