د برېکس سازمان ۱۶مه غونډه او پر افغانستان یې اغېزې
لیکوال: امان الله حنیفي
سریزه
سږ کال د برېکس سازمان ۱۶مه غونډه د روسیې په کوربهتوب د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ولسمشرانو او ځانګړو لوپوړو چارواکو په حضور کې د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۵ نېټې ترسره شوه. دغه سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک سازمان هر کال خپله نوبتي غونډه په دورهيي ډول په غړو هېوادونو کې جوړوي چې تېر کال یې سویلي افریقا، سږ کال یې روسیه او راتلونکی کال به یې برازیل کوربهتوب کوي.
د دغه سازمان غونډې تر ډېره په اقتصادي موضوعاتو راڅرخي او کوښښ کوي چې د غرب او امریکا پر وړاندې ځانګړی اقتصادي زون رامنځته او په دې سره د نړۍ دوه قطبه اقتصادي نظام جوړ کړي. خو سږنۍ غونډه یې د تېرو هغو په پرتله ډېره مهمه وه. دلیل یې دا و چې همدا اوس د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې چې امریکا او غرب یې ملاتړ کوي، جنګونه روان دي او دغو جنګونو د برېکس سازمان غړي هېوادونه په ځانګړي ډول روسیه او ایران له سیاسي، اقتصادي او نظامي اړخه اندېښمن کړي دي. دوی اړ دي چې په سیمه او تر ډېره د نړۍ په شرقي قطب کې د امریکا او غرب پر وړاندې مهم تصامیم ونیسي څو ورپښېدونکي ګواښونه او خطرات کابو کړای شي.
افغانستان چې د اسلامي امارت په راتګ سره د برېکس سازمان له غړو هېوادونو سره ښې اړیکې او اقتصادي راکړه ورکړه لري، د دغو سازمان له پرېکړو په مستقیم ډول اغېزمن کېږي. موږ کوښښ کوو چې په دې مقاله کې د برېکس سازمان په ارزښت، فعالیت، د دغه سازمان پر اصلي هدف او په دغه سازمان کې د افغانستان د عضویت اخیستلو اړتیا او د افغانستان لپاره یې پر ګټو لنډې خبرې وکړو.
د برېکس مخینه
د برېکس سازمان طرحه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ګولډمن ساکس کمپنۍ مشر جیم او نیل له لوري وړاندې شوه، چې په ۲۰۰۶ کال کې په غیر رسمي ډول پیل شو. لومړني غړي یې برازیل، روسیه، هند او چین وو او هغه وخت یې نوم برېک و. لومړنۍ رسمي غونډه یې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د لومړنیو غړو هېوادونو (روسیې، چین، برازیل او هند) ترمنځ ترسره شوه. له هغه وروسته بیا په ۲۰۱۰ میلادي کال کې سويلي افریقا هم په رسمي ډول د دغه سازمان غړی شو او نوم یې له برېک څخه بریکس (BRICS) ته بدل شو. د BRICS نوم د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه اخیستل شوی (B - برازیل، R - روسیه، I – هند، C - چین او S- سویلي افریقا.
له سویلي افریقا وروسته ډېرو هېوادونو په دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کړې چې ایران، متحده عربي امارت، مصر او ایتوپيا یې تازه غړي دي او د افغانستان په شمول یې ډېری نور هېوادونه د غړیتوب اخیستو ته انتظار دي. دغه سازمان د خپلو داخلي اصولو له مخې هر کال په دوره یي ډول د رسمي غړو هېوادونو په کوربهتوب هر کال کلنۍ غونډه جوړوي چې د سیمې او نړۍ پر اقتصادي او سیاسي وضعیت خبرې کوي او د خپلو ګټو او اقتصادي – سیاسي پرمختګ لپاره لازم تصمیم نیسي.
د برېکس سازمان غړي هېوادونه
بریکس ۹ دایمي او ډېر نور غیر دایمي غړي هېوادونه لري چې دایمي غړي یې عبارت دي له:
1. برازیل: د لاتینې امریکا لوی هېواد دی چې په اقتصادي لحاظ په دې سیمه کې یو ځواکمن هېواد ګڼل کېږي.
2. روسیه: د نړۍ یو له لویو جغرافیوي او اقتصادي ځواکونو څخه دی، چې په ځانګړي ډول د انرژۍ او پوځي ځواکونو په برخه کې اغېز لري.
3. هند: په جنوبي اسیا کې یو لوی هېواد دی چې په اقتصاد او ټکنالوژۍ کې په چټکۍ سره پرمختګ کوي.
4. چین: د نړۍ تر ټولو لوی نفوس لرونکی هېواد او دوهم لوی اقتصادي ځواک دی.
5. سویلي افریقا: په افریقا کې یو له پرمختللو هېوادونو څخه دی چې د دې لویې وچې په اقتصادي او سیاسي چارو کې مهم رول لري.
6. متحده عربي امارات: د عربۍ نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز هېواد دی چې د نړیوال تجارت مهمه برخه یې په کنټرول کې ده.
7. مصر: د منځني ختیځ او عربي نړۍ یو له قوي اقتصاد او سیاست لرونکو هېوادونو څخه دی چې په منځني ختیځ کې ځانګړی اغېز لري.
8. ایران: د منځني ختیځ یو مهم اقتصادي او سیاسي نفوذ لرونکی هېواد دی.
9. اتوپيا: په سیاسي او اقتصادي لحاظ قوي هېواد دی.
خو په سږنۍ ۱۶مه غونډه کې یې د ۳۲ هېوادونو استازو د روسیې په رسمي بلنه برخه اخیستې وه چې تر ټولو مهم برخه اخیستونکی هېواد یې ترکیه و. ترکیه سره له دې چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی، خو بیا یې هم د برېکس په ۱۶مه غونډه کې برخه اخیستې وه. اوسمهال د افغانستان په ګډون د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو په دغه سازمان کې د عضویت اخیستو غوښتنه کړې چې د یوشمېر هېوادونو غوښتنې یې تر بررسۍ لاندې دي.
د برېکس سازمان موخې
بریکس سازمان د نړۍ د اقتصادي او سیاسي چارو په ډګر کې یو مخ پر ودې ځواک ګڼل کېږي. د دې سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي چې په نړیواله کچه د پرمختیایي هېوادونو لپاره یو پیاوړی اقتصادي او سیاسي چوکاټ رامنځته کړي او د نړیوال اقتصاد په جوړښت کې یو مهم رول ولري. د بریکس فعالیتونه او اغېزې په سیمهییزه او نړیواله کچه د اقتصادي ودې، سوداګریزو اړیکو، او نړیوالې همکارۍ په پراختیا کې مهمې بلل کېږي. بریکس سازمان څو عمده هدفونه لري، چې په لاندې ډول دي:
1. اقتصادي وده: د بریکس غړي هېوادونه په ټوله نړۍ کې د اقتصادي ودې په برخه کې ډېر مهم رول لري. دا سازمان هڅه کوي چې د خپلو غړو ترمنځ سوداګري او پانګونه زیات کړي او د نړیوالو اقتصادي ننګونو پر وړاندې یو ګډ دریځ ولري.
2. د پرمختیایي هېوادونو ملاتړ: بریکس په نړیواله کچه د پرمختیایي هېوادونو د ګټو دفاع کوي او هڅه کوي چې د نړیوال اقتصادي سیسټم په جوړښت کې د پرمختیایي هېوادونو ونډه ډېره کړي.
3. د نړیوالو پریکړو اغېزمنول: بریکس سازمان غواړي چې د نړیوالو سازمانونو لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په پرېکړو کې د پرمختللو هېوادونو اغېز زیات کړي او د نړیوال اقتصادي سیسټم په جوړولو کې فعال ونډه ولري.
4. د پرمختیایي پروژو تمویل: د خپلو غړو هېوادونو او نورو پرمختیایي هېوادونو لپاره د اقتصادي او پرمختیایي پروژو لپاره تمویل او ملاتړ چمتو کوي. په دې برخه کې د بریکس نوي پرمختیایي بانک (New Development Bank - NDB) یو مهم رول لري.
5. سوداګریزه همکاري: بریکس سازمان غواړي چې د خپلو غړو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لارې اسانه کړي او د خپلو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو پیاوړی چوکاټ جوړ کړي.
6. ځانګړی پولي واحد: برېکس سازمان غواړي چې د ډالر په مقابل کې ځانګړی پولي واحد «برېکس» رامنځته او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکاروي.
د برېکس سازمان فعالیتونه
بریکس سازمان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي:
کلنۍ سرمشریزه: د بریکس غړي هېوادونه هر کال د سرمشریزې غونډې ترسره کوي چې پهکې د اقتصاد، سیاست، پرمختګ او امنیت په اړه خبرې کېږي. په دې غونډو کې د نړیوالو چیلنجونو پر وړاندې ګډې تګلارې رامنځته کېږي.
نوی پرمختیایي بانک(NDB): بریکس سازمان د خپل پرمختګ لپاره په ۲۰۱۴ کال کې نوی پرمختیایي بانک جوړ کړ چې هدف یې د غړو هېوادونو او نورو پرمختیایي هېوادونو لپاره د زیربنایي پروژو تمویل دی. دا بانک په ځانګړې توګه د انرژۍ، ټرانسپورټ او اوبو مدیریت په برخو کې پانګونې کوي.
سوداګریزه همغږي: د بریکس غړي هېوادونه د خپلو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې تګلارې جوړوي او هڅه کوي چې د تعرفو او نورو سوداګریزو خنډونو مخه ونیسي.
تحقیق او پرمختګ: بریکس هېوادونه په مختلفو علمي او ټکنالوژیکي برخو کې ګډې څېړنې او نوښتونه ترسره کوي، چې مهم هغه یې روغتیا، ټکنالوژي او زراعتي برخې دي.
کلتوري او علمي همکارۍ: د بریکس غړي هېوادونه هڅه کوي چې د کلتوري او علمي تبادلې له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د یو بل د کلتور او تاریخ په اړه پوهه ډېره کړي.
په برېکس سازمان کې د افغانستان د عضویت اخیستلو اړتیا
د بريکس هېوادونه د نړۍ په کچه د اقتصاد په ډګر کې ډېر ستر هېوادونه دي، چين چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد او د بريکس له بنسټ ايښودونکو څخه دی. همدارنګه د برازيل مخ پر وده اقتصاد او د افريقا په لويه وچه کې د سويلي افريقا او په اروپا کې د روسيې اقتصاد، ورځ تر بلې راټوکېدونکی او د هند اقتصاد يې روښانه مثالونه دي. په دې سازمان کې د نړۍ پراخه جغرافيه او د نړۍ له نيمايي څخه ډېر نفوس مېشت دی، که افغانستان د بريکس د نړيوال فورم سره خپلې اړيکې پراخې کړي، دا به د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ او اقتصادي پانګونې لامل شي. د بريکس هېوادونو سره همکاري کېدلای شي افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې پرانيزي، چې د افغانستان د اقتصاد په پياوړتيا او خلکو ته د کارموندنې رامنځته کېدو ته زمينه برابرولای شي.
د برېکس سازمان غړي هېوادونه په زيربنايي پروژو کې ډېر تجربه لرونکي هېوادونه دي. افغانستان ته د بريکس د غړو هېوادونو څخه د تخنيکي او مالي مرستو ترلاسه کول به د افغانستان د زيربناوو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. دا مرستې کولای شي په افغانستان کې د سړکونو، بندونو، برېښناکوټونو او نورو مهمو زيربنايي پروژو په جوړولو کې ګټورې تمامې شي.
بريکس د زده کړو په برخه کې هم ډېر پرمختللی سازمان دی. که بريکس له افغانستان سره په تعليمي او علمي برخو کې همکاري وکړي، نو دا به د افغانستان د تعليمي نظام د پياوړتيا او پرمختګ لامل شي. د بريکس هېوادونو سره د پوهنتونونو او علمي ادارو د همکاریو پراخول کېدلای شي د افغانستان د محصلینو لپاره د نويو علمي لارو او نويو علمي تجربو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
بريکس هېوادونه د بېلابېلو کلتورونو او ژبو خاوندان دي. د دې هېوادونو سره کلتوري او اجتماعي همکارۍ پراخول کولای شي د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې او پوهې د پراختيا سبب شي. دا به د افغانستان خلکو ته نوي کلتوري تجربې او د نړۍ د نورو ملتونو سره د اړیکو جوړولو فرصتونه برابر کړي.
د بريکس د نړيوال فورم له لارې افغانستان کولای شي د سوداګرۍ نوې لارې پيدا کړي. د دې هېوادونو سره د سوداګرۍ د تړونونو لاسلیک کول به افغانستان ته د خپلو صادراتو لپاره نوې بازارونه پرانيزي او د نړيوالې سوداګرۍ په ډګر کې به د افغانستان موقف پياوړی کړي او د افغانستان د اړیکو پراخول به ورسره ددې هېواد راتلونکی پرمختګ او ثبات تضمین کړي.
د دغه سازمان په ۱۶مه غونډه کې اسلامي امارت د ګډون غوښتنه کړې وه، روسي چارواکو ویلي وو چې په دې اړه به د بریکس غړي هېوادونه نظر ورکړي. خو تر غونډې یې د اسلامي امارت بلنې ته مثبت ځواب ور نه کړ او داسې ښکاري چې د دغه سازمان غړي په دې اړه په یو نظر نه دي. پورته ذکر شوو اقتصادي او سیاسي ځانګړنو ته په کتو په دغه سازمان کې د افغانستان عضویت اخیستل ډېر مهم دي.
د برېکس سازمان ۱۶مه غونډه
لومړۍ ورځ: د بریکس سازمان ۱۶مه غونډه د روان ۲۰۲۴ میلادي کې د اکټوبر په ۲۲مه د سهشنبې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه. د غونډې لومړۍ ورځ د روسیې د ولسمشر ویلاديمیر پوتین په وینا پيل شوه او په اصلي موضوعاتو بحث ونشو، خو د لومړۍ ورځې د غونډې په څنډو کې د روسیې، چین، هند، ایران او یوشمېر نورو هېوادونو ولسمشرانو په خپل منځ کې دوه اړخیزې ناستې درلودې، چې د یوشمېر ناستو د مجلس په موضوع کې افغانستان هم شامل و.
له دې جملې د هند او ایران ولسمشرانو په خپله دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او ایران ټینګار وکړ چې له افغانستان سره تعامل اړین او د سیمې هېوادونو ګډه اړتیا ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د لیدنې پر مهال وویل، موږ باید له افغانستان سره په انګیزه او ارادې سره د سیمې د راتلونکي د جوړولو لپاره خبرې وکړو. موږ باید مرسته وکړو چې افغانان د ستونزو له حل سره سولې، ارامۍ او سوکالۍ ته ورسېږي. د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي. د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي دفتر بیا وویل چې د دواړو هېوادونو مشرانو د چابهار بندر د اوږدمهاله تړون لاسلیک د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې مهم وباله او د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کېدو په برخه کې یې د دغه بندر پر اهمیت ټینګار وکړ.
دوهمه ورځ: د بریکس سازمان د ۱۶مې غونډې په دوهمه ورځ چې د اکټوبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پيل شوه، د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ پر اصلي موضوعات بحث ترسره او د ورځې په پای کې یې مشترکه اعلامیه هم خپره کړه. په دغه غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت هم خبرې وشوې.
درېیمه ورځ: بریکس سازمان پولي واحد په ډاګه کول: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د دغه هېواد کازان ښار کې د برېکس غونډې پر مهال د «برېکس» ډیزاین شوي پولي واحد سلګون نوټ، د دې غونډې ګډونوالو هېوادونو مشرانو ته وښود. د برېکس نیوز په نوم یوې روسي رسنۍ د برېکس ډیزاین شوی پولي واحد نشر کړی چې د «د افغانستان اسلامي امارت » نوم هم پهکې لیدل کېږي. روسي رسنیو لیکلي چې برېکس پولي واحد به راتلونکي کې د ډالرو ځای ونیسي. د بريکس کرنسي په جوړښت کې ۴۰ سلنه سره زر او ۶۰ سلنه د محلي کرنسيو له موادو څخه استفاده شوې ده، لکه چينايي ين، روسي روبل، هندي روپۍ او د دغسې د نورو هېوادونو پولي واحدونه.