د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسودې ته لنډه کتنه

مقاله

سریزه:

ستراتيژي هغه مهم سند دی، چې د یو دولت له لوري د خپلو کورنيو او بهرنيو چارو د روښانه کولو په موخه د اوږدمهال لپاره جوړیږي. ستراتیژي عمومي بڼه لري او د یو دولت ټولو سکټورونو (سیاسي، اقتصادي، امنیت، ټولنیزو، کلتوري او ښوونیز) ته شاملېږي. د ستراتيژۍ له مخې یو دولت خپل مالي او اقتصادي منابع، بشري قوه او له نورو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکي داسې تنظیموي، څو خپلو ټاکلو موخو ته د یو منظم، همغږي او مؤثر پلان له مخې په ښه ډول ورسېږي.

ستراتیژي د دولت لپاره یو واضح لید او ماموریت ټاکي، چې په رڼا کې یې اوږدمهاله اهداف مشخص کېږي. ستراتیژي د پالیسیو، پروګرامونو او منابعو تخصیص ته یو منظم چوکاټ برابروي، څو په دقیق ډول تصمیمونه ونیول شي. د ستراتیژۍ د موجودیت په صورت کې دولت خپل ولس ته د حساب ورکونې واضح لار پرانیزي او په دې توګه د دولت او ملت ترمنځ باور غښتلی کېږي.

د ستراتیژۍ هراړخیز ارزښت ته په کتو اسلامي امارت اړینه وبلله څو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دا مهم سند ولري. په همدې موخه اقتصادي کمېسیون د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ او د اقتصاد وزارت په سکرتریت له اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله څو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسوده ترتیب او د تایید په موخه یې دغه کمېسیون ته وړاندې کړي.

مؤظفې شوې کمېټې دغه سند ترتیب او اقتصادي کمېسیون ته د تاییدۍ لپاره وړاندې کړ، چې له یوشمېر راغلو تعدیلاتو وروسته تایید او د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوه او د عالیقدر امیرالمومنین له خوا تصویب شوه. دلته مو دغه مهم پنځه کلن سند ته لنډه کتنه کړې ده.

د ملي پراختیا ستراتیژۍ لنډه پېژندنه

ملي پراختیا ستراتیژي هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د ترلاسه کولو په پار چمتو شوی دی.

اهمیت او اړتیا

دا یو مهم او اوږد لید لرونکی سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ملي موخو او لومړیتوبونو د تحقق په پار د ادارو د چارو د توحید او انسجام لپاره زمینه برابروي او د لاندې موخو په ترلاسه کولو کې  مؤثر ثابتېږي:

  • د امنیت او ثبات ټینګښت؛
  • ښه حکومتولي او د قانون د حاکمیت ټینګښت؛
  • متوازنه وده؛
  • د پراختیايي چارو لارښوونه او همغږي کول؛
  • د پانګونې جلب او جذب لپاره اسانتیاوې برابرول؛
  • د بې‌وزلي او بې‌کاري کمول؛
  • او د بهرنیو اړیکو ټینګښت او پراختیا.

د جوړولو روش

د افغانستان ملي پراختیا ستراتیژۍ سند په درېیو اصولو ولاړ دی:

  1. د تېرو ستراتیژیو له تجربو څخه زده کړه؛
  2. د افغانستان د اوسنیو شرایطو په پام کې نیول؛
  3. او د علمي اصولو په نظر کې نیول.

لیدلوری:

یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان.

موخې:

  1. د اسلامي شریعي قانون ټینګښت؛
  2. د مؤثریت، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول؛
  3. له سیمې او نړۍ سره د مؤثرو او نېکو اړیکو پراختیا؛
  4. د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت؛
  5. کارموندنه او اقتصادي وده؛
  6. د اسلامي حاکمیت، دیني او ملي ارزښتونو او ارضي تمامیت ساتنه؛
  7. د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت مؤثریت لوړول؛
  8. د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه‌والی؛
  9. د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده؛
  10. د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال؛
  11. او د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه‌والی.

جوړښت:

د ستراتيژۍ موخه دا ده چې د افغانستان ټولې پراختیايي هڅې په یو منظم او همغږي مسیر پر مخ یوړل شي. د دې ستراتيژۍ جوړښت په لاندې ډول دی:

  1. درې رکنونه لري؛
  2. نهه سکټورونه لري؛
  3. ۱۵ د لومړیتوب وړ ملي برنامې لري.

رکنونه او سکټورونه:

اول رکن: ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې

د اول رکن اړوند سکټور: د حکومتولۍ او عامه خدمتونو سکټور

دوهم رکن: امنیت او عامه نظم

د دوهم رکن اړوند سکټور: د امنیت او عامه نظم سکټور

درېیم رکن: اقتصادي او ټولنیزه پراختیا

د درېیم رکن اړوند سکټورونه:

  1. د اقتصادي چارو او کرنې سکټور
  2. د طبیعي سرچینو او انرژۍ سکټور
  3. د استوګنې او ټولنیزې همغږۍ برابرولو سکټور
  4. د ترانسپورټ او مخابراتو سکټور
  5. د دیني چارو، پوهنې او کلتور سکټور
  6. د روغتیا سکټور
  7. د ټولنیز خوندیتوب او چاپېریال ساتنې سکټور

ګډ مسایل:

  • د شرعي احکامو بنسټیز کول؛
  • د دیني او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د پایداره پراختیايي موخو مؤثر تطبیق؛
  • او د مرستو جلب او د هغوی مؤثرتیا لوړول.

 

د لومړیتوب وړ ملي برنامې:

ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې:

  • د اسلامي قانون واکمني او د ټولنیز عدالت تأمین
  • د عامه سکټور اصلاح، د شفافیت او حساب ورکونې تأمین
  • د سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو پياوړتیا او پراختیا

امنیت او عامه نظم:

  • د امنیت ټینګښت او د پولو ساتنه
  • د قانون پلي کول، له جرایمو سره مبارزه او د حکومتولۍ پياوړتیا

اقتصادي او ټولنیزه پراختیا:

  • د طبیعي سرچینو مؤثره او پایداره کارونه او د انرژۍ تأمین
  • د کرنې او مالدارۍ پراختیا
  • د عامه مالي مدیریت ښه‌والی او د برېښنايي تادیاتو پراختیا
  • د روغتیايي خدماتو ښه‌والی او د خوړو خوندیتوب
  • د پوهنې، بشري سرچینو او فرهنګ پراختیا
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا
  • ښاري پراختیا او کلیوالي پرمختګ
  • د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال پياوړتیا، د صنعت او سوداګرۍ وده
  • د ټرانسپورټ او ترانزیټي زېربناوو پراختیا
  • د ټولنیز خوندیتوب پياوړتیا او د سالم چاپېریال تأمین

 

د تمې وړ پایلې:

د حکومتولۍ معیاري کول: د روڼتیا او حساب ورکونې اصل پياوړي کول او پر نظام د خلکو او نړیوالې ټولنې باور ډېروالی.

د بنسټیزو خدمتونو معیاري کول: د ټولنیز عدالت تأمینول، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو بنسټیزو خدمتونو ته ښه لاسرسی.

د امنیت لا ښه‌والی: د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړوالی، د امنیتي او دفاعي زېربناوو پراختیا، د جرمونو مخنیوی او د خلکو ځاني او مالي خوندیتوب.

اقتصادي او ټولنیزه پياوړتیا: د کانونو او طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، سیمه‌ییز اتصال، د خصوصي سکټور وده او کارموندنه.

متوازنه پراختیا: په ټول هېواد کې د منابعو عادلانه تخصیص او عامه خدمتونو ته متوازن لاسرسی.

پایله:

د دغه مهم سند په تطبیق سره به اسلامي امارت په بېلابېلو سکټورونو کې د خپلو لومړیتوبونو له مخې ټاکل شوو موخو ته په ښه ډول ورسېږي. ملت به پوه شي چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ په موخه اوږدمهاله پلانونه لري. په دې سره به د ګډو اسلامي او ملي اهدافو پر لوري ګړندي ګامونه واخیستل شي. د اداري فساد، بیروکراسۍ او د منابعو له ضیاع څخه به مخنیوی وشي.

د هېواد د اقتصادي ودې پر لور به مؤثر ګامونه واخیستل شي، د سوداګرۍ او پانګونې کچه به زیاته شي، کرنه او صنعت به وده وکړي او په دې سره به په کور د ننه هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته شي. د دې سند د تطبیق په صورت کې به افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په ځانګړي ډول د لویو مهمو اقتصادي پروژو په بشپړولو کې مؤثر رول ادا کړي. تعصب به ختم او په ټول هېواد کې به عدالت پلی او هر چا ته به خپل حق ورسېږي.

ښوونیز بنسټونه به وده وکړي، د جرایمو مخنیوی به وشي، د طبیعي پېښو پر مهال به زیانمنو هېوادوالو او سیمو ته په ښه ډول رسېدنه وشي او په مجموع کې به د هېواد د بیارغونې او خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه اساسي ګامونه واخیستل شي.