هېواد کې د بې کارۍ له منځه وړلو برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته ځغلنده کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

خواړه، جامې او استوګنځی چې د انسانانو له لومړنیو او بنسټیزو اړتیاوو څخه دي، د دې توکو چمتو کول په دوامدار او ورځني ډول د انسانانو په فعالیت او کار کولو پورې اړه لري، څو د خپل کاري ځواک له لارې په دې وتوانیږي چې توکي تولید، خدمات وړاندې کړي او د خپلو نامحدودو اړتیاوو پوره کولو له پاره ګټه پورته کړي. خو د کار د نشتوالي او کموالي په صورت کې داسې یوڅه رامنځته کېږي چې هغې ته بې کاري وايي. بې کاري چې د اقتصاد په علم کې یو مهم بحث دی، د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې شته، خو د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې چې افغانستان کې یې هم برخه ده، د بې کارۍ کچه لوړه ده. نو له دې امله د بې کارۍ د کچې راټیټول او په پای کې یې په بشپړ ډول له منځه وړل د دولتونو په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، ځکه په دې هېوادونو کې بې کاري په عمومي بې وزلۍ، اقتصادي شاتګ او د جرمونو په رامنځته کېدو تمامیږي. زموږ په هېواد کې تېرو څلوېښت کلنو ناخوالو، د زېربناوو له منځه تلل، د ملي پانګې تالا ترغي کېدل، کډوالۍ ترڅنګ بې کاري یوه بله ستره ستونزه ده چې زموږ ځوریدلی ملت ورسره مخ دی او ددې ستونزې امله هر کال زرګونه ځوانان د سختو خطرونو په منلو سره هېواد پرېږدي او په ناقانونه ډول نورو هېوادونو مخه کوي.

د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره هڅه داده چې د بې کارۍ کچه راټیټه، خلکو ته د کار زمینه برابره او د هغو ځوانانو د تګ مخه ونیسي چې اوسمهال په ناقانونه ډول له هېواده وځي. اسلامي امارت په خپل شاوخوا دوه کلن حاکمیت کې د اقتصادي ودې او د بې کارۍ د کچې راکمولو له پاره عملي ګامونه پورته کړي دي. د لویو لارو لکه کابل- کندهار، سالنګونو ترڅنګ یې د کانونو استخراج او یو لړ نورې زیربنايي پروژې هم تر لاس لاندې نیولې دي او له دې سره یې په لسګونو زره هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. په دې لیکنه کې غواړو د بې کارۍ د رامنځته کېدو پر لاملونو، پر کورنۍ او ټولنه یې اغېزې، په دې برخه کې د اسلامي امارت پر هلو ځلو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړو.

بې کاري او د هغې لاملونه

په نړۍ کې د پرمختللو هېوادونو ترڅنګ مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونو کې بې کاري یوه ستره ستونزه ده. هر هېواد هڅه کوي چې د کار له پاره تقاضا زیاته کړي، څو د بې کارۍ کچه راټیټه کړي، خو لا هم ډېری هېوادونه پر دې نه دي توانیدلي چې په بشپړ ډول دې معضلې ته د پای ټکی کېږدي. په افغانستان کې د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو ناارامیو له امله د بې کارۍ کچه لوړه شوې چې له امله یې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او دي. بې کاري سربېره پر دې چې ناوړه اقتصادي پایلې لري، ټولنیزه شیرازه هم له منځه وړي. په افغانستان کې د بې کارۍ کچه اوسمهال نه ده لوړه شوې، بلکې په تېرو حکومتونو کې د بې کارۍ کچه لوړه وه. د کابل د تېرې ادارې پر مهال د بې کارۍ کچه تر ۷۰ سلنې لوړه وه، سره له دې چې په زیات شمېر بهرنۍ مؤسسې، سازمانونه او ودانیز شرکتونه فعال وو. په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې بې کاري بېلا بېل لاملونه درلودل چې موږ غواړو یو څو مهمو هغو ته یې اشاره وکړو:

اقتصادي اِتکا: په افغانستان کې اقتصادي اِتكا اوږده مخينه لري. دا مسئله ددې باعث شوې چې دغه هېواد ونه شی کولای په اقتصادي ډګر کې هر اړخیز او ګټور پروګرامونه پلي کړي. د دغه ډول پروګرامونو نه پلي کېدل په هېواد کې د بې کارۍ د کچې د لوړېدو یو مهم لامل بلل کېده.

د پانګونې نشتوالی: د امنیت نشتوالی او په هېواد کې د پانګوالو د پانګې له پاره د خوندي چاپیریال نشتوالی، برېښنا، اومه موادو، مسلکي کاري ځواک، د تولیدي پانګونې په برخه کې د دولت له لوري نه ملاتړ او داسې نور هغه لاملونه و چې په هېواد کې یې بې کاري زیاته کړې وه.

د ترانزیټ او سوداګرۍ نه پراختیا: سره له دې چې افغانستان په تېر کې له دې امله د سوداګرۍ په برخه کې زیات اهمیت درلود چې د ورېښمو لار له دې ځایه تېره شوې وه او دا هغه لار وه چې آسیا یې له اروپا او آن افریقا سره نښلولې وه، خو د سمندري لارو د پرمختګ او پراختیا په صورت کې یې خپل موقف له لاسه ورکړ. ولې د پخواني شوروي له پاشل کېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو له پاره د افغانستان لاره ډېره ګټوره او کم لګښت وه. دې هېوادونو له سویلي او ختیځې اسیا سره د سوداګرۍ د پراختیا له پاره افغانستان ښه لار وه، خو دا چې افغانستان د ځمکني ترانسپورټ له پاره په معیار برابرې لویې لارې او اوسپنې پټلۍ نه درلودې، نو ځکه خو یې سوداګري او ترانزیټ پراختیا او وده ونه کړه.

د کرنې او مالدارۍ سکټور ته نه پاملرنه: د افغانستان ډېری خلک په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د یاد سکټور ودې ته نه پاملرنه د دې لامل شوه، چې يو شمېر خلک دغه مسلک پرېږدي او په ډېرو مواردو کې نورو کارونو ته مخه کړي.

د خصوصي سکټور نه پیاوړتیا: د پرمختللو هېوادونو په ګډون په نړۍ کې زیاترو هېوادونو کې خصوصي سکټور د عامه سکټور په پرتله په زیاته کچه کاري ځواک خپل لور ته جذبوي. له بده مرغه په افغانستان کې دغه سکټور دومره وده نه وه کړې چې د بېکارۍ د کچې د راکمولو لپاره پرې حساب وشي.

د بهرنیو مرستو بندیدل: د پخواني رژیم پر مهال د نورو بهرنیو مرستو ترڅنګ چې له بېلابېلو لارو افغانستان ته راتللې، د عادي بودیجې او پراختیایي بودیجې اکثریت برخه له بهرنیو سرچینو تمویلېده. د کابل د تېرې ادارې له سقوط وروسته دغه مرستې په یو مخیز ډول بندې شوې او دغه کار د دې لامل شو چې د هېواد اقتصادي نظام د سقوط تر سرحده ورسیږي او په پايله کې د بې کارۍ کچه نوره هم لوړه شي.

د پانګې ایستل: په تېر حکومت کې د پراخو ناامنیو او فساد له امله زیاترو پانګوالو خپلې پانګې له هېواده وایستلې او په یوه بل هېواد کې چې خوندیتوب ولري، په کار واچولې چې له امله یې یو زیات شمېر خلک بې کاره او د بې کارۍ کچه ورسره لوړه شوه.

د نفوس زیاتوالی او د کاری ځواک د غوښتنې کموالی: له یوې خوا د هېواد د نفوس زیاتوالی او له بلې خوا د کارګرانو د غوښتنې کموالی په هېواد کې د بې کارۍ د زیاتوالي لامل وګرځېد.

د هېواد کانونو نه استخراج: سره له دې چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو په برخه کې یو غني هېواد دی او د کانونو ارزښت یې تر ۳ ټرېلیونو ډالرو پورې اټکل شوی دی، خو د کانونو د راایستلو په برخه کې یې د پام وړ کار نه دی شوی. ددې په خوا کې یو لړ نور لاملونه هم شته چې په افغانستان کې یې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده. د بېلګې په ډول کولای شو ښارونو ته د مهاجرت او د زېربناوو نه جوړېدو ته اشاره وکړو. ډېری خلک اوسمهال د کلیو او بانډو پر ځای ښارونو ته مخه کوي، ولې په ښارونو کې کاري ځواک ته تقاضا کمه ده او ډېری خلک بې کاره پاتې کېږي. دغه راز حکومتونو زېربناوو ته پاملرنه نه ده کړې، که چېرې د هېواد پر ټولو زیربناوو کار پیل شي، نو یو زیات شمېر خلکو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

بې کاري؛ پر کورنۍ او ټولنه یې اغېزې

د اسلام په مبارک دین کې د کار او ځان ته د حلال رزق پیدا کولو ټینګار شوی دی. نو په کار ده چې هر وګړی کار ولري. بې کاري بیا د انسان پر شخصي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېزه کوي. کوم کس چې بې کاره وي، هغه داسې احساس کوي چې ګني بې ارزښته دی. هر وګړی خپل ارزښت په هغه کار کې ترلاسه کوي چې دی یې ترسره کوي. همدا لامل دی هر څوک چې بې کاره شي او کار ونه لري؛ نو هغه داسې انګیري لکه چې دی بې ارزښته دی. له بل لوري کوم کس چې کار نه لري هغه له خوښۍ او خوشحالۍ څخه هم برخمن نه وي. انسان هغه مهال خوښ وي او خپل ژوند ته هیله من وي چې کار ولري.

دغه راز کار د یو شخص د ټولنیز موقف د لوړوالي لامل ګرځي. فعال شخص په کورنۍ کې د خوښۍ او د کورنۍ نور غړي هم د امنیت او ارامۍ احساس کوي. خو بې کاري زیاتره وخت په کورنۍ کې د اخ و ډب او لانجو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او اقتصادي ستونزې د کورنۍ د غړو ترمنځ د نظر اختلاف زیږوي. همدا لامل دی چې د زیاترو هېوادونو په زندانونو کې د زندانیانو د بوختیا له پاره ځینې حرفې په نظر کې نیول کېږي، څو په زندانونو کې د ناخوالو مخه ونیول شي. کار د شخص ټولنیز خوځښت او تحرک زیاتوي او د هغه د پرمختګ زمینه برابروي. خو وزګار شخص بیا برعکس په ټولنه کې ګوښه کېږي او نه شي کولای چې په ټولنه کې ځان ثابت کړي. ددې ترڅنګ هغه شخص چې کار ونه لري، زیاتره یې جرمونو ته مخه کوي او په ټولنه کې د جرمونو ګراف پورته ځي. هغه ټولنې چې پکې د بې کارۍ کچه لوړه وي، هلته ټولنیز فعالیتونه په چټکۍ سره راکمیږي او د همکارۍ، د یو بل زغمل، د خبرو اترو له لارې د ستونزو هوارولو په څېر موضوعات خپل ماهیت له لاسه ورکوي.

 په کومه ټولنه کې چې عرضه او تقاضا برابره نه وي، هلته اقتصادي وده هم نه تر سترګو کېږي. لنډه دا چې بې کاري لومړی د یوې کورنۍ او بیا د یوې ټولنې له پاره ستر سرخوږی دی. ددې اړتیا ده چې هر حکومت باید تر خپله وسه هڅه وکړي چې د بې کارۍ ستونزه هواره کړي. کله چې دا ستونزه هواره شوه نو بیا هم کورنۍ او هم ټولنه له هر پلوه د هوساینې احساس کوي چې دا بیا د ټولنې او په ټوله کې د یوه هېواد د پرمختګ لامل ګرځي او وګړي یې له ډېری هغو ستونزو څخه چې د کورنۍ او ټولنې له پاره مرګوني دي، خلاصی مومي.

د بیکارۍ اقتصادي اغېزې

بې کاري هغه ستونزه ده چې کولای شي د یو هېواد اقتصاد له ننګونو سره مخ کړي. دغه ستونزه پر اقتصاد له دوو اړخونو فشار راوړي. یو دا چې د اقتصادي پرمختګ له پاره د بې کارو وګړو له ځواک څخه کار نه اخیستل کېږي او بله دا چې ددې وګړو د ژوند لګښتونه د هېواد پر اقتصاد بار شي. نو له دې امله دغه دواړه فکټورونه ددې لامل ګرځي چې په هېواد کې اقتصادي رکود رامنځته کیږي.

دغه راز بې کاري د هېواد د اوسېدونکو پر ژوند ناوړه اغېز کولای شي. له دې سره د بې وزلۍ کچه لوړېږي، د ژوند معیارونه مخ پر ځوړ، د باتجربه او په کار پوهو کسانو تیښتې، له حکومت څخه د خلکو ناخوښي رامنځته کېږي چې دا ټول د یوه هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي او اقتصادي پرمختګ ټکنی کوي. ددې ترڅنګ بې کاري په ټولنه کې د پېرودلو ځواک راکموي او چې څومره د خرید ځواک کمېږي، په هماغه کچه د خلکو د ژوند سطح راټیټېږي. دا ټول هغه څه دي چې که یې حکومت غم ونه خوري؛ نو بیا به د هېواد اقتصاد د پرمختګ پر ځای مخ پر ځوړ وي او اقتصادي وده به له ننګونو سره مخ وي. ښه خبره داده چې د بې کارۍ له منځته وړلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته شي، څو له یوه لوري خلکو ته کار پیدا شي، اقتصادي ستونزې یې هوارې شي او له بل لوري د هېواد ملي اقتصاد وده او پرمختګ وکړي. اسلامي امارت په دې برخه کې تر ډېره بریده هڅه کړې ده او د بې کارۍ په بشپړ ډول له منځه وړلو له پاره یې عملي هلې ځلې لا هم دوام لري.

اسلامي امارت او د بې کارۍ له منځه وړلو هڅې

بې کاري چې نن ورځ د نړۍ په کچه یوه ستره ستونزه ده، د ډېری هېوادونو له پاره یې د سیاسي کړکیچونو ترڅنګ ټولنیز او اقتصادي خنډونه او ناخوالې هم رامنځته کړې دي. دا مهال د هر حکومت یوازینۍ هڅه داده چې دا ستونزه له بنسټه هواره او خپل اقتصادي خوځښت ته زمینه برابره کړي. اسلامي امارت هم ددې معضلې د بنیادي حل لپاره خپل ټول تمرکز پر همدې ستونزې ور ټول کړی دی. اسلامي امارت هڅه کوي چې د بې کارۍ د رامنځته کېدو له پاره چې کوم لاملونه یاد شوي دي، ددغو لاملونو د له منځه وړلو له پاره کار وکړي او په هېواد کې د بې کارۍ ناوړه پدیده په بشپړ ډول له منځه یوسي. دغه لاملونه چې اقتصادي اتکا، د پانګونې نشتوالی، د ترانزیټ او سوداګرۍ نه پراختیا، د کرنې او مالدارۍ سکټور ته نه پاملرنه، د خصوصي سکتور نه پیاوړي کول، د کانونو نه استخراج، د زېربناوو نه جوړول او ځینې نور دي، اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې په دې برخو کې پر زیاترو یې کار پیل کړي. دغه راز د ترانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا له پاره کار روان دی. ددې دواړو له پاره د معیاري سړکونو جوړول او د رېل پټلۍ غځول مهم فکټورونه دي. اسلامي امارت د کابل- کندهار او سالنګونو لویو لارو د بیارغونې چارې چې دواړه یې ترانزیټ ته وده ورکولی شي او کولای شي د هېواد زیاتره ولایتونه او مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ په ترانزیټ کې آسانتیاوې رامنځته کړي، پیل کړې دي. دا مهال افغانستان د منځنۍ آسیا سره د رېل پټلۍ له لارې نښلول شوی دی. بله د خواف- هرات رېل پټلۍ ده. دغه رېل پټلۍ به د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین څخه تېرېږي. ټول اوږدوالی یې دوه زره کیلومتره دی. دا رېل پټلۍ له هرات څخه په تېرېدو د افغان-تاجک پولې ته رسېږي او له تاجکستان څخه تر تېرېدو وروسته قرغزستان ته او هلته به د چین-قرغزستان-ازبیکستان (CKU) رېل پټلۍ سره نښلي. د روان میلادي کال مۍ میاشتې په نهمه د لومړي ځل له پاره په ازمایښتي ډول د ایران څخه هرات ته د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې رېل راغی.

 اسلامي امارت خصوصي سکټور ته وده ورکړې او په هره برخه کې ددې سکټور ملاتړ کوي. د افغان انوېسټ شرکت جوړول د خصوصي سکټور د پراختیا او ملاتړ غوره بېلګه ده چې دا مهال د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان له څلورو بلاکونو څخه د یو بلاک ګټونکی همدا شرکت دی. په همدې ډول د کورنیو تولیداتو او صنعتکارانو د ملاتړ په موخه په هېواد کې دننه او له هېواده بهر نندارتونونه ددې له پاره جوړ شوي دي چې افغاني تولیدات نړیوالو ته معرفي او وړ بازار ورته پیدا شي. له دې نندارتونونو څخه یې دوو هغو ته اشاره کوو. لومړی څه موده وړاندې په کابل کې د امام ابوحنیفه رح دوهم ملي او نړیوال نندارتون او دوهم یې په قزاقستان کې جوړ شوی نندارتون و چې د افغان سوداګرو او صنعت کارانو تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شول. دا ددې ښکارندويي کوي چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور څخه بشپړ ملاتړ کوي او غواړي دا برخه په خپلو پښو ودرېږي. په دې برخه کې اوسمهال زرګونه کسان په کار بوخت دي.

 د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د شاوخوا ۲۰۰ کوچنیو او لویو کانونو د استخراج چارې روانې دي. ددې کانونو له جملې څخه په دې وروستیو کې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې کان او د غور د تولک ولسوالۍ د سرپو کانونه دي چې په داوطلبۍ کې ګټوونکي شرکتونه یې اعلان شول. د ډبرو سکرو د کانونو په ګډون په ځینو نورو کانونو چې عملاً یې د استخراج چارې روانې دي لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. د زېربناوو جوړولو په برخه کې کولای شو د بېلګې په ډول د کابل-کندهار او سالنګونو لویو لارو بیارغونه او په هېواد کې د بخش آباد، شا و عروس، کمال خان، پاشدان او د قوش تېپې کانال جوړولو چارو پیلېدل یاد کړو. په دې برخو کې هم زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. دغه راز اسلامي امارت سږ کال د دولتي تشکیلاتو کچه زیاته کړه او له مخې دوه سوه زره نوي کسان په دندو وګومارل شول.

کرنه او مالداري د هېواد یو مهم سکټور دی چې د افغانستان ډېری وګړي پکې په کار بوخت دي. اسلامي امارت د کرنیزو ځمکو د پراختیا له پاره د هېواد په کچه د سترو، متوسطو او کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل کړې دي چې ځینې یې بشپړ شوي او پر ځینو یې لا هم کار روان دی. دا چې په هېواد کې تر نیمايي زیاتې ځمکې شاړې دي او کرکیله پکې نه کېږي ددې بندونو او کانالونو په جوړېدو به یې ډېره برخه په کرنیزو ځمکو بدله شي. له دې سره به د هېوادوالو له پاره هم د کار زمینه برابره شي او هم به د کرنیزو محصولاتو په برخه کې زیاتوالی راشي. کله چې د کرنې سکتور پراختیا ومومي نو طبیعي خبره ده چې د مالدارۍ برخه به هم وده وکړي.

له دې څخه جوته شوه چې اسلامي امارت د بې کارۍ معضلې ته د پای ورکولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي او کوم کارونه او پروژې چې اسلامي امارت پلي کوي، په دې کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونو زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. که چېرې د بې کارۍ ستونزه هواره او د هېواد له بشري ځواک څخه په بشپړ ډول ګټه پورته شي؛ نو موږ به د صنعت، کرنې، سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیټ او داسې نورو برخو کې پوره پرمختګ وکړو او له دې سره به د بې کارۍ ستونزه هم پای ومومي.

پایله

که پورتني متن ته ځیر شو؛ نو دا به را ته په ډاګه شي چې بي کاري هغه ستره ستونزه ده چې نه یوازې پر خلکو بلکې په کورنۍ، ټولنه ان اقتصاد هم ناوړه اغېزه کوي. له دې ستونزې سره نه یوازې افغانستان مخامخ دی، د نړۍ د زیاترو هېوادونو وګړي له دې مشکل څخه کړېږي. خو حکومتونه یې پوره هڅه کوي چې دې ستونزې ته وړ حل لاره پیدا کړي. په یو شمېر هېوادونو کې یې کچه کمه خو په هغو هېوادونو کې چې جګړې شوې او یا هم د نورو عواملو له مخې وروسته پاتې دي، د بې کارۍ کچه لوړه ده. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه چې څلور لسیزې جګړې یې تجربه کړې دي. له امله یې زیاتره زېربناوې او بنسټونه له منځه تللي دي. د کرنې او مالدارۍ په ګډون یې صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورت او دې ته ورته نورې برخې سختې زیانمنې شوې دي.

خو د اسلامي امارت په راتګ جګړې پای موندلی، سرتاسري امنیت ټینګ شوی او له دې سره یو ځای د اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو په اقتصادي برخو کې ګړندي ګامونه پورته شوي دي. سترې، متوسطې او کوچنۍ پروژې پیل شوې او د ځینو یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د لویو لارو د بیارغونې ترڅنګ د ولایتونو او ولسوالیو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. ددې څخه موخه داده چې له یوه لوري د هېواد زیربناووې ورغول شي او بل ستر هدف دادی چې په هېواد کې روانه بي کاري چې خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، پای ومومي. دا مهال چې کومې پروژې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې دي، په لسګونو زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده او هڅه داده چې دې ستونزې ته په بشپړ ډول پای ورکړل شي.