اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تایید کړه

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۷:۵۹
اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه. غونډې ته د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

همدا راز دې غونډې ته د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د اوبلن ګازو د تاسیساتو جوړولو کړنلاره او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو د مخنیوي لپاره د مناسبو حل‌لارو پيدا کولو موضوعات هم وړاندې شول. د دغو موضوعاتو د هراړخیزې ارزونې په موخه جلا جلا کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه چې په ټاکل شوو نېټو خپل راپورونه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون د لارښوونو په پام کې نیولو سره تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.

یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۰
Background image

په بلخ ولایت کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوې وه. غونډې ته له اجنډا سره سم د بلخ ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ

د سرطان ۱۰مه

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن له غرمې مخکې د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۲۰
Background image

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه. . .

BACK TO NEWS