د روغتیا سکټور په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته کتنه

546786

د روغتیا سکټور په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه:

افغانستان په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ثور له کودتاه وړاندې، تر یوه حده پرمختللی و. خو د ثور له کودتاه وروسته په افغانستان کې جګړې پیل او د سیمې په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي اړیکې ترینګلې او د پولو په تړل کېدو سره بیوزلي پراخه شوه. د افغانستان زیاتره وګړي د جګړې له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول. په دغو کسانو کې د روغتیايي برخې کسان هم شامل وو. بیا چې کله په ۱۳۷۱ لمریز کال کې مجاهدین واک ته ورسېدل او خپلمنځي جګړې پیل شوې، نو د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون پاتې روغتیايي کارکوونکي هم له هېواده کډه شول. د امریکا د اشغال پرمهال په تیرو شلو کلونو کې افغانستان ته میلیاردونه ډالر راغلل، خو د کابل ادارې له لوري حیف او میل شول. د هېڅ برخې له پاره کار ونه شو او نه زیربناوې جوړې شوې. همدا لامل و چې زموږ ډېر هېوادوال به د درملنې له پاره له هېواده بهر تلل او هغو کسانو چې اقتصادي حالت یې ښه نه و، خپل ناروغ به یې بس تقدیر ته سپارلی وو. خو د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو سکټورونو ترڅنګ روغتیايي برخې ته هم پوره پاملرنه شوې او په دې برخه کې تر یوه بریده پرمختګونه شوي دي. په دې لیکنه کې د افغانستان روغتیايي سکټور ستونزو او پرمختګونو او د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته کتنه شوې ده.

روغتیا سکټور کې شته ستونزې او پرمختګونه

د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د لومړي روغتیايي مرکز له جوړېدو څخه ۹۵ کاله تیرېږي، خو د شاوخوا یوې پیړۍ په تیرېدو سره لا هم افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. که نه په ۱۳۶۹ لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۱۴۳ اساسي روغتیايي مرکزونه، ۲۵۰۴ ډاکټران، ۵۵۷ فارمسستان موجود وو. خو له هغه وروسته چې په افغانستان د روسانو یرغل پای ته ورسېد، په ۱۳۹۵لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۱۷۰دولتي او ۳۸۸ خصوصي روغتونونه فعال وو. ددې ترڅنګ په همدې کال کې ۲۱۷۳ روغتیايي مرکزونو فعالیت درلود. خو د روسانو له وتلو او د کمونیستي رژیم له نسکورېدو وروسته چې کله په کابل او د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د مجاهدینو ترمنځ خپلمنځي جګړې ونښتې، نو بیا د نورو سکټورونو ترڅنګ د روغتیا سکټور هم سخت زیان ولید. روغتونونه، روغتیايي مرکزونه د جګړو په اور کې وسوځیدل او زیاتره روغتیايي کارکوونکي له هېواده ووتل.

تر هغه وروسته چې کله د لومړي ځل له پاره اسلامي امارت رامنځته شو او خپلمنځي جګړو ته یې پای ورکړ او په هېواد کې یې امنیت راوست، نو سوکه سوکه د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا سکټور هم تر یوې اندازې پرمختګ وکړ. ځینې پخواني روغتونونه بیرته فعال او د ناروغانو درملنه یې پیل کړه. ولې د امریکا له لوري پر افغانستان له یرغل وروسته باوجود ددې چې میلیاردونه ډالر افغانستان ته راغلل، خو د روغتیا سکټور ته هسې کار ونه شو چې په دې برخه کې دې د خلکو ستونزو ته په بشپړ ډول پای ورکړل شي. هغه مهال څو مهمې ستونزې وې چې ددغه سکټور فعالیتونه یې کاواکه کړي و. لومړۍ ستونزه دې سکټور ته د کافي بودیجې نه ځانګړي کول، د اداري فساد شتون، بې کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د ډاکټرانو کموالی نورې هغه ستونزې وې چې روغتیايي سکټور یې سخت ټکنی کړی و. د امریکا تر ماتې او د کابل ادارې له ړنګېدو  وروسته د دوهم ځل له پاره د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې اقتصادي خوځښت او د زېربناو بیارغونه، د اسلامي امارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي، او اوسنی نظام د افغانستان د هغو زیربناوو پر بیارغونې تمرکز کړی چې په تېرو لسیزو کې د جګړو له امله سخت زیانمن شوي دي. د زیربناو بیارغونه کې د سړک جوړولو او بیارغونې پروژې چې ولایتونه، ولسوالۍ او کلي سره نښلوي لومړیتوب ورکړل شوی دی. د دې ترڅنګ، د روغتونونو، پلونو، ښوونځیو او نورو اړینو زیربناو د ترمیم او بیارغولو لپاره هم هڅې روانې دي، ترڅو هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته او خدماتو ته د دوی لاسرسی اسانه شي. سربېره پردې چې اوسنی نظام له راز راز اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، خو اسلامي امارت د زیربنایي پروژو پلي کولو او په ځانګړي ډول د روغتیا برخې او با کیفیته روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.  اوسمهال تر ټولو ښه درملنه په کابل، ورپسې په کندهار، هرات او مزارشریف کې کېږي. په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت او د اندراګاندي د ماشومانو روغتون په هېواد کې د ماشومانو له پاره مخکښ روغتونونه دي. په کابل کې د سردار محمد داوود خان نظامي روغتون، جمهوریت روغتون او جناح روغتون له لویو روغتونونو څخه دي. په کندهار ولایت کې د عینو مینې ۳۵۰ بستریز روغتون او مهمند ۵۰ بستریز روغتون د دغه هېواد په سویل کې تر ټولو عصري دوه روغتونونه دي. میوند تدریسي روغتون، په ۱۹۶۰ میلادي کال کې په ورځ کې له ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ ناروغانو د درملنې په موخه تاسیس شو، خو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ورځ کې له ۱۰۰۰ تنو زیاتو ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کوله او اوس دا روغتون تر پخوا لا مجهز شوی او ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. اسلامي امارت د صحت په برخه کې تر ډېره بریده کار کړی دی او هڅه کوي چې په دې سکټور کې شته ستونزو ته که په بشپړ ډول نه وي، نو تر یوه بریده پای ورکړي. لاندې به د روغتیا سکټور په برخه کې د اسلامي امارت کړنو او فعالیتونو ته اشاره کوو.

د روغتیا سکټور او د اسلامي امارت فعالیتونه

د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هېوادوالو د بېړنيو او اساسي روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو او همدارنګه د افغانستان د پرمختګ، سوکالۍ او ودانۍ لپاره پر یو شمېر مهمو پرمختیايي نوښتونو تمرکز شوی دی. د کلونو جګړو او بې ثباتۍ له امله د رامنځته شویو ننګونو او ستونزو سره سره، اسلامي امارت په هېواد کې د روغتیايي زېربناوو بیارغولو او با کیفیته روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په خوا کې اقتصادي پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی دی. اوسنی نظام د افغانستان د هغو زیربناوو پر بیارغونې تمرکز کړی، چې په تېرو لسیزو کې د جګړو له امله سختې زیانمنې شوې دي. د روغتیايي خدمتونو ښه کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی. د هغو روغتونونو او کلینیکونو د بیا پرانیستلو هڅې روانې دي چې د جګړو او بې ثباتۍ له امله زیانمن شوي یا تړل شوي دي. روغتیایی مرکزونو ته طبی تجهیزات او اسانتیاوې چمتو شوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې یاد بنسټونه کولی شي د خلکو اړتیاوې پوره کړي. د دې ترڅنګ، د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره د واکسین کمپاینونه هم ترسره شوي او دغه هڅه لا هم روانه ده. د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي. له هغه وروسته په ۱۴۰۲ لمریز کال کې  اسلامي امارت د روغتیا په سکټور کې مهمې لاسته راوړنې درلودلې دي. په دغه کال کې په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول، د جمهوریت روغتون سمبالول، د ساري ناروغیو کابو کول، د ګوزڼ ناروغیو له منځه وړل او ظرفیت لوړولو پروګرامونو جوړول د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي. تېر کال کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کوونکو ۱۸۰ بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او د روغتیا په برخه کې ۱۸۴ فعال بنسټونه ثبت شوي دي. دا مهال افغانستان د سیروم د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او تېر کال یې ډېره اندازه سیروم عربي هېوادونو ته هم صادر کړي دي.  تېر یوه کال کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ سلنې ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او دغه موده کې څه د پاسه ۸ میلیونه مېندې او ماشومان واکسین شوي دي. په دې موده کې  ۸ مېلیونه، ۵۹۹ زره او ۷۵۰ مېندو او ماشومانو ته بېلابېل واکسینونه تطبیق شوي دي. په ۱۴۰۲لمریز کال کې  ۲۵زره او ۳۰۲ قلمه درمل او روغتیايي محصولات وارد شوي، د کورنیو تولیداتو ۲۳۱۶ قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي او د درملو د  تولید ۱۵ کارخونو، ۱۵۱ د درملو واردوونکو شرکتونو، ۱۷۹عمده پلورنځیو او ۲۴۶۸ فارمسیسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. دغه راز په ۱۴۰۲لمریز کال کې ۳۴ زره او ۸۹ روغتیايي کارکوونکو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي.  په ۳۴ ولایتونو کې بندیانو ته روغتیايي خدماتو وړاندې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه ۱۰۵۶ قلمه بېلابېل درمل ثبت او تایید شوي دي. د څه باندې ۱۵۰۰ نويو ډاکټرانو، له ۳۰۰۰ زیاتو معالجوي ډاکټرانو او د غاښونو څه باندې ۲۰۰ ډاکټرانو ثبتېدل نورې هغه لاسته راوړنې دي چې اسلامي امارت په ۱۴۰۲لمریز کال کې درلودې. د عامې روغتیا وزارت مشرتابه نورو هېوادونو ته ۱۴رسمي سفرونه کړي او دغه راز د روغتیايي خدماتو له وړاندې کوونکو ۱۸۰ موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک او په روغتیايي سکټور کې ۱۸۴ فعالې موسسې ثبت شوې دي. دغه راز اسلامي امارت په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې هم د روغتیا سکټور د پرمختګ له پاره ګامونه پورته کړي دي. ددې هلو ځلو ښه بیلګه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د ایتوک فارما او افغان میډسن د درملو جوړولو فابریکو پرانیسته وه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یادو فابریکو د پرانیستو مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال د باکیفیته درملو د وړاندې کولو په برخه کې د ایتوک فارما او افغان میډسن تولیدي فابریکو فعالیت ته په اشارې سره وویل چې په دې سره به تر ډېره د هرات ولسونو د درملو ستونزې حل شي.  ایتوک فارما د درملو تولیدي فابریکه کې ۱۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په لومړي سر کې ۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي. افغان میډسن د درملو تولیدي فابریکه کې بیا ۱۶ میلیون ډالر پانګونه شوې، چې لسګونه قلمه مختلف درمل تولیدوي.  د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په څلورمه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په کابل کې د لایف پرل په نوم د درمل جوړولو فابریکه پرانستل شوه. په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وویل چې باکیفیته درمل له روغتیايي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته درمل د روغتیا لپاره زهر دي، نو له کمیت مخکې باید کیفیت ته پوره پاملرنه وشي. محترم ملا عبدالغني برادر آخوند زیاته کړه چې د “لايف پرل” په نوم د درمل جوړولو فابریکې د فعالیت په پيل سره به هېوادوال د اړتیا وړ درملو ته اسانه لاسرسی پيدا کړي او د درملو په برخه کې به شته اړتیا تر ډېره بریده له داخلي تولیداتو څخه تأمین شي. لايف پرل درمل جوړولو پر فابریکې د څه باندې ۲۰ مېليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او په مستقیم ډول شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده. يادې فابريکې خپل فعاليت د ۵۰ قلمه درملو په توليد پيل کړی او په پام کې ده چې په راتلونکي کې دغه اقلام لوړ شي. په دې فابریکه کې ټابلېټ، کپسول، وچ پوډر، شربت او نور ډول ډول درمل تولیدېږي. له دې څخه جوته شوه چې اسلامي امارت د روغتیا سکټور د پرمختګ له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او غواړي په دې برخه کې شته ستونزو ته په بشپړ ډول پای ورکړي.

پایله

وايي روغتیا شتمني ده. په رښتیا هم چې په بشري ټولنو کې تر هرڅه وړاندې باید روغتیا ته پاملرنه وشي. ددې برخې ستونزې باید په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي. افغانستان چې له کلونو راهسې له اشغال او جګړو سره مخ دی، د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا برخې هم سخت زیانونه لیدلي دي. ددې سکټور زیربناوې له منځې تللې، ډاکټران او د روغتیا برخې متخصص قشر د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی دی. همدا لاملونه دي چې لا هم په دغه سکټور کې ګڼې ستونزې شي او له امله یې خلک ځوریږي. خو اوس چې په افغانستان کې یو متعهد او مرکزي نظام رامنځته شوی، د نورو برخو ترڅنګ یې د روغتیا سکټور ته پوره پاملرنه کړې ده. دا مهال په افغانستان کې د صحت په سکټور کې تر یوه بریده موجودې ستونزې له منځه تللې دي او په دې اړه لا هم په جديت سره کار روان دی. د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد په کچه لسګونه روغتیايي کلینیکونه فعال او دا مهال خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د افغانستان د مرکز په ګډون په لویو ښارونو کې موجود روغتونونه فعال او د بې کیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي ترڅنګ په هېواد کې د خصوصي سکټور په پانګونې سره د درملو د تولید کارخونې فعالې شوې دي. که چیرې په همدې ډول د روغتیا سکټور له پاره کار روان وي، نو په راتلونکي کې به په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې پای ومومي او هم به د بې کیفیته درملو مخه نیول شوې وي. له هغه وروسته به نه څوک د درملنې له پاره بهر ته ځي او نه به هېواد ته بې کیفیته درمل چې د انسانانو ژوند ګواښي، واردېږي.