په بغلان کې د غوري سمینټو د درېیمې تولیدي فابریکې پرانیستغونډې ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ

د بغلان ولایت او د غوري سمینټو فابریکې محترمو مسؤلینو، مجاهدینو قدرمنو مشرانو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن ورځ د عصر د یو مهم ضرورت له مخې په ګران هېواد کې د سمېنټو د تولید او خودکفایۍ په برخه کې یو بل مهم ګام اخلو او په بغلان ولایت کې د غوري سمېنټو د نوې تولیدي فابریکې افتتاح کوو.

له هرڅه وړاندې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې فابریکې د افتتاح له امله مبارکي وایم.

قدرمنو حاضرینو!

صنعتي کېدل د هر هېواد د لویو اهدافو په سر کې قرار لري؛ هغه هېوادونه چې په مختلفو برخو کې تولیدي فابریکې لري، نه یوازې په کور دننه د هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي بلکې د اضافي تولید له امله نورو هېوادونو ته هم صادرات کوي. تولیدي فابریکې د هېواد د ملي تولید او ملي عوایدو په لوړیدو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

دا چې نن ورځ په بغلان ولایت کې د غوري سمینټو د نوې تولیدي فابریکې افتتاح کوو، دا د سمېنټو د تولید په برخه کې د خودکفایۍ پر لور یو مهم اقتصادي ګام دی؛ چې پر بهرنیو وارداتو زموږ تکیه راکموي، د صنعت په پراختیا کې مرسته کوي، د اسعارو د خروج مخه نیسي، ډېر شمېر هېوادوالو ته کار پیدا کوي او په لویه کې د یو صنعتي افغانستان پر لور ګام اخیستل کېږي.

د دې فابریکې ټول ارزښت شپږ اتیا اعشاریه اته میلیونه امریکايي ډالره اټکل سوی دی چې ټولې چارې یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي. د غوري سمېنټو د نوې فابریکې ورځنی تولیدي ظرفیت پنځه زره ټنه دی، چې په هېواد کې یو له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي او د اتلسو میاشتو په موده کې به یې ټولې عملي چارې پای ته ورسیږي.

د دغې مهمې تولیدي فابریکې د عملي چارو په پیل سره به د هېواد دننه د سمېنټو د اړتیا یوه لویه برخه پوره سي، پر بهرنیو ورداتو به تکیه راکمه سي، د خپلو اسعارو د خروج مخه به ونیول سي، زرګونو هېوادوالو ته به مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه ایجاد سي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسریع کې به اغېزناک ثابت سي، د سمینټو په نرخونو کې به ثبات رامنځته کړي او په لویه کې به د هېواد د صنعتي او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

قدرمنو حاضرینو!

دا چې افغانستان له پخوا راهیسې پر بهرنیو ورداتو متکي دی او زموږ د ملي بودیجې زیات رقم د وارداتو په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له بهر واردېدونکي توکي له یوې خوا قیمته تمامیږي او له بلې خوا پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. له همدې امله د هېواد په داخل کې د تولید دا ډول پروژې کولی سي، چې په تدریجي توګه پر بهرنیو وارداتو زموږ اتکا راکمه کړي او د یو تولیدي افغانستان پر لور ګامونه واخلو. لله الحمد د افغانستان اسلامي امارت دې برخې ته ځانکړې توجه کوي.

په پای کې د یادې فابریکې له ټولو دخیلو اړخونو څخه په ټینګار غواړم چې ټولې اړوندې چارې د منل سوو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ یوسي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي.

و السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته