د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کونړ له زلزله ځپلو سره دغمشریکۍ په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

masih_admin
Sat, Sep 13 2025 9:29 AM
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کونړ له زلزله ځپلو سره دغمشریکۍ په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د سنبلې په ٢١مه د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره د ننګرهار او کونړ والیانو، د سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور، د پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي، د سوداګرۍ خونې رئیس او يو شمېر مسوولينو ملتیا کوله.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال په دې ستر ناورین خپله خواشیني وښوده، په زلزله کې د شهیدانو پاک روح ته یې  دعا او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

محترم ملا عبدلغني برادر اخوند د اسلامي امارت په استازیتوب په دې ستر غم کې ځان شریک وباله او ویې ویل، په تیرو څلورو کلونو کې دا  درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي. حاجي ملا صاحب زیاته کړه، د امکاناتو د محدودیت باوجود اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کونړ زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی.

د حاجي ملا صاحب په وینا، دوی ټولو امارتي مسوولینو ته هدایت کړی چې مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو وویشي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هیواد په سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

دغه راز حاجي ملا صاحب د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره ترلاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې سره وویل،  هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو له پاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمیدو له پاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.

اقتصادي مرستیال له ټولو هغو هیوادونو، هیوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو دمننې ترڅنګ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه پای ته ورسوي، څو  زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي له لوري د کونړ له زلزله ځپلو سره ۲۰ میلیونه افغانۍ، د سوداګرۍ خونې او یما پترولیم شرکت رئیس سید کریم هاشمي  او د اختریان شرکت رئیس حاجي کمال الدین له خوا پنځوس پنځوس زره ډالر مرسته وشوه.

Latest news

Tue, Sep 22 2026 10:56 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Inspects Products of Mofeed Manufacturing Company

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, inspected the products of the Mofeed Edible Oil, Animal Feed and Poultry Feed. . .

Tue, Sep 22 2026 10:53 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Lays Foundation Stone for Industrial Township in Balkh

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, laid the foundation stone for the Imam Shaqiq Balkhi (RA) Industrial Township. . .

Tue, Sep 22 2026 10:49 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Launches Construction of an Industrial Park in Baghlan Province

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, officially launched the construction of the Qutaybah ibn Saeed al-Baghlani. . .

BACK TO NEWS