محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

masih_admin
Sun, Feb 01 2026 1:42 PM

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف سره وکتل.

د دغه لیدنې پرمهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورټ او ریل پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رئیس او یوشمېر افغان او ترکمن مسوولینو هم حضور درلود.

په دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولک ولسوالۍ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ترکمنستان وغوښتل چې د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړېدو په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.

هغه همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لار نقشې د نهايي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو په اړه هم ټینګار وکړ.

ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف خبرې وکړې. هغه له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او ویې ویل، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي. نوموړي په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه باید له نږدې کار ورسره وشي.

همداراز هغه د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او ویې ویل چې عملاً یې په تورغونډۍ کې کارونه پيل کړي. نوموړي زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال او ظرفیت یې لوړ کړي.

پردې سربېره د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر ایجاد او په مختلفو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه د ګډ کار کولو په اړه هم خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک شول.

Latest news

Sun, May 24 2026 10:25 AM
Background image

Proposals for Construction of Three Commercial Markets in Kabul City Deemed Approvable

A regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on May 23, 2026, at the Marmarin Palace. During the meeting, the proposal for the construction of three. . .

Thu, May 21 2026 12:25 PM
Background image

The Fifth Section of the Hairatan–Mazar-e-Sharif Railway Has Been Reactivated

Today, Thursday, May 21, 2026, the Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, inaugurated the reactivation of the fifth section of the Hairatan–Mazar-e-Sharif. . .

Thu, May 21 2026 10:20 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Visited Hairatan Port

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, accompanied by a delegation, visited Hairatan Port in Balkh Province on May 20, 2026.

During the visit,. . .

BACK TO NEWS