د حیرتان بندر ۲۴ ساعته فعالیت؛ د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال پیاوړتیا په لور ستر ګام
زاهد خان
سریزه
د افغانستان اقتصادي راتلونکی تر ډېره د ترانزیټ، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال له پراختیا سره تړلی دی. افغانستان، چې سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري، د خپلو وارداتو او صادراتو د لېږد له پاره د ځمکنيو او رېل پټلۍ لارو ته ډېره اړتیا لري. په همدې چوکاټ کې د حیرتان بندر د خدمتونو ۲۴ ساعته کېدو هوکړه د هېواد له پاره یو مهم او ستر اقتصادي پرمختګ بلل کېږي. دا پرېکړه یوازې یو اداري بدلون نه دی، بلکې د افغانستان د ترانزیټي اقتصاد د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د چټکتیا او د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا له پاره اساسي ګام دی.
د حیرتان بندر د افغانستان د سوداګریزې دروازې حیثیت لري او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان تر ټولو مهمه رېل پټلۍ اړیکه ګڼل کېږي. کله چې دا بندر ۲۴ ساعته فعال شي، نو دا به د سوداګرۍ د بهیر په سرعت، حجم او مؤثریت کې ژور بدلون رامنځته کړي. دغه بدلون به نه یوازې د سوداګرو له پاره اسانتیاوې زیاتې کړي، بلکې د ملي اقتصاد په وده کې به هم مهم رول ولوبوي.
د حیرتان بندر ۲۴ ساعته کېدو هوکړې تفصیل
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مسوولینو د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مسوولینو سره په لیدنه کې هوکړه کړې چې د حیرتان بندر خدمات به ۲۴ ساعته کېږي. د نوې هوکړې پر بنسټ به د توکو د انتقال په بهیر کې ځنډ او د سوداګرۍ د حجم کمښت له منځه لاړ شي.
د هوکړې مهم ټکي دا دي:
- بندر به شپه او ورځ فعال وي.
- لابراتواري او تخنیکي خدمات به چټک شي.
- د توکو د لېږد بهیر به بې ځنډه ترسره کېږي.
- د واګونونو شمېر به څو برابره زیات شي.
تر ټولو مهم بدلون د انتقالاتي واګونونو په شمېر کې زیاتوالی دی، چې له ۱۳۰ څخه ۵۰۰ او تر ۷۰۰ پورې به ورسېږي. دا زیاتوالی د افغانستان د وارداتو او صادراتو په ظرفیت کې ستر پرمختګ ګڼل کېږي او د سوداګرۍ حجم څو برابره لوړولی شي.
د حیرتان بندر ستراتیژیک اهمیت
حیرتان بندر د افغانستان له پاره یوازې یو سرحدي بندر نه دی، بلکې د هېواد د اقتصاد د ساه له پاره یوه مهمه لاره ده. افغانستان په وچه کې تړلی هېواد دی، نو هر هغه بندر چې افغانستان له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي، د دې هېواد له پاره حیاتي ارزښت لري.
د دې بندر اهمیت په لاندې ټکو کې نغښتی دی:
- د وارداتو ډېره برخه له همدې لارې هېواد ته راځي.
- د منځنۍ اسیا بازارونو ته د صادراتو مهمه لاره ده.
- د افغانستان د ترانزیټي دهلېز اساسي برخه ده.
د همدې ارزښت له امله د بندر ۲۴ ساعته کېدل د هېواد د اقتصادي ثبات له پاره حیاتي بدلون بلل کېږي.
د حیرتان بندر ۲۴ ساعته کېدو اقتصادي ګټې
۱- د سوداګرۍ چټکتیا: سواګر اړ وو چې د بندر د پرانیستو له پاره ساعتونه انتظار وکړي، چې له دې امله به بار وړولو بهیر ورو و. د بندر د ۲۴ ساعته کېدو سره به دا ستونزه له منځه لاړه شي او توکي به په دوامداره توګه انتقالېږي.
۲- د لګښتونو کمېدل: د بار وړونکو موټرو انتظار به د سوداګرۍ لګښت زیاتوه. د بندر ۲۴ ساعته فعالیت سره به د موټرو او واګونونو انتظار کم شي او د بار وړولو عمومي لګښت به راکم شي.
۳- د صادراتو زیاتوالی: د بندر ۲۴ ساعته کېدو سره به افغانستان خپل صادرات لکه وچې او تازه مېوې، لاسي صنایع او نور په چټکۍ سره بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
۴- د وارداتو د کمښت مخنیوی: د بندر دوامداره فعالیت سره به په هېواد کې د توکو د کمښت ستونزه تر ډېره حل شي او افغان بازارونه به نږدې هر وخت له اړینو توکو ډک وي.
د رېل پټلۍ او لوژستیکي سکتور پراختیا
د مسوولینو په وینا د بندر ۲۴ ساعته فعالیت سره به د واګونونو شمېر له ۱۳۰ څخه ۵۰۰–۷۰۰ ته لوړ شي چې دا د رېل پټلۍ سکتور له پاره ستر پرمختګ دی. رېل پټلۍ د ارزانه او خوندي ترانسپورټ تر ټولو مهمه وسیله ده. د بندر ۲۴ ساعته کېدو سره به د بار وړولو سرعت زیاتېږي او د افغانستان د ترانزیټي دهلېز حیثیت ورسره نور هم پياوړی کېږي. د بندر ۲۴ ساعته فعالیت به د لوژستیکي شرکتونو او ترانسپورټي شبکو پراختیا اړتیا زیاته کړي، چې له امله به یې کاري فرصتونه هم ایجاد شي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري پراخه شوې او دواړه د یو بل مهم سوداګریز شریکان ګرځېدلې دي. افغانستان له ازبکستانه برېښنا، خوراکي توکي او ساختماني مواد واردوي او افغانستان وچې او تازه مېوې او لاسي صنایع نور ازبکستان ته صادروي.
د حیرتان بندر ۲۴ ساعته فعالیت سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه څو برابره لوړه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي اړیکې ډېرې پراخه شي.
سمه ییز اتصال او د منځنۍ اسیا بازارونه
د حیرتان بندر ۲۴ ساعته کېدل یوازې له ازبکستان سره د افغانستان سوداګرۍ له پاره ګټور نه دی، بلکې دا پرېکړه د منځنۍ اسیا بازارونو ته هم د افغانستان لاسرسی پراخوي او افغانستان کولی شي چې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره هم د دې بندر له لارې خپل صادرات زیات او سیمه ییز اتصال پیاوړی کړي.
د ملي عوایدو او کار فرصتونو زیاتوالی
د سوداګرۍ زیاتوالی کولی شي د افغانستان اسلامي امارت عواید لوړ کړي. د صادراتو او وارداتو کچې لوړېدل د حکومت له پاره مهمه عایداتي سرچینه ده او د دې ترڅنګ د بندر پراختیا کولی شي چې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي. ترانسپورټي شرکتونه، لوژستکي شرکتونه او ګمرکي خدمات زیاتېږي، چې له امله یې ګڼ خلک په کار بوختېږي چې دا په نهایت کې د هېواد په عمومي اقتصادي وده مثبت اغېز ښندي.
پایله
د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته کېدو هوکړه د افغانستان د اقتصاد له پاره یو تاریخي فرصت دی. دا اقدام به د سوداګرۍ چټکتیا، د لګښتونو کمښت، د صادراتو زیاتوالی او د سیمه ییز اتصال پراختیا تضمین کړي. د واګونونو زیاتوالی او د رېل پټلۍ پراختیا به افغانستان د سیمې په ترانزیټي نقشه کې مهم ځای ته ورسوي.
که دا بهیر په دوامداره توګه پیاوړی شي، افغانستان کولی شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ پُل شي او د اقتصادي ودې پر لور ستر ګامونه واخلي. دا هوکړه د افغانستان د اقتصادي ثبات، د سوداګرۍ د پراختیا او د سیمه ییزو همکاریو له پاره د نوي فصل پیل دی.