د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سره د لیدنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌ اما بعد

اعوذباالله من شیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

په مجلس کې ناستو ګډونوالو ته!

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

خوښ یم چې نن تاسو په امن او خپلواک افغانستان کې ګورم، ښه راغلاست درته وایم، هر کله راسئ.

د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد ختم سوی، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی سوی، د بېکارۍ کچه کمه سوې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته پاتې سوې، په بانکي سکټور کې پرمختګ سوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه زیاته سوې، په کور دننه تولیداتو کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل سوې، صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ پرمختګ کړی دی.

خو په ځینې برخو کې موږ اوس هم لکه څنګه چې اړتیا وه هسې پرمختګ نه دی کړی، چې اساسي علت یې هم د امریکا او نړېوالې ټولنې له لوري په افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګېدل دي.

دا په داسې حال کې دي چې په ټول افغانستان کې بشپړ امنیت تامین سوی. د اقتصاد محوره متوازن بهرني سیاست په اختیارولو سره مو د متقابلو ګډو ګټو په رڼا کې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پاللو لپاره دروازه پرانیستې ده، چې په دې برخه کې د ځینې هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې هم لرو. د پانګونې جذب لپاره اسانه قوانین جوړ سوي او د شرعي اصولو په رڼا کې د هر چا حق او غوښتنې ته رسېدنه کیږي.

په افغانستان کې د پانګونې د زمینې په برابرېدلو سره نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم دلته پانګونه کولی سي چې ښې بېلګې یې د هرات د غوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره د اسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه سرمایه‌ګذاري ده، د طوطي میدان د ګازو تړون او د برېښنا تولید په برخه کې د بهرنیو شرکتونو پانګونه یادولی سو.

د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د افغانستان اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې چې دلته یې د ځینو فرصتونو یادونه کول غواړم:

د ابتدائي سروې‌ګانو پر اساس افغانستان د شاوخوا درې تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري او په دې برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره سوې ده. د بېلګې په ډول د بامیانو د حاجي‌ګک اوسپنې کان، د کټواز او هلمند نفتي حوزې، د هرات نفتي حوزه او نادره کانونه یادولی سو.

همدارنګه کرنه او مالداري د افغانستان یو له مهمو سکتورونو څخه دی. اسلامي امارت په راتګ سره  ددې سکټور د پیاوړتیا لپاره لسګونه پروژې پلان سوې او د پانګونې فرصتونه په کې رامنځته سوي د بېلګې ډول: د میوو د پروسس مرکزونو جوړول، د سړو خونو ایجادول، د شنو خونو جوړول، د اوبو لګولو سیستمونو رامنځته کول او په ټوله کې د کرنې میکانیزه کولو اړوند پروژې یادولی سو.

 

همداراز د ترانسپورټ سکټور کې هم د پانګونې فرصتونه سته دي د بېلګې په ډول د مزارشریف- هرات- کندهار اوسپنې پټلۍ، د کابل ښار حلقوي سړک، د سالنګ لویې لار دوهم تونل، د غزني - هرات دوهم لین سړک او په لویو لارو کې د ترمینلونو جوړول یادولی سو.

اسلامي امارت په هېواد کې خصوصي سکټور پانګونې ته هڅولی، ملاتړ یې کړی او خونديتوب یې تضمین کړی دی. افغانستان اوس‌مهال د ساختماني، کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او یو شمېر نورو برخو کې تولیدات لري او په دې برخو کې د پراخې پانګونې فرصتونه هم سته دي.

همدارنګه بانکي سکټور اړوند د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او ترویج په برخه کې د پانګونې لپاره بې شمېره فرصتونه رامنځته سوي دي.

همداراز د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او د انرژۍ لېږد لپاره تر ټولو نيږدې او امن لار ده. اسلامي امارت د ټاپي، کاسا زر، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پروژو کې د پانګونې لپاره هم زمینه برابره کړې ده.

همدارنګه اسلامي امارت بین الوزارتي کمیټه رامنځته کړې، څو په افغانستان کې د پانګونې په موخه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. اوسمهال چې کوم بهرني پانګوال افغانستان ته راځي. پانګوال نور اړ نه دي چې په ادارو وګرځېږي او له بیروکراسۍ سره مخ سي، بلکې له دغې کمیټې سره په اړیکه کې کېږي او هغوی ورته ټول لازم معلومات ورکوي چې دا د دوی د کارونو چټک پرمخ بېولو په برخه کې یو مهم ګام دی.

ددې ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ له پاره مشورتي اقتصادي بورډ رامنځته کېدونکی دی چې ټول غړي یې د اقتصاد د برخې متخصص کسان دي. دغه راز د افغانستان له پاره د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملاً کار روان دی چې په جوړېدو سره به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې په اقتصادي ډګر کې شته ستونزو ته رسېدنه وسي.

په پای کې یو ځل بیا له تاسو څخه غوښتنه کوم چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي او پورته ذکر سویو مختلفو سکټورونو کې د پانګونې په برخه کې له سته فرصتونو دې ګټه پورته کړي.

له توجه څخه مو مننه