محترم ملا عبدالغني برادر اخوند حیرتان بندر ته سفر وکړ

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۲۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند حیرتان بندر ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه په بلخ ولایت کې حیرتان بندر ته سفر وکړ. د دې سفر پرمهال د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته خدمتونو پر وړاندې کولو او په دغه بندر کې د امارتي ادارو لکه مالیې، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، ترانسپورټ او هوايي چلند او ټولګټو وزارتونو، د حیرتان کمیسارۍ، خوړو او درملو ادارې، د معیار او کیفیت ادارې، د نفت او ګازو، استراس او  او افسوتر امارتي شرکتونو پر موجوده ستونزو خبرې وشوې او د حل په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

د نیول شوو تصامیمو له مخې به له اړتیا سره سم په دغه بندر کې د امارتي ادارو تشکیل زیات شي، لوی او معیاري پارکینګونه، اداري ودانۍ، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونه، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او سړې خونې به جوړ شي، د اوسپنې پټلۍ موجودې کرښې به پراختیا پيدا کړي، د ترانسپورټ او انتقالاتو لپاره به نقلیه وسایط برابر شي، د لوی وزن د معلومولو لپاره به ډیجیټلي تلې او د قاچاق د مخنیوي لپاره به سیار سکنرونه نصب شي. په دې سره به په حیرتان بندر کې له ځنډ پرته په ښه توګه ۲۴ ساعته صادراتي او وارداتي خدمتونه وړاندې شي، چې په پایله کې به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه زیاته او د  اقتصاد په وده کې به مثبت رول ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS