د پانګونې د جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور د ملاتړ په موخه جوړ شوي کنفرانس ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وتعاونوا علی البر والتقوا ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو، د امارتي ادارو ښاغلو مسوولینو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام، د سفارتخانو او نړیوالو ادارو محترمو استازو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسوولینو، غیر دولتي سازمانونو، د نوې کېدونکې انرژۍ ملاتړو، مېلمنو او ټولو حاضرینو ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الله تعالی دې وکړي چې صحت به مو ښه وي.

له هر څه وړاندې د افغانستان په مشرقي ولایتونو خصوصاً کونړ کې د رامنځته سوې زلزلې له امله شهید سوو هېوادوالو ته د جنت الفردوس دعا کوم؛ زخمیانو ته عاجله او کامله شِفا او غم ځپلو کورنیو ته یې د عظیم رب له دربار څخه نعم البدل او اجر جزیل غواړم. په دې ستر غم کې یې ځان شریک بولم.

قدرمنو حاضرینو!

د پانګونې د جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور د ملاتړ ننني کنفرانس ته ښه راغلاست درته وایم؛ ټول پخیر راسئ.

له نېکه مرغه افغانستان د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو په برخه کې ستر باالقوه ظرفیتونه لري. دا هېواد د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله په نړۍ کې یو له غني هېوادونو څخه ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر په ځانګړې توګه صنعتي هېوادونه د تولید د دغه اساسي عنصر له شدید بحران او کمښت سره مخ دي.

محترمو کورنیو او بهرنیو پانګوالو!

افغانستان د برېښنا په سکتور کې د پراخو فرصتونو په لرلو سره د داخلي او بهرنۍ پانګونې جذب ته اړتیا لري؛ له نېکه مرغه د نورو سهولتونو ترڅنګ د هېواد  اوبیزې، لمریزې او بادي زیرمې د انرژۍ د تولید ډول ډول او پراخ منابع دي چې د برېښنا په برخه کې د پام وړ باالقوه تولیدي ظرفیتونه ګڼل کېږي.

له دې فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا په برخه کې په ځان بسیا کوي، بلکې نورو هېوادونو ته هم د انرژۍ د صادرولو ظرفیت رامنځته کوي.

قدرمنو حاضرینو!

دا چې نن ورځ د پانګونې د جلب او جذب او د افغانستان برېښنا سکتور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب، د فرصتونو د معرفي کولو، د ننګونو د څېړلو او د غوره حل لارو وړاندې کولو او هر اړخیزو بحثونو په اړه مهم کنفرانس په لار اچول سوی، دا د پانګونې د جذب لپاره مناسب او پر ځای ګام دی.

د دې مهم کنفرانس په جریان کې به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د افغانستان برېښنا سکتور پر فرصتونو هر اړخیزې خبرې وسي، د پانګونې مشارکتي ماډلونه به وړاندې سی، د برېښنا سکتور د ودې لپاره به د ستراتیژیکو پروژو او نوښتونو په اړه بحثونه وسي، اړوند ستونزې او ننګونې به وارزول سي او عملي حل لارې به وړاندې سي. زه هیله لرم چې د دې مهم کنفرانس ټول ګډونوال به دلته فعال او معنادار حضور ولري او د تطبیق وړ پایلو په ترلاسه کولو سره به پای ته ورسیږي.

ځای لري چې د افغانستان برېښنا شرکت له محترمو مسوولینو څخه مننه وکړم، چې دا مهم کنفرانس یې جوړ کړی او په دې برخه کې یې مناسبې هلې ځلې کړې دي، همدارنګه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو، د نړیوالو مختلفو بنسټونو له محترمو استازو او له ټولو ګډونوالو څخه مننه کوم چې دې کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.

زه له دې ځایه په نړیواله ټولنه، هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو غږ کوم، چې نور دې په افغانستان مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي؛ دا محدودیتونه نه یوازې دا چې زموږ په ګټه نه دي بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم نه دي.

دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی؛ دا ټولو ته روښانه ده چې نړۍ یو کلی دی او د هر هېواد اقتصادي مثبت او منفي بدلونونه پر نورو هېوادونو هم په مختلفو بڼو مثبت یا منفي تأثیر لرلی سي. نو لازمه ده چې نړۍ په مسؤلانه توګه دغو ټولو تاثیراتو او تعاملاتو ته د مشترکو ټکو په څېر وګوري او له هر ډول محدودونکو پالیسیو لاس واخلي.

له توجه څخه مو مننه!

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته