افغانۍ د سیمې په کچه د باثباته پولي واحدونو څخه شمېرل کیږي
لیکوال: عبدالله ایمل
مقدمه
دا چې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت دری کال تېریږي د تېر درېیو کلونو په دوران کې د هېواد پولي واحد هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ارزښت له اړخه یو لړ ستونزو سره مخ ؤو، چې کله به یې خپل ارزښت د بهرنیو اسعارو خصوصآ د ډالر پر وړاندې له لاسه ورکړ کله به لوړ شو. د ۲۰۲۱ م کال اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه یو ډالر په اوسط ډول د ۸۰ افغانیو په بدل کې تبادله کېده؛ خو د ولایتونو د سقوط د لړۍ له پیل سره د افغانۍ د ارزښت ټیټېدو لړۍ ګړندۍ شوه. د کابل ادارې له ړنګېدو سره په هېواد کې ټول بانکونه او صرافۍ وتړل شول، خو کله چې د ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر په ۴مه شهزاده سرای بیا فعالیت پیل کړ، د یوه ډالر بیه ۸۷ افغانۍ وه چې بیا ورو ورو د افغانۍ ارزښت کنټرول شو او که څه هم د څو ورځو په تېرېدو سره د ډالر بیه تر ۸۳ پورې هم راښکته شوه، خو د وخت په تېرېدو سره بیا تر ۹۵ پورې لوړه شوه خو د تبادلې په بازار باندې د مافیايي کړی حاکمېدل سبب د دې شول، چې د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د ډالر بیه ۱۲۷ افغانیو ته ورسېده، چې د افغانستان بانک د درست مدیریت له امله بېرته ۹۰ ته را ښکته شوله خو یاد وضعیت ثابت نه دی هر ګړۍ امکان لري د افغانۍ ارزښت کم یا هم زیات شي. شته ستونزو او وضعیت ته په کتلو سره له اقتصادي پلوه تحلیل دا دی چې افغانۍ تراوسه خپل ارزښت هومره نه دی بایللی چې تمه یې کېده. د نورو بېلابېلو عواملو ترڅنګ، د افغانستان بانک پشتوانې ګنکل کېدل او دېته ورته نور موضوعات و، خو بیا هم افغانۍ خپل ارزښت هومره له لاسه نه دی ورکړی. یو عامل دا دی چې حکومتي لګښتونه کم شوي او له کبله یې پر افغانۍ فشار کم دی. همدا راز د بانکي ستونزو له کبله واردات هم کم شوي چې ورسره پر افغانۍ هم فشار کم دی. له دې سره سره، اړتیا ده چې هغه عوامل وپېژندل شي چې د افغانۍ د ارزښت په ټیټېدو کې یې رول لرلی.
د افغانۍ ارزښت
د افغانستان بانک یو اصلي کار د انفلاسیون مدیریت او د توکو او خدماتو د نرخونو ثبات دی او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره د تبادلې د نرخ ثبات مهم دی. تراوسه د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو د لیلام پروسې له لارې ثابت ساتل کېده. د ډالرو د لیلام پروسه د ډالرو د نشتون له کبله کمه تر سره کیږي، چې د بازار اړتیا نشي پوره کولای، چې له کبله یې د نرخونو او د تبادلې د نرخ ثبات تر یوه بریده له تزلزل سره مخ دی. سره له دې چې افغانستان بانک د انفلاسیون په مدیریت کې او د افغانۍ د ارزښت په ثبات کې مهم رول لري، خو نور عوامل هم شته دي چې د افغانۍ پر ارزښت اغېزې لري. زیاتې عرضې او کمې تقاضا په تېرو شلو کلونو کې د افغانۍ پر ارزښت فشار اچاوه، چې د ډالرو تزریق یې دایمي او باثبات وسیله نه وه او اوس چې بهرنۍ مرستې هم نشته پر افغانۍ فشار زیات شوی. عمومي اقتصاد او اقتصادي وده او صادرات او واردات بله هغه قضیه ده چې مستقیما د مبادلې پر نرخ اغېز لرلی شي خو د دې ټولو موضوعاتو په شتون سره بیا هم افغانۍ د سیمې په سطحه یو له غوره باثباته پولي واحدونو څخه ده او خپل ارزښت یې په دوامدار ډول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړی کړی دی
دا چې په اوسني وخت کې افغانستان په بشپړ ډول امن دی؛ اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دی. دا په اقتصادي ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت یوه مهمه لاسته راړنه بللی شو. د ډاډمنې سیاسي او امنیتي فضا رامنځته کېدل، د کورنیو تولیداتو څخه د اسلامي امارت ملاتړ، په وارداتي توکو باندې مالیات، د هېواد په دننه کې په هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو مخنیوی، واحد پولي سیاست، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د ونډو له بازار څخه وخت پر وخت د افغانۍ راغونډول، افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل، د صادراتو زیاتوالی او داسې نور هغه څه دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ ثبات ساتلی دی.
د پیسو پړسوب
انفلاسیون یا د پیسو پړسوب، چې په عمومي او دوامداره توګه د بیو لوړوالي ته وايي، هم د تېرو دوه لسیزو راهیسې په افغانستان کې د اقتصاد پوهانو او خلکو له نظره یوه د بحث وړ موضوع او د هېواد یوه اقتصادي ستونزه ده؛ ځکه دا په نېغ ډول د خلکو له ژوند سره تړاو لري. دا چې په افغانستان کې اشغال پای موندلی او د اوږدې جګړې وروسته امنیت تامین شوی دی او د هېواد ډېری زیربناوې، فابریکې، صنعت او زراعتي نظام تباه شوی دی، نو په ډېری توګه افغانستان په دغه وخت کې په یوه وارداتي هېواد بدل شوی. په ډېره لوړه کچه د وارداتي توکو له راتګ سره په هېواد کې یو ډول وارداتي انفلاسیون رامنځته شوی. د نړېوال بانک د راپورونو په اساس د تېرو دوه لسیزو په جریان کې په دوامداره توګه باندې د توکو بیې لوړې شوې دي علت یې هم د وارداتو زیاتوالی او د کورني تولیداتو کموالی په ګوته شوی، خو په تېر درېیو کلونو کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد واګې په لاس کې اخیستې هڅه کوي، چې کورني تولیداتو اندازه زیاته تر څو د وارداتو اندازه کمه شي. په ۱۴۰۰ لمریز کال کې نظر ۱۳۹۹ لمریز کال ته د اجناسو او خدمتونو په وارداتو کې ۱۹.۳ سلنه کموالی راغلی دی، چې دا دې افغانستان اسلامي امارت د هڅو پایله ده. په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د خوراکي توکو بیو کې ۵,۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی په داسې حال کې چې په ۱۳۹۹ کال کې د خوراکي توکو بیو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی یې درلود. د هېواد په کچه د خوراکي توکو د بیو په زیاتوالي کې د غلو شاخص ۶.۷سلنه، غوړي ۲۹ سلنه او بوره ۷.۹ سلنه زیاتوالی لري.
پایله
له شل کلن اشغال وروسته په هېواد باندې د بیا ځل لپاره د ا.ا.ا حاکمېدل د ملت د شلو کلونو د بې ساري قربانیو پایله ده. ا.ا.ا ته په هېواد کې له ویجاړیو او خراب اقتصادي وضعیت پرته بل څه نه دي ورپاتې، الحمدالله د ا.ا.ا په راتګ سره په ټول هېواد کې بشپړ امن تآمین شوی او د یو محکم مرکزي حکومت بنسټ اېښودل شوی دی، ا.ا.ا رهبري هڅه کوي، چې د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت دې ښهوالي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او په دې برخه کې یې تر اوسه پورې د کانونو د استخراج، د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جذب، د پانګونې په برخه کې د شته قوانینو په برخه کې د لازمو اسانتیاوې، په خامو موادو د تعرفې کمول، د کوچنیو مالیه ورکوونکو د حمایت په پار د مالیې کمول او د هېواد زیربنايي برخو ته د پاملرنې زیاتېدل، د مثال په ډول د قوشتیپې کانال پرانیسته، چې دومره لویه پروژه د ملي بودیجي تمویلږي په بشپړېدو سره به یې ۵۸۰۰۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او هېواد به مو د غلو دانو له اړخه پر ځان بسیا شي، د پيروزي ښارګوټي صنعتي پارک پرانیسته، چې ۱۵۰ وړې او لویې فابریکې په کې جوړیږي، افغان انوېسټ شرکت پرانیسته، چې په لومړي ځل ۲۵۰ مېلیون ډالره پانګونه کوي اولویت یې د ډبرو له سکرو د برښنا تولید دی،د قشقري تېلو بلاک پرانیسته چې هر ورځ د لسګونو مېلیونو افغانيو په ارزښت نفت استخراجیږي او په نېږدې راتلونکي کې به د آمو حوزې د تېلو مکمل قرار داد یوې بهرنۍ کمپنۍ ته ورکړل شي چې همدلته به د تېلو پروسس کوي، د کجکي بند د دویم فاز پرانیسته، چې ۱۰۰ مېګاواټه برښنا تولیدوي او اوس الحمدالله د کندهار او هلمند ولسونو د برق ستونزې ورسره حل شوې دي، د حکومت د عوایدو د راټولولو لپاره د الکترونیکي سیستم رامنځ ته کول، چې اوس الحمدالله په پوره شفافیت سره عواید د حکومت خزانې ته جمع کیږي، حکومتي دستګاه کې د هڅو پیل، چې سیستمونه الکترونیکي شي تر څو خپل ملت ته په وخت او شفاف ډول سره خدمات وړاندې کړو او دې ته ورته نورې سترې پروژې پیل شوې او پخوانیو ناتمامو پروژو د بشپړولو لپاره هلېځلې دوام لري.
د یو هېواد د اقتصادي ثبات لپاره مهم شی امنیت او په حاکم حکومت کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د کلکې ارادې شتون دی، چې الحمدالله ا.ا.ا په راتګ سره په ټول هېواد کې بشپړ امن قایم شوی او په شته نظام کې د اقتصادي پېشرفت لپاره قوي هوډ شتون لري، چې د یو کال په تېرېدو سره د اقتصادي پرمختګ لپاره هغه کارونه تر سره شوي دي، چې مثال یې د تېرو څو کلونو په جریان کې نشته دی، چې برسېره مې یو څه کارونه د نمونې په ډول ذکر کړل، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو ډېری ویناوو کې ملت ته ډاډ ورکوي، چې په نېږدې راتلونکي کې به د هېواد اقتصادي وضعیت عادي د خلکو لپاره به د کار زمینه برابره او عواید به یې لوړ شي، انشاءالله.