د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو اغېزې او د ا.ا. ورکړي امتیازونه
مقدمه
صنعت د یو هېواد د اقتصادي پياوړتیا او په سیاسي برخه کې په نړۍ کې د قوي موقف ترلاسه کولو له پاره ډېر مهم دی. یو پياوړی صنعتي هېواد به طبعاً پراخه سوداګريزې اړیکې هم لري. په نړۍ کې هغه هېوادونه پياوړي دي چې پراخه صنعتي تولیدات او پراخه سوداګریزې اړیکې ولري.
افغانستان د اشغال او په تېر کې د نه پاملرنې له امله په يوویشتمه پېړۍ کې هم کرنیز اقتصاد لري، خو د افغانستان اسلامي امارت دغه ستونزه درک کړې او د هېواد د صنعتي کېدو په لور يې لومړني ګامونه اخیستي دي. اسلامي امارت هڅې کوي چې افغانستان د نړۍ د پياوړو صنعتي او سوداګریزو هېوادونو په لیکه کې ودروي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د صنعتکارانو او سوداګرو له پاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو هغوی په ډاډه زړه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وضعیت
د اسلامي امارت له راتګ وروسته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا او غوړېدو له پاره مهم ګامونه اخیستل شوي او ځانګړې توجه ورته شوې ده. په دې برخه کې په هېواد کې ډېره بهرنۍ او کورنۍ پانګونه جذب شوې ده.
د صنعت سکتور پياوړی او پراخه شوی او لسګونه فابریکې په هېواد کې فعالې شوي دي. په څه باندې درېيو کلونو کې ګڼو بهرنیو او کورنیو شرکتونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې. د درملو، تېلو استخراج، سیمنټو تولید، اوسپنې ویلي کولو، کمپلو جوړولو، کرنیزو محصولاتو او ګڼو نورو برخو کې فابریکو فعالیت پېل کړی دی.
اسلامي امارت د هېواد د صنعتي تولیداتو ملاتړ کوي او د دغه سکتور د پياوړتیا له پاره د اسلامي امارت کابینې په ۱۴۰۱ کال کې د صنعت او سوداګرۍ د وزارت هغه وړاندیز تائید کړ چې له مخې يې امارتي ادارې به له کورنیو تولیداتو ګټه اخلي. دغه راز، موده وړاندې هم امارتي ادارو او عامو هېوادوالو ته سپارښتنه وشوه چې د صنعتي سکتور د پیاوړتیا له پاره له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
په وروستیو درېیو کلونو کې د افغانستان سوداګري له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره زیاته شوې او که کومې ستونزې وې هغه تر ډېره حل شوي دي. د سوداګرۍ وضعیت هر کال د ښه کېدو په لور تللی. په وروسیتو درېیو کلونو په کلني ډول د افغانستان سوداګرۍ پراختیا موندلې ده.
اسلامي امارت د سوداګرۍ د پياوړتیا په موخه د سټنډرډ عالي شورا جوړه کړې، څو د کورنیو تولیدي توکو کېفیت لوړ شي چې دې سره به سوداګري نوره هم پراختیا ومومي او سوداګر به په نړیوال مارکیټ خپل ځای ثابت او دومداره کړي. دغه راز، اسلامي امارت په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا له پاره د امام ابو حنیفه رح نندارتونونه جوړ کړي او وروستیو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا په موخه ازبکستان ته هم سفر کړی و.
د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو اغېزې
اسلامي امارت هېواد ته د صنعتکارانو او سوداګرو راستنېدو ته ارزښت ورکوي او په ځلونو يې له هغوی غوښتي چې خپل هېواد ته د پانګونې له پاره راشي او د هېواد په پرمختګ کې خپله ونډه واخلي. اوس په افغانستان د پانګونې له پاره ښه فرصت برابر شوی او اسلامي امارت د پانګونې او سوداګرۍ برخه کې ټولو لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. اسلامي امارت د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په پار یو صندوق هم جوړ کړی چې صنعتکارانو او سوداګرو سره په اقتصادي چارو کې مرسته کوي.
راستنېدونکي صنعتکاران او سوداګر د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. د دوی راتګ سره به افغانستان ته پانګه راشي او هغه پانګونه چې دوی يې په نورو هېوادونو کې کوي، هغه به افغانستان کې وکړي چې له امله به يې دلته اقتصادي وده رامنځته شي.
دغه راز، د هغوی په پانګونې سره به هېواد ته له بهره مسلکي او ماهر کارګران هېواد ته راشي چې دا به په هېواد کې د یو بل مسلکي او ماهر قشر د روزلو لامل شي. د دې تر څنګ، په افغانستان کې د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو پانګونه به په افغانستان کې د بېکارۍ کچې د کمېدو لامل شي او ګڼ خلک به په مستقیم او غېر مستقیم ډول په کار بوخت شي.
صنعتکارانو او سوداګرو ته د ا.ا. ورکړي امتیازونه
د اسلامي امارت د عالیقدر مشرتابه له لوري هېواد ته د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو له پاره ګڼ امتیازونه او اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي دي. دغه امتیازونه او اسانتیاوې “د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیمولو طرزالعمل” کې واضح شوي دي. یاد طرزالعمل یوه مقدمه، درې بابونه، څلور فصلونه او شل مادې لري چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د ۱۹۷۰ ګڼې حکم پر اساس ترتیب شوی دی.
یاد طرزالعمل د افغانستان د صنعتي کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره د همکارۍ کولو له پاره جوړ شوی دی. له راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو سره د همکارۍ له پاره له بېلابېلو وزارتونو او نورو امارتي ادارو څخه د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ یو هیئت ټاکل شوی دی. د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو تثبیت، د امتیازونو او اسانتیاوو ترلاسه کولو په موخه اړونده ادارو ته معرفي او په ټاکلي وخت د اسانتیاوو اړوند کارونه پر مخ وړل د دې هیئت مهمې دندې دي. هیئت به خپل راپور جوړ شوي عالي کمېسیون ته ورکوي.
په طرزالعمل کې د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو له پاره ډېر امتیازونه او اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي دي. د بېلګې په ډول، د لوړې او منځنۍ کچې صنعتکارانو او سوداګرو له پاره چې په نوې صنعتي برخه کې پانګونه کوي، پر نورو امتیازونو سربېره، د پينځو کلونو له پاره د کارکوونکو له ماليې پرته له نورو مالیو معاف دي. دغه راز، د لوړې، منځنۍ او ټيټې کچې د صنعتکارانو او سوداګرو وارداتي ماشین الات او وسایل له ګمرکي محصول څخه معاف شوي دي.
په طرزالعمل کې صنعتکارانو او سوداګرو ته، له ګمرکي محصول پرته، افغانستان ته د افغانستان لاس دوه عرادې شخصي موټرو د راوړلو اجازه هم ورکړل شوې. که صنعتکاران او سوداګر وغواړي چې خپل بهرني فني کارکوونکي او انجینران افغانستان ته راولي، نو دوه کلنې ویزې به ورکول کېږي.
له دې سربېره، صنعتکارانو او سوداګرو ته د کابل په نوي ښار (ده سبز) او یا د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ښارګوټو کې د یوې نمرې ورکړه هم په طرزالعمل کې تائید شوې ده. لازم بانکي سهولتونه او معدني او زراعتي ځمکو ته لاسرسی نور هغه امتیازونه دي چې راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو ته منل شوي دي.
پایله
اسلامي امارت د افغانستان صنعتي او سوداګريز پرمختګ ته ژمن دی. همدې ته په کتو يې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې او پوره هڅه کوي څو افغانستان اقتصادي وده ترلاسه او له سیالانو سره سیال شي.
اسلامي امارت له ټولو بهر مېشتو افغان صنعتکارانو او سوداګرو څخه غواړي چې هېواد ته د پانګونې له پاره راشي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل رول ولوبوي. د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو له پاره په جوړ شوي طرزالعمل کې ګڼ امتیازونه منل شوي او ګڼې اسانتیاوې ورته په نظر کې نیول شوي دي. هغوی کولی شي چې له دې فرصت څخه په استفادې په امن افغانستان کې په ارامه فضاء کې پانګونه وکړي.