ځنګلونه؛ د افغانستان طبیعي سرمایه او د اسلامي امارت هڅې

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

د ستر څښتن تعالی له نعمتونو او طبیعي منابعو څخه یو هم ځنګلونه دي. دغه طبیعي شتمني د ټولو نسلونو ګډ میراث دی او هیڅ نسل حق نه لري چې دغه طبیعي میراث له منځه یوسي، ویجاړ، یا یوازې او یوازې یې په خپله ګټه وکاروي. بلکې یوازې دا حق ورکړل شوی چې ددې پانګې څخه له ترلاسه شوې ګټې استفاده وکړي او اصل پانګه راتلونکو نسلونو ته ولېږدوي. همدا اوس د نړۍ ۶. ۴ میلیارده هکتاره ځمکه ځنګلونو پوښلې ده چې د چاپېریال خوندي ساتلو ترڅنګ ډېر توکي له ځنګلونو څخه تولیدېږي چې هم انساني او هم د وحشي ژوند د بقا له پاره اړین دي. له ځنګلونو څخه ودانیز توکي، سون لرګي، مېوې، غوښه، شات، ربړ، کاغذ، رنګونه، سرېښ، کیمیاوي مواد او دې ته ورته نور فرعي او غیر فرعي محصولات ترلاسه کېږي. همدا اوس د نړۍ میلیونونه وګړي د کورونو ګرمولو، د پخلي له پاره لرګي د سون توکي په ډول کاروي او د وروسته پاتې هېوادونو ۹۰ سلنه وګړي د سون له پاره له لرګیو ګټه پورته کوي.

د ځنګلونو اقتصادي ارزښت هم لوړ دی. د ځنګلونو اقتصادي ارزښت په دې کې دی چې ځنګل د هغو طبیعي زېرمو له جملي څخه دی چې د ګټې اخیستني په صورت کې په بشپړه توګه له منځه نه ځي، بلکې د احیا وړ دی، دا په دې مانا چې کله هم له ځنګل څخه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټه اخیستل کیږي، باید د ځنګل راتلونکی په پام کې ونیول شي، یانې هلته کولای شو نوې ونې وکرو. دغه راز ځنګلونه د سېلابونو راوتلو مخه نیسي، د وحشي ژویو له پاره چې د ایکو سیستم یوه مهمه برخه ده پناه ځای جوړوي، د هوا د تودوخې پر کمولو اغېزه کوي، د سیمې ښکلا زیاتوي او د چاپېریال موازنه ساتي. دا ټول هغه څه دي چې موږ تاسو ته د ځنګل اهمیت راپه ګوته کوي. په دې لیکنه کې موږ هڅه کوو د ځنګلونو د اهمیت، د افغانستان ځنګلونو، د ځنګلونو د اقتصادي ارزښت او په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري ترسره شویو هلو ځلو په اړه خبرې وکړو.

د ځنګلونو اهمیت او ګټې

د ځنګلونو پر اهمیت سترګې نه شو پټولی. موږ د خپلې بقا له پاره ځنګلونو ته اړتیا لرو، ځکه هم هوا چې موږ یې تنفس کوو او هم یې لرګي چې موږ یې د سون له پاره کار و، هغه د ځنګلونو برکت دی. ځنګلونه سربېره پر دې چې انسانانو او ژویو له پاره د ژوند چاپېریال برابروي، د سېلابونو په مخنیوي، د خاورې له منځه تلو او د اقلیم په بدلون کې هم مهم رول لري.

دا چې ځنګلونو د ځمکې زیاته برخه پوښلې د هوا د بدلون لامل ګرځي. دغه راز ځنګلونه ځمکه سړه ساتي. ونې پر تودوخې د اغېزې له پاره یوه ښه وسیله ده. ځکه ونې کاربن ډای اکسایډ جذبوي او اکسیجن آزادوي چې د انسان په تنفس کې مهم رول لري. ځنګلونه د سېلابونو په مخنیوي کې مهم رول لري. د ونې رېښې په سخت اورښت کې په ځانګړي ډول په کم ارتفاع سیمو کې لکه دښتې او سیندونو کې له ځمکې سره مرسته کوي چې ناڅاپي سېلابونه جذب کړي او د اوبو د جریان په سوکه کولو سره د خاورې او نورو د له منځه تلو مخه ونیسي. ځنګلونه د ستر اسفنج په څېر دي چې د ځمکې پرمخ د اوبو د بهېدو پر ځای هغه جذبوي. کومې اوبه چې د ونو د رېښو په وسیله جذبيږي، هغه تر ځمکه لاندې مساماتو ته لیږدوي چې وروسته بیا له هغو څخه په نړۍ کې د څښلو او اوبو لګولو له پاره ګټه پورته کېږي.

ځنګلونه د طبيعي فلټر په ډول کار کوي يانې هوا تصفيه کوي. ګرد غبار، میکروبونه جذب او له منځه وړي. يو هکټار ځنګل کولاى شي ٣٥ ټنه ګرد او غبار جذب کړي همدا علت دى کله چې انسانان په ځنګلونو کې تګ او راتګ کوي، د هوا پاکي او لطافت احساسوي او انسان د آرامۍ او خوښۍ احساس کوي. ډېر ځل ليدل شوي دي چې د الوتکو نامطلوبه آوازونه، صنعتي فابريکې او د خلکو ګڼه ګوڼه د انسانانو د ناآرامۍ لامل ګرځي او دا هغه څه دي چې د انسان پر روغتیا منفي اغېزه کوي. څېړنو ښودلې، کوم خلک چې ځنګلونو او یا هم ځنګلونو ته نږدې ژوندي کوي د هغو وګړو په پرتله چې صنعتي مرکزونو او هوایي ډګرونو ته نږدې اوسېږي، جسماً او روحاً غښتلي او روغ وي. همدارنګه څېړنو دا هم په ډاګه کړې، هغه خلک چې هوايي ډګرونو ته نږدې او يا په صنعتي مرکزونو کې اوسيږي، تدريجاً د غوږونو په ناروغيو اخته کېږي چې بالاخره د کوڼ والي سبب ګرځي، خو ځنګلونه د دې ستونزو او مشکلاتو د مخنيوي لپاره د يو ديوال او پردې شکل غوره کړی دی. له بل پلوه ځنګلونه کولاى شي چې په ژمي کې د سختو بادونو مخنیوی وکړي او پرېنږدي چې د ژمي د بادونو سړه هوا د ځنګلونو داخل ته ورسېږي چې دا د ځنګل په دننه کي د يخنۍ د کموالي سبب ګرځي، نظر هغو سيمو ته چي ساړه بادونه پکې لګېږي. په همدې اساس ويلای شو هغه سيمه او ساحه چې په اوړي کې ډېره تودوخه لري کولاى شو چې د ځنګلونو په جوړولو سره یې د تودوخې په درجه کې د پام وړ تغير راولو. دغه راز د ځنګلونو یو اهمیت په دې کې نغښتی دی چې د ځنګلونو ونې ځينې داسې مواد توليدوي چې هوا ته آزادېږي او میکروبونه له منځه وړي مثلاً د ناجو يا د نښتر ونې کولاى شي ځينې میکروب وژونکي مواد هوا ته چې د نري رنځ يا ټي بي ناروغۍ د عامل میکروب وژلو سبب ګرځي، آزاد كړي. همدا لامل دی چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې په نري رنځ اخته ناروغان په هغو ځايونو کې تداوي کېږي چېرې چې د ناجو د ونو ځنګلونه وي . همدا راز د يوکالفتيس د ونو ځنګلونه کولای شي د ملاريا غوماشې له منځه يوسي.

دا يو څرګنده حقيقت دی چې د صنعت او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د چاپېريال د ککړتيا تر څنګ هوا هم ككړه شوې ده، ځکه هر کال له ٦٠٠٠ مټريک ټنو څخه زيات کاربن ډای اکسايډ له صنعتي تاسيساتو څخه هوا ته آزادېږي، چې د هوا د ککړتيا لامل ګرځي. د چاپېريال ساتنې د متخصيصنو د راپور پر بنسټ هره ورځ ٥٠٠٫٠٠٠ ټنه کاربن مونو اکسايډ، ١٠٠٫٠٠٠ هايدورجن سلفايډ، ٢٦٠٫٠٠٠٠ نايتروجن اکسايډ د اټومي بټيو څخه هوا ته پورته کېږي. په هوا کې د دغو ګازونو د حجم په زياتوالي سره په تېره بيا د کاربن ډای اکسايډ په زياتوالي سره د ځمکې کرې د تودوخې درجه زياتېږي. که چېرې دا لړۍ همداسې روانه وي، نو ډېر ژر به د شمال او سویلي قطبونو کنګلونه ویلي، د سمندرونو د اوبو سطحه به لوړه او په پایله کې به د ځمکې شاوخوا لس سلنه تر اوبو لاندې شي او په څنګ کې به د خوږو یانې څښاک وړ اوبو سلنه نوره هم کمه شي. که چېرې انسانان ککړه هوا تنفس کړي د سږو په سرطان به اخته شي، مګر ځنګلونه دي چې کاربن ډای اکسايډ او نور مضره ګازونه جذبوي او له منځه يي وړي او انساني نړۍ د هر خطر څخه ژغوري. يو هکټار ځنګل کولاى شي د اوړي په ورځو کې د ٢٢٠ – ٢٧٥ کيلوګرامه کاربن ډای اکسايډ ګاز جذب او ١٨٠ – ٢١٥ کيلوګرامه پورې د اکسيجن ګاز هوا ته ازاد كړي .په عمومي ډول د ځمکي د مخ ټول نباتات په يو کال کې د ١٨٠ ميليارد ټنه کاربن ډای اکسايډ ګاز جذبولو وړتیا لري چې له دې جملې ۲۵ مېلیونه د ځنګلونو په واسطه جذبېږي. له دې څخه جوته شوه چې ځنګلونه د انسانانو په ژوند کې څومره اهمیت او د هغوی له پاره کومې ګټې لري. افغانستان هم ځنګلونه لري او ډېری سیمې یې په ځنګلونو پوښل شوې دي، دا چې د ځنګلونو مساحت یې څومره او په کومو سیمو کې دي، دلته یې په ګډه لولو.

د افغانستان ځنګلونه

په هېواد کې د ځنګلونو شتون د الله پاک ج له لوري غوره ډالۍ ده چې هسک غرونه پرې ښکلي دي. که ځنګلونه نه وای چاپېريال به بدرنګه او وران ښکارېده، وچې دښتې او بیابانونه د هېڅ درد له پاره دوا نه دي. داچې له یوه پلوه زرغون موسمونه او شنه باغونه چاپېريال ښايسته کوي، له بله پلوه د انسان د ښه ژوند تضمين هم کوي. د ترسره شویو سروې‌ګانو له مخې د افغانستان د ځنګلونو مساحت دوه میلیونو هکټارو ته رسیږي چې دا مهال ددې ځنګلونو زیاته برخه له منځه تللې ده او دغه زیان د روسیې او بیا پر افغانستان د امریکا د یرغل پرمهال د رامنځته شویو جګړو له امله یادو ځنګلونو ته اوښتی دی. د جګړو پرمهال چې مرکزي حکومتونه موجود نه و، نو هر چا په خپل سر ځنګلونه پرې کول او بهر ته یې قاچاق کول. د افغانستان د ځنګلونو زیاته برخه یانې یو میلیون او درې سوه زره هکټاره د کونړ، لغمان، نورستان، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او خوست په ولایتونو کې دي. پاتې ځنګلونه چې زیاتره یې د پستې او غرنیو بادامو دي، د هېواد په شمال، شمال لویدیځ تخار، کندوز، سمنگان، جوزجان، بلخ، فاریاب، بادغیس او د هرات په شمال ختیځو ساحو کې دي.

په هیواد کې طبیعي ځنګلونه په دوه ډوله ستن پاڼو (سوزني برګان) او پلن پاڼو (پهن برګان) ویشل شوي دي. دا ځنګلونه د بحر له سطحې ۵۸۰ متره لوړ د ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې او د بحر له سطحې ۳۳۰۰ متره لوړ په نورستان او پکتیا کې دي. پلن پاڼي ځنګلونه دي چې زیاته ساحه یې پوښلې ده. په دغه ډول ځنګلونو کې څو ډوله ونې شته چې عبارت دي له: څیړۍ(بلوط) Quercus baloot، غوړه څېړۍ(Quercus semicarpifolia)، سپېره څېړۍ(Quercus deletata)، مارو( Quercusdilatata)، کچو(Quercus semicarpifolia)، ښوون(زیتون) (Olea ferraginea) او داسې نور. دا ډول ځنګلي ونې زیاتره په کونړ او پکتیا ځنګلونو کې دي. بل ډول یې ستن پاڼې ځنګلي ونې دي، د دې ډول ونو له لرګي څخه د صنعتي توکو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي. دغه ډول ونې عبارت دي له: لمنځې(Cedrus deodara)، سرپ(picea smithiana)، بیجور(Abies spectabilis )، نښتر(pinus wallchiana)، جلغوزي(Pinus gerardiana)، سپین کاج(pinus silivestris)، تور کاج(pinus nigra) او داسې نور دي. ددې ونو ځنګلونه زیاتره د همالیا په شمال لوېدیځ، بلوچستان او د هېواد په سویل لویدیځ، پکتیا، کونړ، لغمان او ننګرهار کې دي. سکساول (Haloxylon ammodendron) چې څلور ډوله دی په مالګینو ځمکو کې وده کوي. دغه ډول ونې د دښت لیلې، حیرتانو او امو سیند په شاوخوا کې شته دي. پسته(pistaceae vera)، غرني بادام(amygdales communis)، چهار مغز(gaglans regia) دغه ونې میوه لرونکې ونې دي او په غرونو کې د ځنګل په بڼه دي، د افغانستان په سویل لویدیځ او ختیځ او په بالکان او د آسیايي هېوادونو له هغې جملې افغانستان کې شته دي. له دې څخه معلومه شوه چې افغانستان زیات ځنګلونه لري، خو په افغانستان کې د شته ناخوالو له امله یې ډیره برخه له منځه تللې ده. په هر صورت ځنګلونه د یوه هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه درلولې ده او کولای شي اقتصادي پرمختګ کې رول ترسره کړي.

ځنګلونه او پر ملي اقتصاد یې اغېزې

د ځنګلونو اقتصادي اهميت په دې کې نغښتى دى چې ځنګلونه د هغو طبیعي زېرمو له ډلې څخه دي چې د ګټې اخيستنې په صورت کې په بشپړه توګه له منځه نه ځي، ځکه ددې وړتیا لري چې له سره وکرل شي او زرغون شي. دا په دې مانا ده چې کله له ځنګل څخه د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ګټه اخيستل کيږي، بايد د ځنګل راتلونكى په پام کې ونيول شي. کولای شو د ځنګلونو د اقتصادي اهمیت په برخه کې درې مهمو برخو ته اشاره وکړو. لومړی لرګي چې له ځنګلونو څخه ترلاسه کېږي، د ودانیزو چارو په برخه کې لکه د کورونو د کړکیو، دروازو، د کوټو د مسطح کولو، دغه راز د ټلیفون د پایو، رېل پټلۍ، د بېړیو په جوړولو او داسې نورو برخو کې په پراخه کچه کارول کيږي. پر دې سربېره له لرګي څخه د موبل، سلولوز او کاغذ جوړولو په صنعت کې هم کار اخیستل کېږي. د کورنو په ګرمولو کې هم لرګي د سون توکي په ډول کارول کېږي. دوهم له ځنګلونو څخه بېلا بېلې مېوې، لکه جلغوزي، پسته، عناب، تور املوک، ګورګورې او داسي نور چې هم ترې د خوراکي توکو په ډول ګټه پورته کېږي او هم یې اقتصادي ارزښت لوړ دی، ترلاسه کېږي. له پورتنيو مېوو څخه په هېواد کې جلغوزي او پسته د يادولو وړ دي چې په کور دننه او بهر کې ښه بازار لري او د هېواد پر اقتصاد مثبته اغېزه لري. درېیم په ځنګلونو کې په زیاته اندازه مرخیړي یا سمارق موندل کېږي. دغه مرخیړي تقریبا یو سلو پنځوس ډولونه لري چې له دې جملې یې دېرش ډوله ځانګړی غذايي ارزښت لري. د توس Betala د ونو د يو هکټار ځنګل څخه يو سل پنځوس ١٥٠ کيلوګرامه مرخيړي ترلاسه کېږي . مرخيړي نه يواځي دا چې غذايي ارزښت لري، بلکې ځانګړی طبي اهميت او ارزښت هم لري چې له دې جملي څخه يو نوع مرخيړي د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې پيدا کېږي. دغه ډول مرخیړي یا سمارق د سیمې خلک ټولوي او له وچولو وروسته یې په بازارونو کې پلوري چې د یوه کیلو ګرام بیه یې له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو پورې رسيږي.

په همدې ډول ځنګلونه د کورنیو او اهلي ژویو د روزنې له پاره د خوراکي توکو یوه غوره سرچینه ده. هغه خلک چې له ځنګلونو سره نږدې ژوند کوي، هغوی ټول پر مالدارۍ بوخت وي، ځکه دوی د خپلو څارویو له پاره له ځنګل څخه د څړ ځای په توګه ګټه پورته کوي. له دې لارې نه یوازې دا چې غوښه ترلاسه کېږي، بلکې حیواني محصولات هم ترلاسه کېږي چې دا خپله یوه ښه عایداتي سرچینه جوړوي.

دغه مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه وګړي په ځنګلونو کې ژوند کوي. مېلیونونه نور وګړي د ځنګلونو په شاوخوا کې ژوند کوي او د ځنګلي محصولاتو څخه خپل عواید برابروي. دغه راز ځنګلونه د خلکو له پاره د کار زمینه برابروي. د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې ۱.۶ میلیارده خلک تر یوه بریده د خپل ژوند تېرولو له پاره په ځنګلونو متکي دي او ۱۰ مېلیونه نور په مستقیم ډول د ځنګلونو د مدیریت او د هغو پر ساتنې بوخت دي. له دې څخه جوته شوه چې ځنګلونه د نورو ګټو ترڅنګ لوړ اقتصادي اهمیت هم لري او باید ورته پوره پاملرنه وشي. افغانستان چې ځنګلونه یې د تېرو څلورو لسیزو پرمهال په بې دریغه ډول قطع شوي او له منځه تللي دي، اوسمهال اسلامي امارت دې ارزښتناکې برخې ته پوره پاملرنه کړې ده او چاته ددې اجازه نه ورکوي چې دغه ملي شتمني له منځه یوسي او یا یې په خپله ګټه وکاروي.

 اسلامي امارت او د ځنګلونو ساتنې ته پاملرنه

د شلمي پېړۍ په پيل کې نړۍ ته ځنګلونه هغه وخت په سرو زرو بدل شول چې لرګيو، حيواناتو، مېوو او نورو صادراتو یې بېوزله هېوادونه په پښو ودرول، افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه و چې په سلو کې درې برخه ځمکه یې ځنگلونه وه. په ميلادي پنځوسمه لسيزه کې افغانستان وتوانيد چې له المان سره د ځنګل وهنې پروژه لاسليک او وروسته د دې پروژې عصري شکل تر پکتيا او کونړ پورې ورسېد او بايد د هر وهل شوي لرګي په بدل کې يو نهال بېرته کښېنول شوی وای. د محمد داود خان تر حکومت را وروسته نظامونو په خپل وار ځنګلونه له پامه وغورځول او وروسته اوږدمهاله اشغال ناقانونه ځنګل وهنې ته لاره هواره كړه، پايله دا شوه چې خلكو ځنګلونه خپل شخصي ملكيت وګڼل او په سيمهييزه كچه یې په خپلو منځو كې سره ووېشل او له دې سره ځنګل وهنه او د لرګيو سوداګري دومره پراخه شوه چې هر واكمن نظام یې په مخنيوي كې پاتې راغى. د ځینو اټکلونو له مخې يوازې په نويمه لسيزه کې د افغانستان نيم ځنگلونه وهل شوي دي. د نړۍ د وحشي چاپېريال د ساتنې ادارې په ۱۹۹۷میلادي کال کې راپور خپور کړ چې په افغانستان کې هر کال شاوخوا شل زره هکټاره ځنګلونه وهل کيږي، خو په هغه اندازه څوک نوي نیالګي نه کري.

اوس چې په افغانستان کې له څلورو لسیزو اشغال، جګړو او ناخوالو وروسته د اسلامي امارت تر چتر لاندې یو مرکزي واحد نظام رامنځته شوی دی، د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې یې چې ملي شتمني ده، کوټلي ګامونه پورته کړي دي. هڅه یې داده چې له دې شتمنۍ څخه د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ګټه پورته کړي. اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته له رسېدو سره سم د ځنګلونو د پرېکولو او د هغو د قاچاق د مخنیوي په خاطر یوه نظامي قطعه جوړه کړه. ددې قطعې یو شمېر غړي په کابل او پاتې هغه یې په اوو نورو ولایتونو په ځانګړي ډول نورستان، خوست، لغمان، پکتیا او ننګرهار کې په دندو وګومارل شول. دې قطعې ته دنده سپارل شوې چې د ځنګلونو د پرېکولو او قاچاق، د طبي نباتي محصولاتو د ناقانونه لېږد، د ځنګلي ساحو، څړځایونو د ویجاړېدو او غصب، د چهار تراش لرګیو د قاچاق او په ځنګلونو کې د شته وحشي ژویو او الوتونکو د ښکار مخه به نیسي او ددې ترڅنګ به په ځنګلونو کې د دولتي ملکیتونو ساتنه کوي.

دغه راز د چاپیریال ساتنې ادارې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي او د وحشي الوتونکو ښکار د مخنیوي په برخه کې له امنیتي بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. یادې ادارې په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه او په هغه کې ویل شوي و چې یو شمېر کسان له فرصت څخه په استفادې په بې رحمۍ سره ځنګلونه او طبي بوټي پرېکوي او وحشي ژوي او کبان ښکار کوي. په همدې ډول څه موده وړاندې د خوست په ولایت کې ۲۷تنه له دې امله د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول چې په خپلسري ډول یې ځنګلونه وهل. دغه کسان د خوست په ګربزو او دوه منده ولسوالیو کې ونیول شول. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د ځنګلونو او عامه ځایونو د شنو بوټو او ونو وهل د قانون له مخې منع دي او هر چا چې د ځنګلونو او عامه ځایونو ونې ووهلې، نغدي جریمه به پرې کوي او هم به عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل کیږي. دغه راز اسلامي امارت د ځینو بهرنیو مرستندویه ټولنو په همکارۍ خوست کې د ځنګلونو بیا احیا لپاره زرګونه نیالګي کینولي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ځنګلونو د احیا کولو پروژه پیل شوې ده. له دې څخه جوته شوه چې نور په افغانستان کې چاته ددې اجازه نشته چې په خپلسري ډول ځنګلونه پرې کړي او یا هم وهل شوي لرګي یا چهار تراش قاچاق کړي. اسلامي امارت په دې هم بسنه نه ده کړې او دادی د ځنګلونو د بیا احیا په برخه کې یې ګامونه پورته کړي دي چې په راتلونکي کې به یې پایلې ټول ولس وویني او دا ملي شتمني به د تېر په څېر له لوټ او تالان څخه وژغوري.

پایله

که چېرې پورتنیو مطالبو ته وګورو، نو ویلای شو چې افغانستان زیات ځنګلونه لري او دا د افغانانو ملي شتمني ده. که له دې ځنګلونو څخه چې اهمیت یې زیات دی، سمه ګټه پورته شي، له شک پرته چې د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي. ځکه ځنګلونه او په ځنګلونو کې شته طبي او نور ګټور بوټي هم په کور دننه او هم بهر کې ښه بازار لري. د افغانستان د ځنګلونو څخه لرګي، میوه او داسې نور ترلاسه کېږي چې هر یو یې هم په صنعت کې کارول کېږي او هم د صادراتو په برخه کې مهم رول لري. خو دا چې د افغانستان ځنګلونه د تېرو څه باندې څلورو لسیزو په اوږدو کې په بې رحمانه ډول قطع شوي او په قاچاقي ډول بهر ته لیږدول شوي دي، اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې ددې ملي شتمنۍ سمه ساتنه وشي او د قاچاق مخه یې ونیول شي. اسلامي امارت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي او هڅه یې کړې ده چې ځنګلونه په ناقانونه ډول له پرېکولو څخه وساتي او له بل لوري غواړي هغه ځنګلونه چې قطع شوي دي بېرته احیا کړي. په دې لړ کې یې لومړی ګام دا و چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې له پاره یې ۴۵۰ کسیزه نظامي قطعه جوړه کړه او ددې قطعې دنده داده چې چاته د ځنګلونو د پرېکولو اجازه نه ورکوي او که څوک په دې کار لاس پورې کړي، نو هغه د قانون منګلولو ته سپاري، چې ددې ښه ثبوت څه موده وړاندې په خوست کې د هغو ۲۷ کسانو نیول و چې په خپلسري ډول یې ځنګلونه پرېکول. ددې ترڅنګ یې د مرستندویه ټولنو په همکارۍ هڅه پیل کړې ده چې ځنګلونه بېرته احیا کړي. اسلامي امارت د ځینو بهرنیو مرستندویه ټولنو په همکارۍ خوست کې د ځنګلونو بیا احیا لپاره زرګونه نیالګي کینولي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ځنګلونو د احیا کولو پروژه پیل شوې ده. دا هر څه دا په ډاګه کوي چې اسلامي امارت په هر قېمت چې وي، غواړي دغه ملي شتمني چې د هېواد په اقتصادي وده کې رغنده رول لري، خوندي کړي.