د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ستر او مهم سوداګریز مارکېټ د کار د پیل مراسمو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الحمدلله و کفی والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِنكُمْ
د بلخ ولایت محترم والي، د بېلا بېلو امارتي ادارو محترمو مسوولینو، د خصوصي سکتور استازو، مېلمنو، د رسنیو استازو او ټولو حاضرینو ته؛
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د الله تعالی له دربار څخه صحت او عافیت درته غواړم.
خوښ یم چې نن ورځ د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اړوند ځمکه باندې د ستر او مهم سوداګریز مارکېټ په پرانېستغونډه کې ګډون کوم.
دا اته پوړیز مارکېټ چې د نوید آسایش ساختماني او افغان عُمیر ودانیزو شرکتونو له لوري د ۱۷ کاله اجارې قرارداد له مخې د اوه سوه درې څلوېښت میلیونه افغانیو پانګونې د ارشاد، حج اوقاف وزارت په شپږ سوه متر مربع ځمکه جوړیږي؛ ۸۷۰ بابه دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، مسجد شریف او پارګېنګ لري.
د دغه مارکېټ ساختماني چارې به په دوو کلونو کې بشپړې سي او هر کال به د امارت خزانې ته درې څلوېښت میلیونه افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.
قدرمنو حاضرینو!
د دې مهمې پروژې د چارو له پیل سره سم به یو شمېر هېوادوال په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په کار وګومارل سي، د مارکېټ له جوړېدو وروسته به یو شمېر هېوادوالو ته د پانګونې اوږدمهاله فرصتونه برابر او د بلخ ولایت اوسېدونکو فردي اقتصاد به ورسره ښه سي.
د هېواد په هر ګوټ کې په هره کچه پانګونه د اقتصادي ودې او پراختیا له بنسټیزو عواملو څخه ګڼل کېږي. پانګونه داخلي تولید زیاتوي، د هېواد صنعت پیاوړی کوي، د صادراتو کچه زیاتوي، کاري فرصتونه ایجادوي، د هېواد ملي اقتصاد ورسره غوړېږي او په ټوله کې د هېواد د خلکو د اقتصادي او ټولنیزې رفاه په تأمین کې اغېزناک رول لوبوي.
محترمو هېوادوالو!
د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې د خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت دا ډول تعامل د دې واضح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره لازمه زمینه مساعده ده او هر څوک کولی سي چې له دې فرصت څخه مناسبه ګټه واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ټولو سوداګرو او پانګه والو ته د تل په څېر ډاډ ورکوم چې اړوندو ستونزو ته مو په وخت رسیدګي کېږي او د نوو فرصتونو په موندلو او د کاري زمینې په برابرولو کې درسره همکار یوو.
د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غواړم چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي؛ په سیمه کې یو هوسا او پیاوړی هېواد د نورو هېوادونو په زیان نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي. اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.
په پای کې د دغې مهمې پروژې د پرانیستې له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم او له اړوندو شرکتونو څخه په ټینګار غواړم چې خپلې ساختماني چارې د منل سویو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او شفافیت سرته ورسوي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکات