د سنو فارما، ملي شفاء او ټي‌جي‌ایل درمل جوړولو فابریکې د معیاري تولید له امله وستایل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۸
د سنو فارما، ملي شفاء او ټي‌جي‌ایل درمل جوړولو فابریکې د معیاري تولید له امله وستایل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د درملو تولیدي فابریکو په ستاینغونډه کې ګډون وکړ. دغه ستاینغونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه په عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، باکیفیته درمل له صحي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته درمل بیا د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي. په دې برخه کې په پوره اخلاص، ژمنتیا او امانتدارۍ سره د مسوولیت ترسره کول د ټولو دخیلو اړخونو اساسي مسوولیت دی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، که په هېواد کې د درملو تولیدي فابریکې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي؛ بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه او په دې برخه کې به موجوده تقاضا په کور دننه پوره شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، دا چې نن ورځ د درملو د تولیدي فابریکو له جملې یوازې درېیو فابریکو ته د باکیفیته او معیاري تولید له امله له نړیوالو اصولو سره سم د جي‌اېم‌پي سرټېفیکېټونه ورکول کېږي، دا د یادو فابریکو د مسوولینو لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼم او له خپله اړخه ورته مبارکي وایم.

محترم ملا صاحب پر وارداتي درملو د افغانستان تکیه د ملي اقتصاد په زیان وبلله او ویې ویل، وارداتي درمل له یوه لوري په لوړ قیمت تمامېږي او له بل لوري له هېواد څخه په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو عامل هم ګڼل کېږي. دې مهمې اړتیا په پام یې د درملو له تولیدي فابریکو وغوښتل چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د درملو کیفیت او کمیت ته پوره پاملرنه وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به یې په امارتي ادارو کې د اقتصادي چارو اړوند موضوعاتو پروسې لا ساده، منظمې، چټکې او لنډې شي. محترم ملا صاحب وویل، په دې اړه عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د چارو ادارې په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو په دې برخه کې منظم طرزالعمل جوړ کړي. محترم ملا صاحب له ټولو پانګوالو وغوښتل چې د نورو سکټورونو تر څنګ په صحت سکټور کې هم پانګونه وکړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو امارتي ادارو وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د حکم مطابق له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي، خپلو معیاري طبي مصنوعاتو ته اولویت ورکړي او په تدارکاتي پړاونو کې دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې نن د سنو فارما، ملي شفاء او ټي‌جي‌ایل درمل جوړولو تولیدي فابریکو ته د معیاري درملو د تولید له امله د جي‌اېم‌پي نړیوال اعتبار لرونکي سرټیفیکېټونه ورکړل شول. دا هغه سند دی چې له مخې یې بهرنیو هېوادونو ته صادرات کولی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS