د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۴مې ناستې ته کتنه

لیکوال: عبدالله ایمل

سریزه

د شانګهای د همکارۍ سازمان  څلور ویشتمه ناسته د قزاقستان هېواد په کوربتوب د یاد هېواد په مرکز استانه کې د روانې جولای میاشتې په درېیمه او څلورمه مه نېټه ترسره شوه. په استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا او د سولې او دوامداره پرمختګ لپاره هڅې تر شعار لاندې پای ته ورسېده. د شانګهای همکارۍ سازمان په څلور ویشتمه سرمشریزه کې د شریکو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو د پراختیا، د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې په سیمه کې د ترهګرۍ، افراطیت او بیلتونپالنې سره پر مبارزې او تر راتلونکو پنځو کلونو د مخدره موادو د مخنیوي په برخه کې پر ګډې ستراتیژۍ خبرې او بحثونه وشول.

د شانګهای همکارۍ سازمان

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۰۱م کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای کې تاسیس شو، په پیل کې یې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان غړي وو، اوس دا سازمان لس غړي لري چې هند، ایران او پاکستان یې هم غړیتوب ترلاسه کړی او د دوی ترڅنګ افغانستان، منګولیا او افغانستان یې څارونکي غړي دي. همدا راز اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، نیپال، ترکیه او سریلانکا هېوادونه يې د خبرو شریکانو په حیث پيژندل کېږي. د شانګهای سازمان غړي هېوادونه په مجموعي توګه ۳.۵ میلیارده نفوس لري، چې د نړۍ د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي. دا مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان د یوه فورم په توګه کار کوي، څو د دغه سازمان د هېوادونو ترمنځ باورجوړونه رامنځته کړي، د ګاونډيتوب اړیکې پیاوړې کړي او د غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، سوداګریزې، اقتصادي، کلتوري همکارۍ او همدا راز د معارف، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې همکارۍ زیاتې او وده ورکړي؛ خو بیا هم په ټوله کې د دغه سازمان ډېر تمرکز په سیمه کې پر امنیتي مسائلو او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر مخنیوي دی او له همدې کبله یې افغانستان هر کال د غونډو د اجنډا یوه مهمه برخه جوړوي. د یادولو وړ ده چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو په رسمي توګه په دې سازمان کې د بلاروس هېواد د غړیتوب سند هم لاسلیک کړ. دغه سند د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۴مه غونډه کې چې د قزاقستان پلازمېنې استانه کې جوړه شوې وه، لاسلیک شو او اوس یاد هېواد د شانګهای همکاریو سازمان د لسم غړي په توګه پېژندل کیږي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۴مه غونډه

د روانې جولای میاشتې په درېېمه او څلورمه نېټه د نوموړي سازمان څلور ویشتمه غونډه  ترسره شوه. په دغه ناسته کې د سیمې امنیت او ثبات د اجنډا په سر کې قرار درلود، د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې مبارزه، د شریکو هېوادونو اقتصادي پرمختګ، صنعت، د سیمه‌ییزې ګډې همکارۍ، د یاد سازمان د ځینو غړو خراب اقتصادي وضعیت او له افغانستان سره پر اړیکو هغه موضوعاګانې وې چې د دې غونډې په اجنډا کې راڅرخېدلې.

دا غونډه له دې کبله خورا زیاته مهمه وه، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو اړوند سیمه له ژورو بدلونونو او پېښو سره مخ ده. په دغو بدلونونو او مهمو پېښو کې د روسیې او اوکراین د جګړې دوام ، د چین او ټایوان د قضیې ګرمېدل او همدا راز ځینې نور مهم بدلونونه او پېښې لکه د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت او داسې نور یادولی شو.

د شریکو هېوادونو مشرانو د دغې غونډې په څنډه کې لیدنې هم درلودې چې د شریکو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي یې سره بحثونه درلودل.

د دغه سازمان ۲۴مه سرمشریزه د لسګونو سندونو او اعلامیو په تصویب او د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده. په لاسلیک شوو سندونو کې یو یې هم په دغه سازمان کې د بلاروس د دایمي غړیتوب په اړه و، او غړو هېوادونو د اصلي غړي په توګه د بلاروس یو ځای کېدل مهم او اړین ګام وباله. د دغې ناستې د پای په اعلامیه کې نړۍ له زیاتو تحولاتو سره مخ او په چټکۍ سره د څو قطبي توب په لور تلونکې بلل شوې. اعلامیه کې ویل شوي چې اوسنۍ نړیوالې ننګونې او ګواښونه سخت شوي او نړیوالې او سیمه‌ییزې شخړې او بحرانونه لا ژور شوي دي. له دې کبله غړو هېوادونو ټینګار کړی، چې د شته ګواښونو او ننګونو پر وړاندې باید ګډ او همغږي اقدامات وشي او سیمه‌ییزې شخړې باید یوازې او یوازې د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو چارو په مرسته هوارې شي. د شانګهای د همکاریو سازمان په سر مشریزه غونډه کې یو ځل بیا ویل شوي، چې باثباته، پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه دی د غونډې ګډونوالو افغانستان کې موجود امنیت یو فرصت بللی او په خبره افغانستان کې امنیت کولی شي په ټوله سیمه مثبت تاثیرات ولري. د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه یوې ګډې خبرپاڼې به خپرېدو سره پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قطر، عربي متحده اماراتو، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او ځینې نورو هېوادونو برخه لرله. د یادونې وړ ده، بلاروس د لسم هېواد په توګه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

پایله

د شانګهای همکارۍ سازمان چې څه باندې دوه لسیزې وړاندې جوړ شوی، موخه یې د غړیو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، سیاسي، سوداګرۍ، اقتصادي، او یو شمېر نورو برخو کې همکارۍ ته وده ورکول دي.

دغه سازمان په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه یو مهم سازمان دی، هغه هېوادونه یې غړيتوب لري چې د نړۍ له نیمایي زیات نفوس تشکیلوي او غړي هېوادونه یې په ځانګړې توګه چین او روسیه د نړۍ زبرځواکونه دي او په نړیوالو موضوعاتو کې مهم لري. د دغه سازمان مهم غړي د افغانستان ګاونډیان دي او د دوی دریځونه د افغانستان پر مسائلو ژورې اغېزې ښندلی شي.

په داسې ناستو کې د افغانستان ګډون مهم او اساسي دی، دا کار له رسمیت پېژندنې پرته ناشونی دی چې په پایله کې افغانستان د نړۍ او سیمې په سطحه منزوي کوي، ځکه د افغانستان خواخوږي هېوادونه چې د دې سازمان مهم او تصمیم نیوونکي غړي دي په حقوقي محدودو کې بند دي او نه شي کولی افغانستان دغسې یوې غونډې ته بلنه ورکړي.

د دغه سازمان د غړو هېوادونو نظرونو ته که پاملرنه وکړو داسې ښکاري چې د شانګهای همکارۍ سازمان ډېری او مهم غړي یې له افغانستان سره د دوه او څو اړخیزو همکاریو زیاتوالي او د اړیکو پراختیا ته لېواله دي چې دغه لېوالتیا به په نېږدې راتلونکي کې د سیمې او نړۍ سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د زیاتوالي سبب شي.