د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره موجود فرصتونه

defrgthyu

 

قیس احمد

سریزه

سوداګري د هېوادونو د اقتصادي ودې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. د سوداګرۍ له لارې هېوادونه کولای شي نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي او خپل محصولات صادر کړي. نورو هېوادونو ته د صادراتو د زیاتوالي له لارې یو هېواد کولی شي زیات عواید ترلاسه کړي، چې بیا له همدې عوایدو د زېربناوو په پراختیا، د عامه خدمتونو لکه روغتیا، زده کړو او ترانسپورټ په ښه‌والي او د کورنیو صنعتونو په پیاوړتیا کې استفاده کولی شي.

سربېره پر دې، هغه توکي چې په هېواد کې یې تولید ممکن نه وي یا یې تولید ډېر لګښت ولري، له نورو هېوادونو څخه یې واردول کولای شي اقتصادي ګټې رامنځته کړي. همداراز سوداګري د توکو د تولید زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د منابعو د مؤثرې کارونې سبب کېږي، چې دا ټول د دوامدارې اقتصادي ودې لامل ګرځي.

د سوداګرۍ پر مټ یو هېواد کولی شي په هغو برخو زیات تمرکز وکړي چې په هغه کې ښه وړتیا لري او په هغو برخو کې چې امکانات نه لري، له نورو هېوادونو واردات ولري. دا کار د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټینګوي او هغو ته پراختیا ورکوي.

اسلامي امارت د سوداګرۍ ارزښت ته توجه کړې ده او په همدې موخه یې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګریز مناسبات پراخ کړي. له دې هېوادونو یو هم چین دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي. موږ په همدې مقاله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ خبرې کوو.

صادرات

صادرات له يو هېواد څخه نورو هېوادونو ته د توکو او خدماتو د خرڅلاو او لېږدولو په مانا دي. دغه بهير د نړيوالې سوداګرۍ يوه برخه ده او د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. افغانستان هم په مختلفو برخو کې نورو هېوادونو ته صادرات لري، چې مهم هغه یې وچې او تازه میوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او لاسي صنایع دي.

افغانستان؛ چین ته جلغوزي، زعفران، الوبخارا، توره زیره، وچ زردالو، ممیز، پنبه، طبي بوټي، غالۍ، رخام او مرمر ډبرې او همداراز یوشمېر نورې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې صادروي. چین د افغاني محصولاتو، لکه وچې او تازه مېوې، غالۍ، او لاسي صنایعو لپاره یو لوی بازار دی. د چین له لوري د افغانستان په صادراتو باندې د مالیې معافیت د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دی او د افغاني توکو د بازارموندنې لپاره نوي فرصتونه برابروي.

د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال پرمهال چین ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و.

واردات

له یو هېواد څخه بل هېواد ته د توکو، محصولاتو یا خدماتو راوړل یا انتقال د وارداتو په معنی دي. دا بهیر معمولاً د دې لپاره ترسره کېږي چې د واردوونکي هېواد داخلي اړتیاوې پوره شي، یا دا توکي هلته وپلورل شي او یا هم وکارول شي. افغانستان هم له چین څخه په مختلفو برخو کې واردات لري چې مهم هغه یې تخنیکي ماشین الات، الیکترونیکي او برېښنايي وسایل، د صنعتي فابریکو لپاره خام مواد، د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو ټایرونه، سولرونه، موبایلونه، بېلابېل ټوکر او یوشمېر نور توکي.

د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال پرمهال له چین څخه د افغانستان د وارداتو کچه ۱۶۳۰ میلیونو ډالرو ته رسېده.

د سوداګرۍ پراختیا لپاره موجود فرصتونه

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره یو شمېر مهم فرصتونه موجود دي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو ته وده ورکولی شي. دا فرصتونه د جغرافیایي موقعیت، اقتصادي پروژو او دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ ولاړ دي. موږ یې د ځینو مهمو فرصتونو یادونه کوو:

سیاسي اړیکي:

تر ټولو مهمه او اساسي خبره دا ده چې افغانستان او چین ښې سیاسي اړیکي لري. چین هغه هېواد و چې  ولسمشر شي جین پینګ یې په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي برخه کې یو مهم ګام و، چې چین په ډېر جرئت سره واخیست.

د چین له لوري د دې ګام په اخیستو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې لوړې کچې ته پورته شوې او په اقتصادي او ټولنیزو مسایلو کې یې د همکاریو پراخوالي ته لا ښه زمینه برابره کړه. له هغه وروسته د اسلامي امارت لوړپوړو مسوولینو څو ځلې د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په موخه چین ته رسمي سفرونه درلودل، چې وروستی هغه یې د چين - سويلي اسيا د همکاريو فورم شپږمه غونډه کې، چې د دغه هېواد په (يون نان) ښار کې د لوړ پوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوی و، د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي ګډون دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په دغه فورم کې د ګډون پرمهال ياد فورم د څو اړخيزه ډيپلوماسۍ لپاره يو مناسب بستر یاد کړ او ویې ویل،  د چين - سويلي اسيا د همکاريو فورم د چين او سويلي اسيا هېوادونو تر منځ د پانګونې او زېربناوو فرصتونو، د ګډو اقتصادي پروژو تشويق او د فعالې سياسي ډيپلوماسۍ د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دی. ښاغلي حنفي دا هم وویل، دا فورم د افغانستان لپاره هم يادو هېوادونو ته د صادراتو زياتېدو، په مستقيم ډول د بهرنۍ پانګونې د جذب، د سيمه‌ييزو سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو پراختيا، په نړيواله کچه د افغانستان د ظرفيتونو او منابعو د معرفۍ، د شرکتونو او کورنيو توليدوونکو د پياوړتيا او د اقتصادي زېربناوو له پراختيا د ملاتړ لپاره هم ډېر اهميت لري.

مولوي عبدالسلام حنفي د دغه فورم په څنډه کې له بېلابېلو چینايي مسوولینو سره جلا جلا لیدنې هم درلودې، چې د خبرو اصلي محور یې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ کچې زیاتوالي، په افغانستان کې د مستقیمې پانګونې او ترانزیټ پر مسایلو راڅرخېده. د دغه لیدنو پرمهال چینايي لوري په یادو برخو کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو زیاتوالي ته چمتووالی وښود.

د اسلامي امارت پر لوړپوړو مسوولینو سربېره بېلابېلو چینايي چارواکو هم کابل ته سفرونه کړي چې په مختلفو په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې له اسلامي امارت سره توافقات کړي دي.

د کابل او بیجینګ ترمنځ دغه سیاسي پرمختګ د سوداګرۍ کچې پراختیا ته ښه زمینه برابره کړې ده.

واخان دهلیز:

افغانستان او چین په پوله شریک ګاونډي هېوادونه دي. دغه ګډه پوله د افغانستان د بدخشان ولایت او د چین د شينجيانګ سیمې ترمنځ موجود ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د مستقیمې سوداګرۍ ښه فرصت رامنځته کړی دی. له همدې فرصت د اعظمي استفادې په موخه اسلامي امارت د واخان سړک د جوړولو چارې پيل کړې دي، چې لومړی فاز یې بشپړ او اوسمهال یې د دویم فاز چارې روانې دي.

چین چې په کلني ډول په سلګونو میلیارده ډالره سوداګري لري، ډېری توکي یې د هند د اوبو له لارې عربي هېوادونو او منځنۍ اسیا ته رسېږي، چې هم زیات لګښت پرې راځي او هم زیات وخت نیسي. له همدې امله د دوی سوداګري قیمته تمامیږي. خو د واخان دهلیز په بشپړېدو سره به دا لاره څو برابره رالنډه او خوندي شي. چین به د افغانستان له لارې ایران، عربي هېوادونو او منځنۍ اسیا ته اسانه لاسرسی پيدا کړي. له دې سره به د افغانستان او چین ترمنځ هم د سوداګرۍ کچه څو برابره زیاته شي، افغانستان به د خپلې اړتیا وړ توکي په مستقیم ډول، لږ وخت او ارزانه بیه له چین څخه واردوي او په ورته وخت کې به خپل صادرات دغه هېواد او له هغه ځایه اروپا او نورو هېوادونو ته څو برابره زیات کړي. د واخان دهلیز د چارو په بشپړېدو سره به د سوداګرۍ کچې د زیاتوالي ترڅنګ په زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم رامنځته شي او دا به د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.

د "یو کمربند، یوه لاره" پروژه:

د چین د "یو کمربند، یوه لاره" نوښت د زیربناوو او سوداګرۍ پراختیا لپاره یوه لویه پروژه ده، چې هدف یې د آسیا، اروپا، او افریقا ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول دي. افغانستان د لوېديځې، جنوبي او منځنۍ اسيا د تقاطع په نقطه کې واقع دی او جغرافيه يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې مهم ځای لري. افغانستان کولی شي له دې لارې د نړۍ له ډېرو هېوادونو په ځانګړي ډول د دې پروژې د پيل کوونکي هېواد (چین) سره د اوسپنې پټلۍ، برېښنا، ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې خپلې اړیکې پياوړې او پراخې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې پروژه کې د ګډون غوښتنه کړې او د چین له لوري یې هرکلی شوی دی.

د رېل پټلۍ له لارې سوداګري:

اوسمهال د افغانستان او چین ترمنځ مستقیمه رېل پټلۍ نه ده موجوده، خو د منځنۍ آسیا د هېوادونو له لارې غیر مستقیمې رېل پټلۍ لارې کارول کیږي، چې د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې مهم رول لري. له دې لارو مهمه هغه یې د چین - قزاقستان - ازبیکستان – افغانستان ده چې د چین له هایمن بندر څخه پيل او د افغانستان حیرتان او مزارشریف ته رسېږي. دا لاره د نورو په پرتله لنډه او ترانسپورټي لګښتونه یې هم کم دي چې لومړۍ سوداګریزه محموله پرې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په قوس میاشت کې له چین څخه په مستقیم ډول د افغانستان حیرتان بندر ته را ورسېده. په دغه محموله کې ۵۵ کانټینرونه بار وو چې په ۲۲ ورځو کې را ورسېدل.

دا لاره د توکو په ارزانه او چټک لېږد کې مرسته کوي. په ورته وخت کې له افغانستان څخه د بېرته ستنېدو پرمهال ازبیکستان او قزاقستان ته هم افغاني توکي لېږدولی شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیاتولو لپاره یو مهم فرصت دی. که دې لارې ته ډېر پام وشي، د دواړو هېوادونو لپاره به یې ګټه خورا زیاته وي.

په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه:

افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د کانونو له پلوه یو غني هېواد دی. د اسلامي امارت په راتګ سره په مسلکي ډول د کانونو اکتشاف، استخراج او پروسس ته اولویت ورکړل شوی او په دې برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.

اسلامي امارت په وار وار ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړې چې راشي او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له موجودو فرصتونو اعظمي استفاده وکړي. اسلامي امارت دوی ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې او هر ډول همکاري او ملاتړ ترې کوي.

چینايي پانګوال کولی شي په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې په پانګونې سره د کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا زیاتې کړي.

افغانستان؛ د چین لپاره مناسب بازار:

چین د نړۍ په کچه یو لوی تولیدوونکی هېواد دی چې په مختلفو برخو کې خپل تولیدات نورو هېوادونو ته وړاندې کوي. چین هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو لپاره یو مناسب او تر نورو نږدې وي.  په اسانه ډول لاسرسی ورته ولري. په دې لحاظ افغانستان د چین لپاره تر ټولو ښه مصروفوونکی هېواد دی چې هم د فاصلې په لحاظ لنډ دی او هم به یې له واخان دهلیز  څخه په استفادې سره ترانسپورټي لګښت او لاسرسی خورا ارزانه او اسانه شي.

پايله:

له چين سره د افغانستان سوداګريزې اړيکې د اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره يو مهم فرصت دی. د سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره دواړه هېوادونه خورا ښه فرصتونه لري چې مهم هغه یې د واخان دهليز بشپړول او ترې استفاده او همداراز په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د چینايي پانګوالو پانګونه ده. په دې سره کېدلی شي د دواړو هېوادونو سوداګري د پام وړ وده وکړي چې پرته له شکه د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وده به د پام وړ مثبت اغېز ولري. د اسلامي امارت په راتګ سره د کابل او بیجینګ ترمنځ سوداګریز حجم زیات شوی او د لا پراختیا لپاره یې په مختلفو برخو کې د ګډو همکاریو رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.