ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
The National Procurement Commission approved 19 projects at a total cost of approximately AFN 2.8 billion.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته د ۲.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې او په څلورو پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې تدارکاتي پروسه او قیمت بیاځلې و ارزوي. همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په شرایطو د برابرو شرکتونو سره د پروژې په اړه د ورکړل شوو قیمتونو په اړه مذاکره وکړي او همداراز یوه پروژه بیا له دې امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې ګټونکي شرکت یې په ټاکلي قیمت له تطبیق څخه انصراف کړی و. دغه شرکت د همدې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شو.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یوشمېر نورو برخو پروژې شاملې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS