ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیستل شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۱:۱۴
ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیستل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیسته. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي. د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل لوري پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. له همدې امله له کورنیو سرچینو په غوره ګټې اخیستنې سره د برېښنا تولید دا ډول پروژې کولی شي، چې په تدریجي توګه پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او ځان بسیاینې ته یې ورسوي.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل، د برېښنا تولید دا ډول پروژې ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د برېښنا په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نړیوال اقلیمي بدلون له وجې افغانستان ته د ورپېښو زیانونو په اړه وویل، افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بده‌مرغه د نړۍ په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له اقلیمي تاثیراتو څخه متضرر شوی. په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د پاکې انرژۍ د تولید ډېری پروژې د نړیوالو سازمانونو له لوري بندې شوې دي؛ خو د اسلامي امارت له لوري یې یوشمېر بیا پیل او پرانیستل شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې د یو ګډ مسوولیت له مخې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري متوقفې شوې پروژې له سره پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۰
Background image

په بلخ ولایت کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوې وه. غونډې ته له اجنډا سره سم د بلخ ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ

د سرطان ۱۰مه

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن له غرمې مخکې د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۲۰
Background image

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه. . .

BACK TO NEWS